پخلا به شي،زمــــا به شي جـــــــــانان که خدای کول
پوره به مي شي یو ورځ دا ارمــــان ،که خدای کول
ګوره چي ډېر زر بـــــــــــــــــــه د مظلوم لاسونه رسي
ددغو ظالـــــــــــــــــــمانو تر ګرېوان ،که خدای کول
دا چي مو په حــــــال باندي خندیږي،خوشحالیږي
پــه دوۍ به هم راځي دا امتحــــان ،که خدای کول
دومره دي پـــــــــــــــــــه حسن غرور مه کړه نازولې !
تېر بــــــه دي شي ډېر زر دا دوران ،که خدای کول
زړه تـــه درنزدې کړه ګوهر،ښکل یې کړه په مینه
ټول عمر به یې یاد وي دا احسان ،که خدای کول
26.10.2010
- انعام الله ګوهر
غزل...خالد ريحان
ما په هر ځاي کې چې دی مړی د هابيل ليدلیورسره پل مې شا او خوا کې د قابيل ليدلیکوم ابرهه چې مې کعبې ته کله سپک کتليپسې رالوتی مې يو سيل د ابابيل ليدلید وخت نمرود ورته که هر څومره لمبې تازه کړيخو زمانې په سرو ګلونو کې خليل ليدلیچې هر ماښام ي اوښکې شوري د ليمو په سوکوما د يتيم ويرجنو سترګو کې قنديل ليدلینورې د سرو ډوليو باج څپو ته نه ورسپاروله غورزنګونو مو لويدلی رود نيل ليدلی...
27.10.2010
- انعام الله ګوهر
په زړه خوږمن اوپه ذهن باغي شاعر : لیکوال : بختیارځدراڼعندلیب صیب دې رب راته تر ډېرو ژوندی لري چې ترې ښکلې ښکلې سندرې ،زمزمې ،ترانې ،غزلې او نظمونه اوروکه څه هم دشعر اوشاعرۍ په هکله مو ډېر څه لوستلي او اوریدلي بلکه دنړۍ په هره ژبه کې پرې ډېرې مقالې اوکتابونه لیکل شوي ،خویوه خبره چې زه یې مهمه بولم او د شعر اعجاز یې ګڼم هغه دا چې شعرتر اوسه ځانګړی تعریف نه لري . دا هغه څه دي چې وګړي نویوتجربوته اړباسي...