هم منګی او هم ګودرؤ خو اوس نــــــــــه دی
څومره ښکلی مــــــــازيګر ؤ خو اوس نه دی
خواخوږي او همدردي وه ډيره زيـــــــــــــاته
په هر چـــــــــــــا يې ښه نظر ؤ خو اوس نه دی
ديدنونه د جـــــــــــــــــــــانان به مې کوی شول
جوړ تيار زمـــــــــــــــــا وزر ؤ خو اوس نه دی
وربښلې خوب خندا مې وه خپل يـــــــــار ته
يار زما ځــــــــــان او ځيګر ؤ خو اوس نه دی
دای مې زړه کې وه پـــــــــــــــــــه دا به يريدمه
دی سبب زما دخطر ؤ خو اوس نـــــــــــــه دی
عشق نـــــــــــــــــــه مخکې يې غرور کبر لرلو
په هر چا نې زورور ؤ خو اوس نـــــــــــــــه دی
په غوسه مې ورته نه، نه وه و يـــــــــــــــــــالي
يار زمــــــــــــــــــا نه مرور ؤ خو اوس نه دی
زمـــــــــــــــــا په غم به يې خفګان څرګنداولو
زما له حـــــــــــاله ښه خبر ؤ خو اوس نه دی
هم تپوس او هم بــــــــــه يې حال راته راوړلو
څومره ښه زمــــــــــــــا رهبر ؤ خو اوس نه دی
په بــــــــــــــــــــــــــــاڼو به مې د سترګو ګرځولو
د هر چـــــــــــــــــــــانه معتبر ؤ خو اوس نه دی
ستــــــــــــــا د لاسه مې هر څه د لاسه ور کړل
د هر چـــــــــــــــــا په ما باور ؤ خو اوس نه دی
په بدي بـــــــــــــــــــــه يې بدي هر وخت ليدله
د هر چــــــــــــا په سر بل سرؤ خو اوس نه دی
د هر چــــــــــــــــــــــا قدر پې شوی وو خاونده
بل وطن کې مســــــــــــــافر ؤ خو اوس نه دی
خدای دا پـــــــــاره نور اې پرېږدی په قــلاره
د پښتو څخه بهر ؤ خو اوس نـــــــــــــــــــه دی
چې مورکۍ مې وه عزت مې ډير کيـــــــدلو
راتـــه خلاص مې د کور ور ؤ خو اوس نه دی
خوشـــــــــــــــالي او خوب خندا مې پېژندله
ژوند لــــــــه درد څخه بهر ؤ خو اوس نه دی
مشکلات به د الله په رضــــــــــــــا حل شول
ګلالۍ دعــــــــــــــــــــــــا اثر ؤ خو اوس نه دی
ګلالۍ خوستۍ