د هغـــــــــــــه کلي نه راغـــــــــلي ميلمـــــــــــه
وايه د هغــــــــــــــه کلي حــــــــــــال څنګه دی
چې څــــــــــه بدلـــــــــــون پکې راغلی که نه
دخلقـــــــو فکر څنګـــــــــــه خيال څنګه دی
اوس هم د هغـــــــــــه ځائ ليکو ال شاعران
د افسرانو قصيــــــــــــــــــــــــــــــــــــــدې وائي
اوس هم د هغــــــه ځــــــــــــائ خانان ملکا ن
ځــــــــــــــــان درنوي خپــــــــــــلې درنې وائي
اوس هم د هغــــــه ځــــــــــــائ غريب دله دی
په ټوک ډوډۍ پردۍ حجـــــــــــرې ســـــاتي
په شاباسي باندې مرګــــــــــــــــــــــونه کو ي
شان د خـــــــــــــــــــانانو د شمـــــــــــلې سا تي
مجرمان ،اوس هم سپين سپيځلي ګرځي
افسران اوس هم رشـــــــــــــــــــــــوتونه اخلي
سمــــــــــــــګلران! اوس هم د نوټونو په زور
د چا ايمــــــــــــــــــــــــــــــان د چا سرونه اخلي
د هغـــــــــــــــه کلي نه راغلي ميلمــــــــــــــــــــه
وايه د هغـــــــــــــــــــــــــــه کلي حال څنګه دی
هلتــــــــــــــــــــه کې اوس هم د عاشق زندګي
په غم لړلـــــو اسويلـــــــــــــــــــــــــــــــــــو کيږي
اوس هـــــــــــــــــــــــــم د مينې د مئين زندګي
په فريادونو پــــــــــــــــــــــــــــــه زبيرګو کيږ ي
اوس هم د هغـــــــــــــــــــــه ځائ د ښکلو فرقه
د عشقه بود غـــــــــــــــــــواړي بهبود غواړي
و مئينانو نه څـــــــــــــــــــــــــــــــــــه بوده کوي
د محبت د سره ســـــــــــــــــــــــــــــود غـــواړي
د هغـــــــــــــــــه کلي نه راغلي ميلمـــــــــــــــه
وايه زما د ﻻلي حـــــــــــــــــــــــــال څنګه دی
چرته په لار کوڅــــــــــــه کې ښکاري که نه
څوک ئې په ښـــــــــــــه بده کې ستائي که نه
زما غزلې خــــــــــــــــــــــــو ترې هيرې نه دي
د خپل ښائست سنـــــــــــــــدرې وائي که نه
رښتيا زما هغـــــــــــــــــــــــه ياران څنګه دي
د محبت پــــــــــــــــــــــــــــــه ﻻره سم دي که نه
د غيرت اور خــــــــــــــــو ئې مړ شـوی نه دی
په مينه هغسې محـــــــــــــــــــــــکم دي که نه
د هغـــــــــــــــــــــه کلي نه راغلي ميلمــــــــــــه
وايه د هغـــــــــــــــــــــــــه کلي حال څنګه دی
چې څـــــــــــــــــــــه بدلون پکې راغلی که نه
زما خواري خــــــــــــــــــــــــــو اوبو وړې نه ده
زما محنت څــــــــــــــــــــــــه ځائ نيولی که نه
هغه تودې جـــــــــــــذبې سړې خـــــــــو نه دي
ما بلې کړې ډيوې مړې خــــــــــــــــــــو نه د ي