غزل // ابراهیم رضا

انعام الله ګوهر ته :

رابه شم د میني مــــــــــــــــازیګر غوندي

ته به راتـــــــــــــه کېنې دروېزګر غوندي

پېغلي به راټولي وي په مــــــــــا باندي

زه بــــــــــــــه بې پروا یم د ګودر غوندي

جوړه که غوغا زمـــــــــــــــــا په قبر شوه

تاته به شي ګرانــــــــه د محشر غوندي

راغی که دولت زمـــــــــــا په ګوتو کي

ټول به په ما ټول وي جادوګر غوندي

نـه دي بېلولی شم نه درڅخه تللی شم

زړه تـــــــه رانزدې یې دځیګر غوندي

څوکه مي پـــه سر باندي درانه راځي

بیا هم هسک ولاړ یم "پایمر "غوندي

زه خو یم رضا که تـــــه راضي شولې

بیا به زه شاعرشم د " ګوهر" غوندي