تلمیح  او د جلال امرخېل شاعري

 

څه  نا څه  پنځه کاله  کیږي  چې  د جلال د شاعرۍ سره پیژندګلوي  لرم .

په  د دومره موده  کې مې چې  د  جلال  څومره شاعري  لوستي  او اوریدلي  نو دا راته  څرګنده شوي ده چې  دی  له تاریخي کیسو  او تاریخي  پیښو څخه  ډیر واقف دی  یعني   د تاریخ په برخه کې  هم ډیره ژوره مطالعه  لري .

که  څه هم د جلال  په شاعرۍ  کې سړی د  بدیع  بیان  ټول صنعتونه  ، هغه که  لفظي  دي  او که معنوي پیدا کولی شي .  دا چې  ما  ولې  د ده  په شاعرۍ  کې  یواځي د تلمیح  صنعت غوره  کړو . دا په د چې  یو   خو زه  د تاریخي  پیښو او تاریخي  کیسو سره ډیره زیاته علاقه لرم ، او بل  دا چې  که چرې  مې  د ده په شاعرۍ کې  ټول  صنعتونه  لټولی نو شاید  چې  ډیر  وخت یې رانه نیولی وی .
نو د وخت د  کمښت  له وجې  مې  یواځي  په تلمیح بسنه وکړه . خو که خدای راته وس  راکړ نو  په راتلونکي  کې  به یې  په شاعرۍ  کې  نور ادبي  صنعتونه  هم  ولټوم . د یادولو  ده چې  لاندې  مې  څومره  بیتونه هم راخیستي  دي  هغه یواځي  د جلال  د دریمې  شعري ټولګې (راشه لاس مې په زړه کیږده )  څخه  دي .
مخکې  له دې چې   د ښاغلي  جلال  هغه شعرونه راواخلم په کوم  کې چې  د (تلمیح)  ادبي صنعت پروت دی ، غواړم  لوستونکو ته د  تلمیح  لنډ  تعریف ولیکم .

 

تلمیح:  دا هغه صنعت دی چې شاعر په خپل  کلام کې یوې مشهورې کیسې  یا پیښې ته اشاره وکړي نو که لوستونکي په هغه  پیښه یا کیسه باندې  خبر نه وي  نو د شعر معنا  ورته ګرانیږي .  

مثال:
             یو شاعر وایي

د ماهي په نس کې پروت لکه یونس یم

مګر خلاص مې په کرم  حق تعالی  کـا

په پورتني  بیت کې   یونس ع    ته اشاره شوي چې  څنګه  یونس ع     الله تعالی

د ماهي په نس کې  ساتلی وو .

 

راځۍ  چې  اوس  د جلال هغه  بیتونه راواخلو  په کومو کې چې  د تلمیح  ادبي صنعتونه  پراته دي .

 

دوی د خلیل  د اور ګلزار باندې قائېله  نه دي

دوی د نمرود له ائېنې  نه سوا هیڅ نه ویني

په پورتني بیت کې  د  خضرت  ابراهیم  خلیل  الله  واقعې ته اشاره شوي .

 کله   چې نمرود  خضرت  ابراهیم  خلیل  الله    اور  ته ورګزار کړ خو  الله تعالی  ورته په خفل  فضل او کرم  د اور  هغه سرې  لمبې   په سرو ګلونو  تبدیلې کړې .

 

زما د نوح  بابا  زامنو زندګي شروع کــــړه

زه لا  تر اوسه یم  ولاړ چې قیامت به راځي

 په پورتني  بیت  کې  د نوح بابا  نه مطلب   نوح علیه سلام دی  نوح  علیه سلام د وخت پیغمبر وو کله یې  چې  قوم  نافرماني شروع  کړه نو  الله تعالی  پرې  قهر رانازل  کړ. او یواځي  هغه څوک چې د ده سره په کشتۍ کې سپاره وو  وژغورل شول .

 

 

دربار ،سرکار او دینار واړه لاس  په نام دي تاته

عزیز خانې د مبارک  عبد الرحمان  ملنګـــــــــه  

 په  پورتني  بیت  کې  عزیز خان  او عبدالرحمان  بابا  ته اشاره  شوي  ویل کیږي  چې  عزیز  خان  د رحمان  بابا  ورور وو چې  په خپل وخت کې  د کلي  ملک وو  . رحمان  بابا  یې په اړه یو شعر هم ویلی دی .


نه شي د خانانو  ملنګانو سره کلـــــــــــــي
چرته  عزیز خان  چرته  ملنګ  عبدالرحمان     رحمان بابا

 د دې  شعر له اوریدلو داسې ښکاري  چې   عزیز خان د رحمان بابا  سره جوړ نه وو . شاید  چې عزیز  خان  د رحمان بابا  له ملنګئ نه کرکه کوله .

 

 

قیسه! جنون  او بیابان  دې څه کړل ؟

منصــــوره! څه  دې کړه تر داره لاره

 

په پورتني  بیت کې  د  (قیس)  چې مونږ  او تاسو یې په مجنون  پیژنو   او همدارانګه  د منصور   واقعو ته اشاره  شوي .  قیس ( مجنون) چې  د  یمن  اوسیدونکی وو   د خپلې  محبوبې  (لیلا)  چې د سعودي  عرب اوسیدونکي  وه په عشق  کې  د لیونتوب تر حده رسیدلی وو . ویل کیږي چې  قیس د  یمن د شاهي کورنۍ څخه  تعلق درلود او د مینې لپاره  یې   خپل  شاهانه  ژوند  په بیابان  او لیونتوب کې  تیر کړ .  (لیل) په عربي ژبه کې  شپې  ته وایی او د قیس معشوقه  هم له  رنګه توره وه  نو ځکه  یې ورته د لیلا  نوم  ایښی  وو .  خو هغه  چا رښتیا ویلي  ، ( مینه په تور او په سپین  نه ده )

منصور  بیا یواځي  د انالحق  په نارې  سره د دار  رسۍ  ښکل کړه .

د منصور  خبره هم د جلال  په شاعرۍ کې  ځای ځای په بیلا بیل انداز  راغلي ده چې  زه یې دلته  په  هم د پورتني بیت  بسنه کوم .

 

 

لکه  حسین ، بالا د ښې  ورځې  یاران لرمه
خو د یزید  مقابلې  ته یک تنها روان یــــــم

 

په پورتني بیت  کې  د   حسین  مظلومیت  او  د یزید  ظلم ته اشاره شوي  ده هغه  پیښه چې  د کربالا  په میدان کې  پیښه شوي وه . نو د کربالا پیښه د هر لوستي  او نالوستي  څخه  پټه نده  ځکه پرې  ډیر نه غږیږم .

د جلال  په دې شعري ټولګه کې  د کربالا  پیښه   څو ځایه  په بیلا  بیل انداز کې  بیان شوي  او حتې  تر دې  چې  یو پوره غزل یې هم دې پیښې  ته لیکلی دی ،  خو زه یې  یواځي  دلته  هم دا یو بیت راخلم .

 

 

که نیمګړتیا ده که تکمیل دی ، بس خو ستا د پښتۍ

ګوره  انسانه  که ادم ته یې ، هوا هم ته یـــــــــــــې

 

په  پورتني بیت کې  خضرت ادم  علیه سلام  او بي  بي  هوا  یاد شوي . 

 الله تعالی  ادام  علیه سلام له خاورو جوړ کړ . او بي  بي هوا یې د ده له کیڼې پښتۍ څخه  پیدا کړه . 

 

 

که دې مړه  هم کړم ، میمونۍ او ګل اندامه به شې

څوک به درک نه کړي شیر عالم او صنوبر دلبرې

مونږ  په پښتو کې ډیرې  داسې  فلکلوریکې  کیسې لرو لکه  دې ،مومن خان او شیرینۍ ، یوسف خان او شیر بانو ، ادم خان او درخانۍ  او داسې نور  په پورتني  بیت  کې هم د  شیر عالم او میمونۍ او  صنوبر او ګل اندامې  کیسو ته اشاره شوي ده . 

 

 

 

 

چیرته  وو غزل نو له حمزه او قلندره پــــــس

اوس خو دې یاران جلاله ستا سر ته دعا کوي

 

په پورتني  بیت کې د پښتو ژبې غزلبول شاعران  حمزه بابا  او قلندر مومند  یادونه شوي ده . چې  حمزه بابا  ته غزل پر سر د بابا   لقب ورکړل شوی دی .  دی پخپله په دې اړه په یو بیت کې وایی.

ستا په اننګو کې د حمزه د وینو ســـــره دي

ته شوې د پښتو غزله  ځوان زه د بابا  کړم   حمزه بابا

 

 

بیا  مې زړه کې شوه  غوغا ستا د غمونو

د ګورګینو  لښکر بیا شو په هرات مـــات

 

په  پورتني بیت کې  د ګورګینو  څخه مطلب هغه  سرتیري دي کومو چې د  ایران څخه  د ګورګین په مشرۍ  پر افغانستان  یرغل  کړی وو او د میرویس خان  نیکه په مشرۍ  د افغانانو  د لاسه له ماتي سره مخ شول .

 

 

 

 

دوی  بودا  ته  ‍