غزل

 

خپل ځان ته له نــــــــــــــاکامه ځورېدم او ژړېدم
پــــــــــــه سره اور د فراق کې سوځېدم او ژړېدم

میني دې جنون تــــــــــه رسولی وم جـــــــــــــانانه
له ځــــــــــــــــان سره به هر وخت غږېدم او ژړېدم

تـــــــــــــــــا چې به په تلو تلو کې په شا شا راکتلو
پرون پــــــــــــــــــــــــه هغو لارو تېرېدم او ژړېدم

کله چې به تـــــــــــــــــــاته مخامخ شومه لالیــــــــه
له ډېري خوشحالۍ بـــــــــــــــه خندېدم او ژړېدم

یـــــــاران چې به مي ولیدل په څنګ کې د اغیار
زه بـــــــــــه له غیرتــــــــــــــــــه شرمېدم او ژړېــــدم

مـــــــــــــا چېرته په عشق کې خندا ونه کړه ګوهره
هر وخت بـــــــــــــــــه له غمه کړېدم او ژړېــــــــــدم