ټوکي ټکالې
يوه ورځ دري چرسيان سره يوځاي شو غوښتل يي چي په ښاركښي وګرځي اوخپله ورځ تيره كړي .ګوري چي سترګي يي په دري منزله كورباندي ولګيد چي ډيرښايسته وو اوپه زړه پوري وو.دايوه چرسي وويل چي څه عجب ځاي دي كاشكي چي داخوزموږ وي .هغه بل انډيوال يي وويل چي دانوڅه سخت كاردي راځي چي داسي كورجوړكړو.هغه بل ويل چي څنګه ؟ده ويل چي ته به زماپه اوږو ودريږي اوهغه دريم انډيوال به ستا په اوږو ودريږي نودابه زموږدري منزله كورشي .بس دريواړو دخوشحالي نه لاسونه وټكول چي هو ولا...
اودستي ديوه اوبل پر اوږو سپاره شول دري منزل كوريي جوړ كړ.پدي وخت كښي پوليس راغي دااول كس ته لرګي ونيو ټك اوټوك يي پري جوړ كړ .دا دريم چرسي و دويم ته وويل چي څه چل دي؟ هغه ورته يل چي هيڅ خبره نشته دلاندي منزل دروازه ټكيږي.
رالېږونکی :محمدعلي جوهر له كندز څخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لومړی چرسی : پوهیږې چې ستا او د خره څه توپیر دئ ؟
دویم چرسی په غصه شو او بدې بدې یی ورته وکتل
لومړی چرسی : یاره مه خپه کیږه ، هسې ټوکه مې وکړه . هیڅ توپیر نه لرۍ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وایی د کوم امریکایی نه چا و پوښتل چې ستاسی په کلی کی دکارګرو انجونو او کارګرو الکانو ترمنځ څه توپیردی؟ هغه ځواب ورکړ: کارګر الکان چې سهرله خوبه پا څی کالی واغوندی نو کارته ځی، او کاګری انجونی چې سهرله خوبه پاڅی کالی واغوندی نو کورته راځی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یوه سړی خپل کوچنی زوی ډاکتر ته یووړ او ویی ویل :
ډاکتر صیب دا زوی مې اشتها نه لری هیڅ هم نه خوری .
ډاکتر ورته وویل : داسې وکړه ، چې یو " پکول" ور په سر کړه
بیا وګوره چې ټوله دنیا به وخوری
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وایی د افغانستان یو ریئس جمهور (چی نوم به یی نه اخلم) يوه ورځ وزیر ته وويل وزیر صاحب زما په بزرګی خو باور لری : وزیر ورته وويل اوستازه بيا دې سه کرامت کړی ریئس جمهور جواب ورکه له کومې ورځي چې د ارګ ماڼۍ ته راغلی يم او تشناب (توليت )ته ننوزم نو ګروپ (لمپ) زما په ننوتو اتومات روښانه سې ْ وزیر جواب ورکه اوریئس صاحبه لکه چې بيا دي يخچال کې غول کړې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
يو سړی مسجد ته ولاړ سي او کله چي راوځي ، نو څپلۍ ئې نه وي ..
ځان ته وايي، عجبه ده ، زه تللی يم، خو خبر نه يم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ يو سوالګر له سوداګر نه سوال وكړ چې يو څو روپۍ راكړه. سوداګر ورته وويل: زه به خپلې ږيرې ته لاس كړم هر څومره وېښتان چې راووتل هغومره روپۍ دركوم. سوداګر چې ږيرې ته لاس كړ نو صرف دوه وېښتان راووتل. سوالګر ورته وويل: افسوس چې لاس زما واى او ستا ږیره
یادونه : ګرانو یارانو ! که ستاسو سره کومه په زړه پوري ټوکي وي نو له مونږ نه یې مه سپموۍ او د اړیکو له لاري یې مونږ ته راولېږﺉ
مننه
ګوهر