جلال د شاعرۍ په رنګين ګودر کې
فن د يو فنکار په پټېدو هم پټېدی نه شي
ما ليکې په شګو کې وهلې دنيا جوړه شوه
(استاد محمود اياز)
د جلال امرخېل دوهمه شعري ټولګه (دواړه يو د بل تصوير) دريېم چاپ د چاپ شمېر دوه زره ټوکه مې په لاس کې ده. آيا په داسې وخت کې دا د هغه نثرنګارانو پر مخ يوه درانه څپېړه نه ده، چې وايي شاعري نوره نه ده پکار، شاعري ډېره وشوه، شاعري بس کړئ او نثر ته مخه کړئ. نا نا نه زه، د جلال نه دفاع نه کوم، نه د جلال د شاعرۍ نه او نه د جلال شاعري زه د شعري فن عروج او انتها ګڼم. ځکه چې جلال لا ځوان دی او هغه ورځ لرې نه ده چې دده شاعري به هم د پښتو د ښو شاعرانو د شعرونو سره مقابله او مزل کوي.
زه په جلال کې د ښه شعر ليکلو اود يو ښه شاعر ټول خصوصيت، ناقراري ، وړتيا او اضطرابیت وينمه، خو جلال يو څه د وخت او ځان سره دوکه کوي. بايد چې شعر ته سنجيده شي، د سنجيدګۍ لاره خپله کړي او هغه شعري خزانه چې د جلال په داخل کې محفوظه او خوندي پراته ده. د هنر په باريکو ګوتو راوسپړي. د شعر مينه والو او لوستونکيو سره يې شريکه کړي. ترڅو چې مينه والو او لوستونکيو ته د دوی حق ورسيږي اود ځان او وخت سره هم انصاف وکړي.
د جلال امرخېل شعري ټولګه يو انساني پنځ او تخليق دی. اسمانی کتاب نه دی چې د نيمګړتياوو نه به خالي نه وي. ځکه چې انسان تل نيمکړی دی. يواځې خدای تعالی بسيار او پوره دی او ..........
جلال که څه هم د تغزل په شيرين نوم او د شعري موسيقېت په مهين نوم بلا ډېره عقېده لري خو همدې عقېدت يې شعري هنر يو څه نيمګړی کړی دی. جلال يو لوستی شاعر او اديب دی، خو مطالعې سره يې خپله مشاهده کمه يو ځای کړې او بېرته يې په خپل جلالي رنګ کې نه ده رنګ (منعکس) کړې، بلکې په مختلفو رنګونو کې يې منعکس کړې ده. چې د جلال د شاعرۍ يوه خلا ده هيله کېږي چې د وخت په تېريدو سره دا کمي پوره او تکميل کړي. جلال چې څومره په شعري ډېرښت (مقدار) عقېده لري هومره په خپل فکر په هنري معيار او تول هم عقېده لري خو د جلال شعرونه د جلال په نزد له معياري شعرونو څخه دي، خو د شعر ميعاري مېزانونه جدا جدا او بېل بېل دي. هر څوک شعر په خپل معيار او تول تلي او له هغې څخه وروسته ورباندې خپل نظر ورکوي. که په دقيقه توګه د جلال شاعري ولوستل شي. نو پنځګر به په ذهن کې جلال نقش نه شي بلکې ذهني نقش به د جلال له څېرې څخه جدا او بېل وي. زه دا هم نه وايم چې جلال لا په شعر کې خپله لهجه نه لري. بلکې زه خو وايم چې اکثره خلک په عادي خبرو کې هم يو څه خپلې خبرې او خپل طرز اداء لري، چې مونږ ورته په ساده ژبه کې تکيه کلام وايو. جلال هم په ساده ټکيو کې يو څه تکيه کلام لري چې ائينده کې به ترېنه يو اسلوب، يوه لهجه، او يو پېژندل شوی رنګ ضرور راوځي.
بنده بنده شاعري، بې پېونده شاعري ځنې خلک چلوي لکه ژرنده شاعري
جلال يو فنکار او هنر مند دی شعر هغه د ساعت تيري لپاره نه ليکي. بلکې کله چې د جلال په داخل کې يو اضطراب، ناقراري او اور بل شي نو د هغه اور د سړښت لپاره جلال د فکر او خيال يوې بلې دنيا ته وکوچيږي چې بيرته راځي نو د شعر په نوم يو څه له ځانه سره راوړي او که جلال داسې ونه کړي دده د وړوکي زړه د چاوديدلو خطر زياتيږي. جلال د خپل وجود دايم ژوندي ساتلو په عوض شعر ليکي. که دا هنر د جلال سره نه وی، نو خدای مه کړه لا د وخته به مو د جلال امرخېل له نوم سره د (ارواښاد) کلمه ګنډېلې وی جلال کې د ښه شعر ليکلو توان او طاقت موجود دی. يو فطري شاعر دی، نه د لفظونو سره لوبوونکی شاعر.
عملي کله پرېښودی شي عمل شعر خو زما د زندګۍ نشه ده
هر شاعر په خپلو شعرونو کې هغه مضامين رانغاړي چې ورته مخه کې پراته وي. خو هغه مضامين او خيالات اکثره شاعرانو په خپلو شعرونو کې ځای کړي وي. زه د خپلې دې خبرې د اثبات لپاره يو څو شعري نمونې راوړمه. خو دا نه شعري سرقه ده، نه اثر بلکې، زه په دعوې سره ويلای شمه چې د کومو شاعرانو شعري مضامين چې جلال سره په ټکر کې راځي تراوسه پورې به يې جلال شعري ټولګې نه وي ترلاسه کړي او نه به يې مطالعه کړې وي.
بيا د ظالم چنګيز نظام دی خوله ګنډلې ښه ده زما په هر لورې سلام دی خوله ګنډلې ښه ده
پاتې شه شپه ده دې کې سل رنګه خبرې راځي ګوره خطره ده، دې کې سل رنګه خبرې راځي
دا خو مې ړنګه کړه ماڼۍ د غاور دا چې هر کاڼی مې په سر پرېوځي
جلال امرخېل
داسې نظام خو د فرنګ هم نه وو په زنځيرونو مې تړې خبرې
جانانه چپ شه د رقيب خولې ته خبرې رسي په نيمه شپه کې خو د زړه درزا هم لرې رسي
سعدالله خان حېران
زه ورته جوړ چا په ګوته کړی يم کاڼی چې راځي زما په سر لګي
ډاکټر اسرار
بيا هم د جلال په شعرونو کې يو څه بيلتون کېدای شي.
د جلال په شاعرۍ کې د صنايعو او بدايعو بلا ډېرې نمونې او بيلګې پراتې دي، خو شکر جلال شعر د بعضې شاعرانو په څېر له صنعتونو نه، نه دی قربان کړی. بلکې د هنر خواږه يې هم ورسره ملګري کړي دي او صنعت يې په شعر کې لکه کالب کې چې مواد راشي داسې ځای شوی دی. اکثره شاعران زه ګورم يا يې شعري ټولګې لولم چې په شعر کې کوم صنعت ځای پر ځای کړي. نو د شعر ويلو پرمهال دا تمهيد هم ورسره زيات کړي چې زما په شعر کې صنعت تشخيص....... ته هم فکر وکړئ، او بيا يې شعر کې د مضمون هيڅ مانا نه جذبه هم پکې نه وي. نه بس تش يو کلبوت وي. زه دا منم چې صنعتونه د شاعري ښکلا او ښايست (زيور )دی، خو چرې هم څوک ګوته د لاسي ساعت او لاسي ساعت د غړاکۍ پر ځای نه استعمالوي. ستر خوشال بابا څه ښه ويلي دي.
چې مانا ورسره نه وي ويل سپور که خدای دې نه کا د خوشال خبره سپوره
د جلال د شاعرۍ له لوستلو نه وروسته لوستونکی دې نتيجې او پايلې ته رسيږي چې د جلال په لاشعور کې تر يو څه حده د وحدت الوجود څرکونه هم شته. خو دا څرکونه ډېر کم دي، څوک په باور سره نه شي ويلای چې ائينده کې به د تصوف دا برخه هم د شاعري يوه موضوع وګرځوي. که هر څو دا څرکونه د مځکنې محبوب سره تړلي دي، خو محبوب حقيقي ته رسيدل هم د مځکنې محبوب سره د رښتې تړلو نه وروسته کېږي. لکه د کتاب نوم هم ددې لويه بيلګه ده.
عاشقي د دوه ميئنو صورت يو کا مرګ د شمعې د شعلې محبت يو کا
کاظم خان شېدا
د جلال د شاعرۍ يوه لويه استعاره يوه خياله نه بلکې يوه وجودي، لمس کېدونکې ښاپيرۍ، جنګېرکه، نيوکګره، زوروره که بيخي يې کليوله کړمه نو بده به نه وي. همدې ښاپيرۍ ته يې ډېرې منظومې ډالۍ کړي دي او چې کله ورسره يې د سترګو تکرار وشي، يا يې د خيال په دنيا قابضه شي نو شعر ورته ډالۍ کړي. خو زه خپله په شعر کې د شخصي تجربې ته تر يو څه حده قاېل يم نه د پروين شاکري په څير چې وايي.
ميری هر شعر مين ظاهر هين ميرا اپنا وجود ميری هر شعر ميری ذات کی تفسير بنان
د جلال هم ډېر داسې شعرونه دي چې د هغه د خپل ژوند نقشه او تاريخچه انځوروي.
په عامو خبرو او شعري تجروبو کې ډېر فرق وي. عام تجربه د يو څېز عادي تصور ته وايي او شعري تجربه د يو څيز لامحدود تصور ته وايي او دا لامحدود تصور فقد د شعر پواسطه ممکن دی.
ستړی ستومانه مساپر کلونه پس راغلمه مور مې راغاړې وته اوښکې تويوي او خاندې
د پورتني شعر په قېمت او ارزښت هغه څوک پوهېږي چې نسټيلجياتيک وخت ورباندې تېر وي، ځکه چې د مساپرو احساسات او محسوسات له يوه عادي نفر نه تجربه شوي نفر ته ډېر په ښه کېږي. پورته شعر تخليق په دوران کې به جلال له کوم کېفيت نه تېر شوی وي، هغه سخنه په لفظونو نه انځوريږي او فقد د هغې صحنې نه جلال خبر دی زما يقين دی چې هر وار به ددې شعر په لوستلو سره جلال له سترګو کنډ کنډ غمي تويوي.
په اخره کې به دومره اووايم چې زمونږ ټولنه لا هغه معيار ته نه ده رسېدلی تر کومه چې زمونږ شعر مخکې تللی دی دريغه چې د لکهنو د وګړو په څېر هم زمونږ وګړي د شعر او ادب په هغه ارزښت پوهېدلای چې د لکهنو يو عادی نفر ورباندې پوهېږي. هلته چې څوک بينډۍ هم خرڅوي په استعارو او تشبيهاتو خبرې کوي، چې د ليلا د ګوتو سره بينډۍ تشبيه کوي، خو زمونږ وګړو سره د شعر هغه قدر نشته. مانا ده چې په شعر کې اکثر خلک اوتې بوتې وايي او عادي وګړي يې دومره بدرګه کوي. چې سنجيده خلک هم له کاره باسي. خو جلال او نورو ته پکار دی چې په دې عادي ډاډ باندې ابدي داد د لاسه ور نه کړي. د غالب سره هم خلکو همداسې چلند کولو خو هغه خپله قبله بدله نه کړه، که پرون يې له چا سره قدر نه وو. نو نن دوه پيړۍ وروسته د اردو ژبې شاعر بادشاه يادېږي. زه يو ځل بيا جلال ته دا سپارښتنه کوم چې خپله قبله بدله نه بلکې نور هم ددې قبلې په لور شعري عبادت ته دوام ورکړي.
بيخې خوند نه راکوي چې ليک ته د پای ټکی کېږد ځکه چې د جلال په هر شعر بلا خبرې کېدای شي، خو وخت بيخي کم دی. خدای دې راته يو څه وخت بيا په لاس راکړي چې د جلال شاعري د زړه لا خلاصه وشنم او دانه دانه يې کړم نوې نوې نقطې د لوستونکيو مخې ته کېږدم. ځکه چې جلال داسې شعرونه هم ليکلي دي.
اخ بلا رازونه به خولې وسپړي اخ په شنه سحر دې کړل وېښته خيشته
د جلال د اعلی او لا برياليتوب پر هيله
شېرالرحمان بېتاب پښتونخوا کواټ خپل کور
د شپې يوه بجه او دېرش دقيقې
۹/۳۰/۲۰۱۲