غزل

هغه جوړې راځي له لمرخاته په لمرخاته
يو لمر سره بل هم راوخاته په لمرخاته

نور پاتې د سپوږمۍ او څراغونو څه مجال ؟
راجيګه چې له خوبه شولې ته په لمرخاته

بېګا خو ټوله شپه لکه زمرۍ وې ښه ډاډه
دا رنګ دې نو بيا ولې والوته په لمرخاته

يو ، وژني سړی ګرانې ! مزدورۍ ته پاڅېدل
بل ستا داسې خواږه خواږه کاته په لمرخاته

د خدای لپاره نه تلمه مکتب ته شين سهار
خطونه به په لاره و پراته په لمرخاته

بېګا يې د ښار ټولې ميکدې کړې لېونۍ
جلال د سر له درده پرېواته په لمرخاته

جلال امرخېل