غزل
سور اور دی او غذاب دی بې له یـــــــــــــــــاره زندګي
تر څو بــــــــــــــــــــــــــــــــــه تېرومه داسې خواره زندګي
د هغه چـــــــــــــــــــا له لاسه یم په ژوند پوري ستومان
کوله چې به مـــــــــــــا د چا دپـــــــــــــــــــــــــــــاره زندګي
تر څو به د ذلت ژوند تېروو په غـــــــــــــــــــــلامۍ کې
بس واخلې نوره ته رانه بـــــــــــــــــــــــــــــــاداره،زندګي
داسي یو د خوف طوفـــــــــــــــــان رالوتی په وطن کې
نــــــــــــــــــــــــه غواړي اوس دلته څوک له ډاره زندګي
ځـــــــــــــــــــــــان په مینه پوه کړه،مینه وپېژنه شــــېخه
تر کومه بـــــــــــــــــه کوې داسي بېـــــــــــــــکاره زندګي
بیــــــــــــــــــا به یې هم ستا په پښو کې کېږدمه جانانه
که راکړي راتــــــــــــــــــه خدای په څو څو واره زندګي
دګوهر غم خوشحالي دي اوس دستاپه لاس کې یاره
وتلې د ګوهـــــــــــــــر ده له اختیــــــــــــــــــــــــاره زندګي
یادونه : پورتنی غزل چي کله ما ولیکه نو زمونږ شاعر ورور دوران وویل چې په دې قافیه زما هم یو غزل شته،نو ووایو به وایو چې د دوران د غزل په مځکه