په خدای رښتیني مینان څوک دي؟

یوه فرشته په کوڅه کې ګرځېده. په ښي لاس کې يې یوه ډيوه او په کیڼ لاس کې يې د اوبو یو ډک سطل.

یو لاروي له فرشتې نه پوښتنه وکړه:

- په اور او اوبو څه کوئ؟

فرشتې ځواب ورکړه:

- غواړم په اور سره د جنت ښکلي کورونه وسوځوم او په اوبو باندې د دوزخ اورونه مړه کړم. بیا به پوه شم چې په خدای رښتینې مینان څوک دي. دنیا د سوداګړۍ ځای ندی.

شیرین اغا جهانګیر

۱-۱۲-۲۰۰۹

هرات