اخلاص
یو ترکاڼ ډېر زیات سپین ږیری شوی وو. غوښتل يې چې نور نو خپله دنده پرېږدي. خپل مالک ته يې وویل چې نور نه غواړم کورونه جوړ کړم. غواړم ددغه ژوند نه ځان یوې غاړې ته کړم او د خپلې مېرمنې سره په آرامه ژوند وکړم.
مالک يې چې کله پوه شو چې د هغه تر ټولو ښه کاریګر خپله دنده پرېږدي، خپه شو. له خپل ترکاڼ څخه يې غوښتنه وکړه چې د وروستي کار په توګه یواځې یو وروستی کور جوړ کړي. سپین ږیري ترکاڼ ورسره ومنله، مګر ښکارېده چې نور يې زړه نه غواړي کار وکړي. هغه ددې کور په جوړلو کې له ډېرو خرابو لرګیو څخه کار واخسته او په ډېرې نا آرامۍ سره یې دغه کار سرته ورسولو.
کله چې کار تمام شو، مالک د کور د تسلیمۍ لپاره راغی. هغه د کور کلي ترکاڼ ته ورکړه او ورته يې وویل:
"دغه کور ستا دی. دا زما له لوري تا ته یوه ډالۍ ده."
ترکاڼ حیران شو. ډېر زیات افسوس يې وکړه. له ځانه سره يې ویل چې که پوهېده چې کور د خپل ځان لپاره جوړوي، حتما به يې خپل کار په ښه توګه سرته رساوه.....
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۲۹ اسد ۱۳۸۹
۲۰ اګست ۲۰۱۰
د صفا راډیو اداره، جلال آباد