غزل
ښکلې ننداره دې ده په سترګو کې
لويه فلسفه دې ده په سترګو کې
ولې به د خيال دنيا ته نه راځې
کړې چې وعده دې ده په سترګو کې
زه دې د جنت لارې ته بوتلمه
مينه پښتنه دې ده په سترګو کې
کله کوي ( هو ) او کله ( نه ) کوي
دا کومه نخره دې ده په سترګو کې ؟
ښه دې کړم نشه نشه په يو نظر
ټوله ميکده دې ده په سترګو کې
جړک راباندې راشي چې دروګورم
سمه زلزله دې ده په سترګو کې
ګورمه تصوير د امرخېل په کې
روغه ائېنه دې ده په سترګو کې
جلال امرخېل
2006 ، مارچ
له ( اوس دې هم هره شپه په خوب کې وينم ) شعري ټولګې څخه.
18.05.2010
- جلال امرخېل
راشه ليونيه په کوڅو کېد کشمالو ګلان مې ايښي په کمڅو کې
زه هم په خپل وار د کمشالي ويبلاک خالق ته د دې ويبلاک د جوړولو مبارکي وايم او هيله لرم، چې همداسې د پښتو او پښتنو لپاره لکه مخکې يې چې ښکلې شعرونه او ليکنې په بېلا بېلو ويبلاکونو کې خپرولې لا پسې ادامه ورکړي.که ووايم، چې د ټول افغان ويبلاکونه خداى دې لري ډير دي، خو ځينې داسې ويبلاکونه دي چې په مياشتو مياشتو په کې مطالب نه خپروي، خو تاسو ډير فعال ياست هيله لرم، چې خپلو مينه والو ته په زړپورې پورې مطالب او شعرونه خپ...
28.05.2010
- جلال امرخېل
غزل
غاړه غړۍ اوري شرابونه ، ګلابونه اوښکو دې ماحول کړ ګلابونه ، ګلابونه
لمر به مړ وای ، نوم به د يوسف د نور پيکه وای نه وای که پر مخ دې نقابونه ، ګلابونه
خدای مه کړه چې لږ دې هم خاطر د ښکلو دروند شي خدای مه کړه چې تېر کړي عذابونه ګلابونه
ما...