راګرځېدل
ويې ویل:" نور نو هیڅکله بېرته نه راځم..."
خپله لاره يې ونیوله او لاړ... تر هغه لاړ چې وسه يې کېده... مګر هغه خبر نه وو چې د ځمکې کره ګرده ده.
لیکوال: امیر عباس انصاري
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۲۹ اسد ۱۳۸۹
۲۰ اګست ۲۰۱۰
د صفا راډیو اداره، جلال آباد
20.08.2010
- پېمانه
اخلاص
یو ترکاڼ ډېر زیات سپین ږیری شوی وو. غوښتل يې چې نور نو خپله دنده پرېږدي. خپل مالک ته يې وویل چې نور نه غواړم کورونه جوړ کړم. غواړم ددغه ژوند نه ځان یوې غاړې ته کړم او د خپلې مېرمنې سره په آرامه ژوند وکړم.
مالک يې چې کله پوه شو چې د هغه تر ټولو ښه کاریګر خپله دنده پرېږدي، خپه شو. له خپل ترکاڼ څخه يې غوښتنه وکړه چې د وروستي کار په توګه یواځې یو وروستی کور جوړ کړي. سپین ږیري ترکاڼ ورسره ومنله، مګر ښکارېده چې نور ي...
20.08.2010
- پېمانه
د رحمت دروازه
هغې دروازې ته ولاړ وو چې خدای تړلې وه. ژړل يې، بې تابي يې کوله، دعا ګانې يې کولې... مګر هیڅ ګټه يې نکوله... هغه ګمان کاوه چې خدای يې غږ نه اوري... ناڅاپه يې سترګې په بله دروازه ولږېدې چې خدای د خپل رحمت له رویه پرانیستې وه... کلونه وروسته د هغې تړلې دروازې په حکمت هم پوه شو...
لیکوال: امیر عباس انصاريژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۲۹ اسد ۱۳۸۹
۲۰ اګست ۲۰۱۰
د صفا راډیو اداره،...