يو جيب وهونكى پر لاره روان وو او تسبيح يې اړولې چې بل پرې غږ كړ، لكه چې له خپل كار نه دى توبه ويستې كه څنګه؟
دې لومړي جيب وهونكي ځواب وركړ : ((نه ياره! همدا اوس مې په غلطۍ د كوم ملا په جيب كې لاس ننوتى وو.))

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ 

يو مولا په سينما کي ناست ؤ فلم ئي کتلو. چا تری پوښتنه وکړه چي مولا صاحب ته خو مولا ئي ته ولې فلم ګورې. مولا ورته په ځواب کي وويل چي زه ورته بد بد ګورم

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 يوه سړي خپل مېرمنې ته وويل: زما يو ملګری کور ته راځي او چايې راسره څښي، ته ژر_ژر دا سامان سره پټ کړه.مېرمنې يې ورڅخه وپوښتل ولې، ستا ملګری غل دی؟ ده ورته وويل: زه وېرېږم هغسې نه چې خپل سامان وپېژني.

 

یادونه : درنو لوستونکو ! که له تاسو سره په زړه پوري ټوکي وي نو د اړیکو له لاري یې مونږ ته رالېږلۍ شۍ تر څو نور

لوستونکي هم ترې خوند واخلي .مننه

ګوهر