فیل په تیاره کې

 فیل په تیاره کې د خدای د پېژندګلوي په اړه مشهور داستان دی. یوه ډله خلک کوښښ کوي چې پوه شي فیل په تیاره کې د څه شي سره ورته والی لري. هغوي له یوې شي نه د بیلابیلې تجربې لاس ته راوړي.

لومړی کس د فیل په خړتوم لاس ږدي. هغه وايي:« چې فیل نل ته ورته دی».

دوهم کس د فیل غوږ لمس کوي. هغه وايي:« چې فیل پکي ته ورته دی».

دریم کس د فیل په پښه لاس راکاږي. هغه وايي :« فیل یوې پېړي ستنې ته ورته دی».

او په پای کې څلورم کس د فیل په شان لاس راکاږي او وايي :« فیل یوې سترې ډبرينې تختې ته ورته دی».

 

د مولوي له داستانونونه

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

هرات

۱-۱۲-۲۰۰۹