غزل

زمــــــــا له سترګو والوتله په ټول چم خوره وره شوه
چې خوشبو دې زما د اوښکو په شبنم خوره وره شوه

په سفر يې د اسرارو د هستۍ ځـــــــــــــان سره بوتلم
لــــــــــــــکه لار هسې مې مينه تر قدم خوره وره شوه

د هوســــا زندګۍ لمر ته د خنجر له سيوري راغلل
چې رڼــــــــــــــــــا په کومو خلکو د قلم خوره وره شوه

کله شخړه وي په خېټه کــــــله جنګ په حقيقت وي
قبيله چې کــــــــــــــــــــــــــله دلته د ادم خوره وره شوه

ستا ډيوې مې د مچکو تصور تــــــــــــــــــــــــه بلولې
چې تياره يې په انګړ کې ستا د غم خوره وره شوه

لکه ولوېږي رڼـــــــــــــــــــا چې په آيينه او وپړکېږي
هسې ستــا په مخ مې مينه په عالم خوره وره شوه

د "حسن" د عمر پــــــــــــــــــــاڼې د خزان باد رېژولې
چې وږمه دا ستــــــا د حُسن د موسم خوره وره شوه


ډاکټر حسن