د رحمت دروازه

هغې دروازې ته ولاړ وو چې خدای تړلې وه. ژړل يې، بې تابي يې کوله، دعا ګانې يې کولې... مګر هیڅ ګټه يې نکوله... هغه ګمان کاوه چې خدای يې غږ نه اوري... ناڅاپه يې سترګې په بله دروازه ولږېدې چې خدای د خپل رحمت له رویه  پرانیستې وه... کلونه وروسته د هغې تړلې دروازې په حکمت هم پوه شو...

لیکوال: امیر عباس انصاري
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۲۹ اسد ۱۳۸۹

۲۰ اګست ۲۰۱۰

د صفا راډیو اداره، جلال آباد