ته خدای يې؟


د کریسمیس ورځ وو. نری باد د ژمې سوړ ماذیګری لا پسې سوړ کړی وو. یو شپږ کلن ماشوم چې پښې ابلې وې او شلیدلي زړې جامې يې په تن وې، د بوټانو د یوې مغازې مخې ته ولاړ وو او خپل لاسونه يې په خپلو تخرګونو کې کلک نیولي وو.

یوه ځوانه ښځه د مغازې له مخې تېرېده. په دې وخت کې د ښځې سترګې په ماشوم پرېوتې او سمدلاسه  د ماشوم په معصومو سترګو کې ورته یوه نړې هیلې ورښکاره شوې. د ماشوم پر سر يې لاس وښکه، له لاسه يې ونیو، مغازې ته يې دننه بوتلو. یوه جوړه ژمني جامې او بوټان يې ورته واخست.
کله چې ماشوم او ښځه له مغازې نه بهر شول، ځوانې ښخې ماوشموم ته وویل:

"اوس کور ته لاړ شه! هیله لرم اوس به د کرسمیس نه خوند واخلې "

ماوشم خپل سر پورته کړه. ښخې ته يې په ځېر ځېر وکاته او ورته يې وویل:" ترورې! ته خدای يې؟"

ځوانه ښځه مسکۍ شوه او ځواب يې ورکړه:" نه ګرانه! زه یواځې د هغه یو بنده یم!"

ماشوم وویل:" پوهېدم چې ورسره څه خپلوي لرې"

 

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۲۹ اسد ۱۳۸۹

۲۰ اګست ۲۰۱۰

د صفا راډیو اداره، جلال آباد