ديادپه سیـــــــــــــوري دې وسيږم نمرتــــه نه يم تلی
زه دې لاهغسې مين يـــــم چرتــــــــــــــــه نــــــــه يم تلی
دخپل وجــــودسیوری مې هم تل په کمروويشتی
دچـــــــــادسیــــوري په اسره سفرتــــــــــــــه نه يم تلی
چې ستــــــــــايادونه اوخيالــــونه پکې نه وي ګرانه
زه لاپه خوب کې هم هغـــــــــــــــه منظر ته نــــه یم تلی
شيخ راته ځـــــــــــکه بزدل وايي وس پرې ورسيدم
چې دخپل ورور خــــــــــلاف یوه سنـــګرته نه يم تلی
بس يوملنګ خــــــان مې منـلی چې باچـــــــا ياديږي
نور وريت باغي یم ديوخـــــــــــــــــان درته نه يم تلی
په مادکفرفتـــــــــــــــــوه څلـــــــــــــــه لګــــــــــوې زاهده
جمــــــــــــات ته کله کله ځــــــــــم منـــــــدرته نه يم تلی
ټپــــــــــــه مې وکړه چـــــــــــــــــاجواب دټپې رانکړلو
غرته ختلی ووم خــــــــــو مــــــــــــاوې غرته نه يم تلی
يوعنـــــــــــــــدليب اويوګلاب بله ديار مشغـــــــــولا
زه لاددغې دايرې نـــــــــــــــــــه بهرته نــــــــــــــــــه يم تلی
فضل عندليب دير تالاش