غزل

نه به ګيله د چا له خال ، نه له جبينه کوې
بس ګوذاره به دې د خپل زړګي په وينه کوې

ته چې په ما داسې کانې لکه بې دينه کوې
جواب د خدای به وايه څنګه لونګينه! کوې

د مازيګر ازار وهليه په ماښام چې راځې
په ما نو څه له انتظار له ماسپښينه کوې

زما د زړه په درد چې دومره مهربان يې خدايه
ما اورېدلي چې ته هم چا سره مينه کوې

چې له انکار سره ژړا کوې ، بلا خو کوې
ترخه کيسه به وي خو ته به يې شيرينه کوې

يره جلاله ! غټ سړی شوې ؛خو سړی نه شولې
لکه ماشوم هره خبره سپينه سپينه کوې

جلال امرخېل