سرليک: ټپیزې
پټه راوتې یم له کوره
بې اجازې له پلار و موره
زماجانانه په زړه توره
مازدیګر مه ګوره ما ګوره
مازدیګر تل وي زه به کله کله یمه
====
ښکلا ، ښکلا مخې ته راغله
ځلا ، رڼا مخې ته راغله
سیخه زما مخې ته راغله
خماره بیا مخې ته راغله
مخ په سالو پټوي ، شونډې بڅوینه
====
پرته له ځنډه یې راکوز کړئ
لکه یوه (غونډه) یې راکوزکړئ
ورشئ په منډه یې راکوز کړئ
له ملکنډه یې راکوز کړئ
چې په پردۍ یاري کې څوک ګوتې وهینه
====
نه دي دکلي نه د ښار کړم
سم روغ سړی وم تا بېمار کړم
څه دې مجنون څه دي هوښیار کړم
مینې دي داسي پامتدار کړم
په مېږي پښه نه ږدم چې یار بې پاته شینه
(غونډه): په درېیمه ټپیزه کې مې له غونډې نه مرام زموږ
دسیمیزې لهجې پر بنسټ هغه تیږه ده چې وارول کیږي
عبدالباري نعیمي
کابل دحاجې یعقوب څلور لاری