غزل
غاړه غړۍ اوري شرابونه ، ګلابونه 
اوښکو دې ماحول کړ ګلابونه  ، ګلابونه
لمر به مړ وای ، نوم به د يوسف د نور پيکه وای 
نه وای که پر مخ دې نقابونه ، ګلابونه
خدای مه کړه چې لږ دې هم خاطر د ښکلو دروند شي 
خدای مه کړه چې تېر کړي عذابونه ګلابونه
ما ورته ويل ته مې خوښېږې ؛نو موسکۍ شوه 
ځای په ځای يې راکړل جوابونه ، ګلابونه
خپل بې حده حسن به دې سترګو ته بلا شي 
وژني ، ډېر بې وخته ، سيلابونه ، ګلابونه
څنګه دې ټوپک ته کړو ،زړه ښه ، د وطن ښکليه !
ستا لاس کې خو خوند کړي کتابونه ، ګلابونه
وه جلاله !! خدای لپاره ! مه ماتوه زړونه 
غواړي په قيامت کې حسابونه ، ګلابونه
جلال امرخېل