روغ او لېوني راتـــــــــــه يو شوي دي
خپل دي که پردي،راتــــــه يو شوي دي

نيسي مي لمني ورتلی نــــــــــــه شمه
ګل سره اغزي راتــــــــه يو شوي دي

بيا مي رقيبان د يـــــــار په خوله باندي
له کلي نه شړي،راتـــــــه يو شوي دي

دخپل ژوند تېرولو ته مي نــــه پرېږدي
اوس  خپل ګــاونډي  راته يو شوي دي

وطن په غريو نيولي انــــــداز دا ووې!
خدايه،خپل بچي  راتـــــه يو شوي دي

پېښور