راشه ليونيه په کوڅو کې
د کشمالو ګلان مې ايښي په کمڅو کې


زه هم په خپل وار د کمشالي ويبلاک خالق ته د دې ويبلاک د جوړولو مبارکي وايم او هيله لرم، چې همداسې د پښتو او پښتنو لپاره لکه مخکې يې چې ښکلې شعرونه او ليکنې په بېلا بېلو ويبلاکونو کې خپرولې لا پسې ادامه ورکړي.
که ووايم، چې د ټول افغان ويبلاکونه خداى دې لري ډير دي، خو ځينې داسې ويبلاکونه دي چې په مياشتو مياشتو په کې مطالب نه خپروي، خو تاسو ډير فعال ياست هيله لرم، چې خپلو مينه والو ته په زړپورې پورې مطالب او شعرونه خپاره کړئ.
کور مو ودان همداسې ګړندي اوسئ
نجيب الله اکرامي.

اکرامي صيب مينه !

له پېرزوينو دې مننه ، بس ستا د مينې برکت و ، که ته نه وې دا بېنر به دومره رنګين نه و ، د خوشال بابا بيت به دې ياد وي.

تا په خپله سپينه خوله خوشال ته ورکړه
کنه دی او د سرو شونډو ښکلول څوک

جلال