زما سوچ : تواب ترابي
درسره تګ پۀ لاره ځکه نۀ کړم
چرته ستم پۀ خپله زمکه نۀ کړم
چې ئې قلم پۀ نخښه کړی راله
څنګه نفرت بۀ دَ ټوپکه نۀ کړم
ځان ته بۀ هسې پښتون وايمه نو
دَ پښتو ناوي چې نېنزکه نۀ کړم
تۀ ئې شړې ، ورغاړؤځمه زۀ
زۀ دَ مزدور دَ خولو کرکه نۀ کړم
ماته پښتو مې خپل بابا پرېښودي
نخښه دَ لاس بۀ ئې زۀ ورکه نۀ کړم
تۀ ئې چې څيز ته دَ بل سم رپېږي
دَ بل دَ څيز نۀ خو زۀ څکه نۀ کړم
دا خو دَ خپل ځان سپکاوی ګڼمه
پښتو بۀ خپله چاته سپکه نۀ کړم
زۀ خو واکدار څۀ دَ وطن نۀ يمه
چې بۀ يو کار هم بې کومکه نۀ کړم
وائ چې مخ دی دَ الله دَ نوره
نفرت دَ هر انسان نۀ ځکه نۀ کړم
دَ خپله لاسه زۀ تواب کړېږم
بيا بۀ اعتبار پۀ چا له ټکه نۀ کړم
٭====٭====٭
2010/5/18__ الرياض