اوس به نو څرنګه

اوس به نو څرنګه

په شونډو زه موسکا خوره کړم 

چې د فطرت دا زړه راښکونکې ښکلا
د څو بدرنګو،بې ضميره خلکو
په ناکردو او وحشتناکه عمل
په بې رحمۍ او په دردناکه توګه
په چغو چغو او په سرو وينو کې 
تاوه راتاوه وه په وينو سره وه
زمونږ په سيمه کې يې 
د خاورو لاندې کړله
اوس به نو څرنګه 
په شونډو زه موسکا خوره کړم