سوله او افغان ملت

شېررحمان بېتاب

 

 

جمشيد خټک په خپل يوه کالم کې چې عنوان يې دی (د هند او روس تر منځه دفاعي معاهده) کې داسې ليکي (د جنګي اوره د نړۍ ژغورلو يوازينی حل افغانستان کې سوله راوستل دي.) او د کوزې پښتونخوا اعلی وزير امير حېدر هوتي په خپلو خبرو کې يو ځای وايي(د پاکستان او ....  امن د افغانستان سره تړلی دی. ترڅو چې په افغانستان کې امن نه وی راغلی تر هغې دلته امن راتلل ناشوني دي) ددې خبرو نه دا مالومه شوه چې د نړۍ سوله او امن د افغانستان سره تړلی دی. تر څو چې د افغان ملت پر مځکه امن او سوله نه وي راشنه شوې تر هغې پورې به دا ټوله نړۍ بې امنه، ناارامه او توده اور کې پراته وي.

(راخېژې به ته کله په هېواد د سولې لمره
چې وړانګو ته دې خور کړم لوند ګرېوان د خپلو اوښکو

ساېر شینواری)

 د افغانستان امن رښتيا هم د بعضو سوداګرو سره تړلی دی، که دا سوداګر وغواړي نو په افغانستان کې سوله راتللی شي. که دا سوداګر ملي ګټو ته تر خپلو ګټو لومړی حق ورکړي. که دا سوداګر خپله سرمايه د جنګ په دوام کې نه د سولې په بهير کې وويني هله دلته سوله راتلل سل فېصده امکان لري. هر سوداګر خپلې وسلې همدې هېواد کې تجربه کوي. هر سوداګر د جنګ نه خپله سرمايه اخلي. هر څوک د سولې په توطيو باندې له همدې ملته په چل، فريب او مکر باندې دولت راجمع کوي. هدف يې يوازې او يوازې خپلې سرمايې لوړول دي. نه په دې شيرين وطن کې سوله راتلل، که مونږ خپله ټوله قوه دې سولې ته ځانګړې کړو. نو دلته امن او سوله راتلل څه دومره ګرانه پروسه نه ده. د فطرت او طبيعت دا قانون دی چې يو غنم ځان قرباني نه کړي، نو نور غنم نه شي زېږېدلی.  مونږ خو له هر يو کوره څو څو جنازې وويستلې خو بيا هم د سولې کر تر اوسه زمونږ په دې هېواد کې نه دی شين شوی. نړۍ او هغه هېوادونه چې ختی زمونږ نه هم کشران دي لګيا دي د نړۍ سره په اقتصادي، معاشي، علمي، ساينسي، ادبي او نظرياتي ډګر کې سيالي کوي. يوازې زمونږ دا ملت سولې ته دعاګانې کوي. زمونږ نوی ناغ چې لومړۍ دې دنيا ته راځي. نو د خپل راتګ سره سم د بم يو ويروونکی غږ واوري چې د اکثرو يې زړه وچوي او خپل راتګ باندې د پېښمانتيا څرګندونه وکړي. مونږ ددې نسل څومره لوی مجرمان يو. مونږ دې نوي نسل ته د نوې نړۍ سره د تګ پر ځای غوږونو کې ورته د بمونو اوازونه کوو. مونږ څومره ظالمان يو. مونږ څومره قاتلان يو. مونږ خو خپل کور ورانوو. هغه هم د بل چا پر وينا او لمسون. زه ددې څه مودې له مشاهدې وروسته پر دې نتيجې ورسېدم که چرې په صحي مانا د جنګي ډلو سره خبرې وشي. نو دا ډلې هم له جنګه ستړي دي. نور نه غواړي چې د پرديو په لمسه خپل شيرين وطن وران کړي. خو داسې رهبر مونږ نه لرو چې ټول يې سيوري ته راټول شو. مونږ ته د امن او سولې پيامبر شي. زمونږ د ملت درد او غم خپل ځاني درد او غم وګڼي. مونږ به تر څو پورې په پرديو هېوادونو کې شړل کېږو. رټل کېږو. وهل کېږو. او ........ تر څو به زمونږ جنتي تور سرې په پرديو هېوادونو کې سوال کوي. تر څو به ستاسو د کړنو سزا په دې دنيا دوی ته ورکول کېږي. مونږ خو په يو داسې ماحول کې ساه اخلو چې زمونږ نه دلته د ځناورو ارزښت هم زيات دی. مونږ خو دې ټولنې کې هېڅ ارزښت نه لرو. ولې مونږ ددې هېواد وګړي نه يو. ولې مونږ انسانان نه يو. ولې مونږ کې انساني حس نشته. ولې مونږ په سره اور کې ژوندون تېروو. اخر به دا حالات تر کومه همداسې روان وي. ددې به څنګه او کله حل راوځي. راځئ سر د ننه خپلې مټې رابډ وهو او خپل هېواد او ملت ته تر هر څه لومړيتوب ورکړو او دا ملت هم د نورو سيالو ملتونو سره سيال کړو. راځئ راځئ ګنې داسې وخت به بيا کله په لاس نه راځي. مونږ به تر څو جنګيالي، ننګيالي او توريالي يادېږو. د فلمي هېروګانو په شان به نړۍ کې شهرت لرو. ددې ټولو خبرو يواځينی حل سوله سوله سوله سوله ده . او بسسسس

وړو لپو کې امن درنه غواړي ماشومانې
وا خدايه لږ خو واوره فريادونه د ګلرخو

جلال امرخیل