سلامونه يارانو ! د عابد صيب دې کور ودان وي ،چې خپل بيتونه يې له مشاعرې نه جدا کړي ، بس ما هم بهانه غوښتله او شکر په دې ،چې پرون شپه له افلاين کېدو نه پس مې ټول بيتونه ځان سره تکرارول ،چې رانه هېر نه شي ؛خو زړه مې د الهام اشنا په بيتونو پسې درد کوي ، خدايزده چې ساتلي به يې وي که نه ؟
دا تاسو او دا هم د قدرمن عابد صيب په مطلعې پسې في البديهي بيتونه.

غزل

" زړه يمه څه تور کاڼى د غر نه يم
شکر دى له چا سره په شر نه يم "

ستا له ګوتمۍ پرېوتم بې قدره شوم
اوس خاورې ايرې يمه سره زر نه يم

نن مې د زړګي زخمونه مه چېړه
نن په سور کې نه يم ، برابر نه يم

پروت که ميکده کې يم د چا يې څه ؟
پړمخې خو پروت د چا په ور نه يم

تا غوندې په زړه نازکه نه يمه
نه ، په نه خبره مرور نه يم

لا مې دوه مچکې په تا پاتې دي
لا درسره ګرانې سر په سر نه يم

ستا په زړه کې اوسمه ، ژوندی يمه
شکر له وجود نه مې بهر نه يم

ومنه جلال مې ، چې جلال خو يم
خير دی که حمزه او قلندر نه يم

جلال امرخېل