غزل...خالد ريحان
ما په هر ځاي کې چې دی مړی د هابيل ليدلی
ورسره پل مې شا او خوا کې د قابيل ليدلی
کوم ابرهه چې مې کعبې ته کله سپک کتلي
پسې رالوتی مې يو سيل د ابابيل ليدلی
د وخت نمرود ورته که هر څومره لمبې تازه کړي
خو زمانې په سرو ګلونو کې خليل ليدلی
چې هر ماښام ي اوښکې شوري د ليمو په سوکو
ما د يتيم ويرجنو سترګو کې قنديل ليدلی
نورې د سرو ډوليو باج څپو ته نه ورسپارو
له غورزنګونو مو لويدلی رود نيل ليدلی
23.10.2010
- انعام الله ګوهر
غزل زمــــــــا له سترګو والوتله په ټول چم خوره وره شوهچې خوشبو دې زما د اوښکو په شبنم خوره وره شوهپه سفر يې د اسرارو د هستۍ ځـــــــــــــان سره بوتلملــــــــــــــکه لار هسې مې مينه تر قدم خوره وره شوهد هوســــا زندګۍ لمر ته د خنجر له سيوري راغللچې رڼــــــــــــــــــا په کومو خلکو د قلم خوره وره شوهکله شخړه وي په خېټه کــــــله جنګ په حقيقت ويقبيله چې کــــــــــــــــــــــــــله دلته د ا...
26.10.2010
- انعام الله ګوهر
پخلا به شي،زمــــا به شي جـــــــــانان که خدای کولپوره به مي شي یو ورځ دا ارمــــان ،که خدای کول
ګوره چي ډېر زر بـــــــــــــــــــه د مظلوم لاسونه رسيددغو ظالـــــــــــــــــــمانو تر ګرېوان ،که خدای کول
دا چي مو په حــــــال باندي خندیږي،خوشحالیږيپــه دوۍ به هم راځي دا امتحــــان ،که خدای کول
دومره دي پـــــــــــــــــــه حسن غرور مه ک...