ازواج مطهرات //لومړۍ برخه
د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ازواج مطهراتو شمېر ۱۱ وو۰ او نومونه یې لاندي دي
حضرت خدیجه رضی الله عنها،حضرت سوده رضی الله عنها،حضرت عایشه رضی الله عنها،حضرت حفصه رضی الله عنها،حضرت ام سلمی رضی الله عنها
حضرت زینب،حضرت زینب بنت جحش رضی الله عنها،حضرت جویریه رضی الله عنها،حضرت ام حبیبه رضی الله عنها ،حضر ت صفیه رضی الله عنها،حضرت میمونه رضی الله عنها
حضرت خدیجه رضی الله عنها
دحضرت خدیجه رضی الله عنها د پلار نوم خویلد بن اسد بن عبدالعزی او د مور نوم
فاطمه بنت زاهده بن الاصم ؤ.
د حضرت خدیجه رضی الله عنها سره د نکاخ په وخت د نبي کریم صلی الله علیه وسلم
عمر مبارک ۲۵ کاله ؤ،او
د حضرت خدیجه رضی الله عنها عمر مبارک ۴۰ کاله ؤ.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم له حضرت خدیجه رضی الله عنها سره د نکاح په وخت
مهر شل اوښان ورکړي وو.
حضرت خدیجه رضی الله عنها د نبوت په لسم کال وفات شوې وه
د وفات په وخت د حضرت خدیجه رضی الله عنها عمر مبارک ۶۵ کاله ؤ.
د حضرت خدیجه رضی الله عنها اوله نکاح ابو هاله بن نباش تمیمي او دوهمه نکاح
د عتیق بن عابد مخزومي سره شوې وه او
له دریمه نکاح یې له نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره شوې وه
حضر ت سوده رضی الله عنها
د حضر ت سوده رضی الله عنها د پلار نوم زمعه بن قیس عبدالشمس بن عبدود
بن نضر بن مالک او دمور نوم شموس بنت قیس بن عمرو ؤ.
د حضرت سوده رضی الله عنها تعلق له عامر قریش له قبیلې سره ؤ.
د نکاح په وخت د حضر ت سوده رضی الله عنها عمر مبارک ۵۰ کاله ؤ.
اد حضرت سوده رضی الله اوله نکاح له سکران بن عمرو سره شوې وه.
له نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره د حضر ت سوده رضی الله نکاح د رمضان په میاشت او د نبوت په لسم کال شوې وه.
او په مهر کي نبي کریم صلی الله علیه وسلم څلور سوه درهم ورکړي وو.
او حضرت سوده رضی الله عنها خپل نوبت حضرت عایشه رضی الله عنها ته ورکړی ؤ.
حضر ت سوده رضی الله عنها دهجرت په ۲۲ کال وفات شوه.
حضر ت عایشه رضی الله عنها
د حضر ت عایشه رضی الله عنها لقب حمیرا او صدیقه ؤ.
د حضرت عایشه رضی الله عنها د والد محتر م نوم حضرت ابوبکر او د مورنوم
زینب رضی الله عنها ؤ.
دحضرت عایشه رضی الله عنها تعلق د بني تمیم له قبیلې سره ؤ.
حضر ت عایشه رضی الله عنها د نبي کریم صلی الله علیه وسلم یوازینۍ مېرمن وه
چي مطلقه او کونډه نه وه یعني اول واده یې له نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره شوی .
د وفات په وخت نبي کریم صلی الله علیه وسلم دحضرت عایشه رضی الله عنها په
حجره کي ؤ.
د نکاح په وخت نبي کریم صلی الله علیه وسلم ۵۰۰ درهم په مهر کی ورکړل،
حضرت عایشه رضی الله عنها د رمضان په ۱۷ او د نبوت په ۵۸ کال وفات شوې ،
او عمر مبارک یې ۶۶ کاله ؤ.
د حضرت عایشه رضی الله عنها قبر په جنت البقیع (مدینه منوره) کي دی.
حضرت حفصه رضی الله عنها
د حضرت حفصه رضی الله عنها دپلار نوم حضرت عمر فاروق رضی الله عنها او
د مورنوم زینب بنت مظعون بن حبیب ؤ.
حضرت حفصه رضی الله عنها د نبوت نه ۵ کاله وړاندي پیدا شوې وه
د حضرت حفصه رضی الله عنها لومړۍ نکاح له خنیس بن خذافه رضی الله عنه
سره شوې وه.
حضرت خنیس بن خذافه د بدر په غزا کي شهید شوی ؤ.
له نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره د حضر ت حفصه رضی الله نکا ح د هجرت
په دوهم یا دریم کال شوې وه.
حضرت حفصه رضی الله عنها د هجرت په ۴۵ کال وفات شوې.