ازواج مطهرات //دوهمه برخه

حضرت ام سلمی رضی الله عنها

د حضرت ام سلمی رضی الله عنها نوم هند بنت ابي امیه سهیل بن المغیره ؤ.
د حضرت ام سلمی رضی الله عنها تعلق د مخزوم له قبیلې څخه ؤ.
د حضرت ام سلمی رضی الله عنها اوله نکاح له حضرت عبدالله بن الاسد رضی الله عنه سره شوې وه.
په غزوه خیبر او په صلح حدیبه کي له نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره ام سلمی رضی الله عنها وه
د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په مېرمنو کي حضرت ام سلمی رضی الله عنها تر ټولو وروسته وفات شوې .
حضرت ام سلمی رضی الله عنها  د هجرت په ۵۹ کال وفات شوې او
د وفات په وخت د حضرت ام سلمی عمر ۸۴ کاله ؤ.
د حضرت ام سلمی قبر په جنت البقیع کي ده
او د حضرت ام سلمی رضی الله عنها جنازه ،حضرت ابوهریره رضی الله عنه ادا کړې

حضرت زینب رضی الله عنها

د حضرت زینب رضی الله عنها لقب ام المساکین ؤ
له نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره د حضرت زینب رضی الله عنها نکاح د هجرت په ۳ کال شوې وه.
د حضرت زینب مهر ۱۲ اوقیه ؤ.
حضرت زینب رضی الله عنها د هجرت په ۳ کال وفات شوې
حضرت زینب بنت جحش

د حضرت زینب بنت جحش کنیت ام الحکم ؤ.
د حضرت زینب بنت جحش رضی الله عنها لومړۍ نکاح له زیدبن حارث رضی الله عنه سره شوې  وه.
حضرت زید بن حارثه د هجرت په ۵کال حضرت زینب بنت جحش رضی الله عنها ته طلاق ورکړی ؤ.
له نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره د زینب رضی الله عنها نکاح په د هجرت په  ۵ کال شوې وه.
د نکاح په وخت  د زینت بنت جحش رضی الله عنها عمر ۳۸ کاله ؤ.
حضرت زینت بنت جحش رضی الله عنها د هجرت په ۲۰ کال د ۵۳ کلو په عمر کي وفات شوې وه.
د حضرت زینت بنت جحش رضی الله عنها د جنازې لمونځ حضرت عمر فاروق رضی الله عنه کړی ؤ

حضرت جویریه رضی الله عنها

د حضرت جویریه رضی الله عنها د پلار نوم حارث بن ابي ضرار بن حبیب بن عابد بن مالک ؤ.
د حضرت جویریه رضی الله عنها تعلق د بنو مصطلق له قبیلې سره ؤ.
د حضرت جویریه رضی الله عنها اوله نکاح له مسافع بن صفوان سره شوې وه.
د حضرت جویریه رضی الله عنها اصلي نوم بره ؤ.
او دا جویریه نوم نبي کریم صلی الله علیه وسلم پرې ایښی ؤ.
حضرت جویریه رضی الله عنها د مریسیع په غزوه کي قید شوې وه.
د قیدي په حیثیت حضرت جویریه رضی الله عنها ،د حضرت ثابت بن قیس رضی الله عنه په حصه کي راغلې وه.
د حضرت جویریه رضی الله عنها فدیه خپله نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورکړې.
له نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره یې نکاح د هجرت په ۵ کال شوې وه.
د حضرت جویریه رضی الله عنها دهجرت په ۵۰ کال په مدینه کي وفات شوې او
د وفات په وخت یې عمر ۶۵ کاله ؤ او
قبر یې د جنت البقیع په هدیره کي دی.