وزرې دَ جــــــــــــــــــــــــــذبو مې ماتــــــــــــــــــــوي دَ ستم غم
جهان کښې دَ نصيب مې مـــــــــــــــدام جوړ دی تورتم سم

خړپوسې ماشومتوب مې پکښې کړي څنګه ئې هېر کړم
بيا هم به زۀ درځمـــــــــــــــــــــــــــــــــه کۀ هر څو دی دَ  غم چم

تۀ کور کلی زما چې پۀ سيـــــــــــــــــــــــــلاب لاهو کوی نو
دا اووايه ستا کور کلي ته څنــــــــــــــــــــــــــګ به نۀ ږدم بم

کشتۍ چې دَ همت دَ بې وسۍ طـــــــــــــــــوفان لاهو کړي
پۀ داسې حال څنــــــــــــــــــــــــــګه به څوک اوکړي دَ غم غم

اغياره ته پرې څـــــــــــــــــــــومره کۀ ناښادې کوی خېر دی
پښتــــــــــــــــــــــون به بدل نۀ شي ، شي به ئې ختم دَ دم دم

حـــــــــــــــــالات داسې روان دي چې سودا دَ ضمير کيږي
تل حـــــــــــــــــــــــق چې پرې  بيان شي داسې وي به قلم کم

کاواکه واک بې واک شي دَ افـــــــــــــــــلاک خوبونه ويني
تندی دي ولې بوټ شي ستا پۀ لور چې قـــــــــــــــــدم ږدم

نۀ غــــــــواړي څۀ څۀ اوشي ، څۀ چې اوشي پرې خفه وي
پۀ وس کښې چې ئې نۀ وي بيا به څنــــــــــــګ وي آدم ګرم

رټل دَ نورو مخکښې ما تواب ته ګران پرېــــــــــــــــــوځي
نور بوج کۀ دي هر څـــــــــــــــــــــــــومره دَ ستم وي صنم وړم
    ٭٭٭٭٭٭٭٭
    2001/3/20 ___ الرياض