چېرته سره لبان او سپین رخسار او چېرته زه
وخت کړو سره لري ،چېرته یــــــار او چېرته زه
یاره ! مه پوښته د ژوند احوال مي مه پوښتـه
چېرته ستــــــــــا په مینه کي قرار او چېرته زه
ګوره داد شېخ خبري مه کوه و مــــــــــــــــــــــــاته
چېرتــــــــــــــــه دا د ميني ګنهګار او چېرته زه
تـــــــــه که امر وکړې له خپل سرنه هم تېر یمه
چېرته ستــــــــــــا له امر نه انکار او چېرته زه
اوس به کوم دلیل شمه غلیم سره پخـــــــــــــلا
توبه مي ده خـــــــــاونده دغه کار او چېرته زه
نن مي د ګوهر تپوس ترې اوکړلو، ویل یې
چېرته بیـا اوس هغه غریب خواراوچېرته زه
14.10.2010
- انعام الله ګوهر
بابا په چورنګۍ کې......................عندليب دير تالاشجګ جګ ويښتان . شليدلې سپينه ټوپۍ .د پلاسټک زاړه چپل .بې تڼو ګريوان . د دوړو ډکه ږيره .په يو لاس کې بيلچه . په بل لاس کې کرنډۍ او د نسوارو پوڼۍ..د سړک په غاړه په داسې حالت کې ناست دای چې د موټرو د سلينسرو نه وتونکي تور لوګي يي نيغ سپيږمو ته ننوځي .او د نامعلوم ګاک په انتظار د څلور لارې سړکونه څاري.چې کله کوم موټر ودريږی نو باب...
15.10.2010
- انعام الله ګوهر
زما سوچ : تواب ترابي
درسره تګ پۀ لاره ځکه نۀ کړمچرته ستم پۀ خپله زمکه نۀ کړمچې ئې قلم پۀ نخښه کړی رالهڅنګه نفرت بۀ دَ ټوپکه نۀ کړمځان ته بۀ هسې پښتون وايمه نودَ پښتو ناوي چې نېنزکه نۀ کړمتۀ ئې شړې ، ورغاړؤځمه زۀزۀ دَ مزدور دَ خولو کرکه نۀ کړمماته پښتو مې خپل بابا پرېښودينخښه دَ لاس بۀ ئې زۀ ورک...