وايي چي  درې طالبانو ته چا د ډوډۍ دعوت ورکړی وه٠کله  چي دوۍ دعوت ته ورتلل

نو يو امي او بې تعليمه سړی هم ورسره ملګری شو٠طالبانو ډېر کوښښ وکړه چي د امي کس له ځانه بېل کړي،اخر يوه طالب وويل ،مونږ ټول به يو سورت وايو چي دهر چا نه وه زده هغه به واپس ګرځي.نورو طالبانو دده تاييد وکړ٠

لومړي طالب وويل "والشمس وضحها"

دويم طالب سمدستي وويل"والقمر اذا تلها"

دريم طالب "والنهار اذا جلها"

کله چي د امي کس وار راغی نو سورت خو يې نه وه زده،دا چي له ډوډۍ نه پاتي نه شي له واره يې وويل

"دي مايې هم درسره ها ها".