|
روزلین روشبروک څنګه مسلمانه شوه؟ هغه خپله کیسه داسې کوي: « زما نوم رقیه مقصود دی. مخکې لدېنه چې په اسلام مشرفه شمه؛ زما نوم روزلین روشبروک وو. زه د انګلستان په سوېل د کنت په ښار کې پېدا شوې یمه. اوس مهال د هل ښار د هلکانو د لېسې د اسلامې څېړنو د مرکز مدیره یمه. د جورک کیندریک په نوم د یو شاعر سره مې واده کړېوه چې وروستو مو سره طلاق واخستو او واده مو په ناکامۍ پای ته ورسېد. د هغه نه وروسته مسلمانه شومه او د یو مسلمان سره مې داده وکړه. زما پلار او مور د کوم دین پابند نه ول مګر کله چې زه لږه په ښو او بدو و پوهېدمه، زه يې یوې داسې مدرسې ته ولېږلم چې د کلیسا د مستقیم نظر لاندې اداره کېده ترڅو د عیسویت سره پوره اشنا شمه او له هغه سره مې نه شلېدونکي اړیکې ټینګې شي. ديني مضامین راته په ټولو مضامینو کې خوندور مضمونونه ول. په همدې خاطر د خپل ښاري پوهنتون د د ديني علومو د څانګې نه فارغه شوې یمه. په ښوونځي کې د هلکانو سره مې هیڅ اړیکې نه درلودې مګر کله چې پوهنتون ته لاړمه نو لږه منحرفه شومه. سګرټ او شراب مې کارول او د نڅاوو په مجلسونو کې مې ګډون کاوه؛ تردې چې د یو هلک سره مې یارانه هم وه. کله چې له پوهنتون نه فارغه شومه، نو د خپل یو ټولګیوال سره مې چې جورج نومېده، واده وکړ. له واده نه مو درویشت کالونه تېر شو مګر هیڅکله مو د نېکمرغۍ احساس ندی کړی . په پایله کې په همدې بهانه چې نشو کولای یوبل درک کړو، طلاق مو سره واخست. له هغه وروستو، ددې لپاره چې وکولای شم د کور اجاره پوره کړم، د کور څو خونې مې د پوهنتون محصلینو ته چې په هغو کې مسلمان محصلین هم ول، په کرایه ورکړه. دا چې زما رشته دیني وه او هم مې په پوهنتون کې د مذاهبو درس ورکوو، نو په همدې وجه مې اسلام د یو دین په صفت پېژندو. مګر په اول وار مې اسلام په عملي بڼه له همغو محصلینو نه ولیده چې زما په کور کې اوسېدل. له هغو سره به مي د امنیت او آرامتیا احساس کاوه، ځکه چې هغوی نه غله ول او نه هم د عزت او درناوي خلاف کار له هغوی نه سرته رسيده. هر کله چې به مې له هغو سره خبرې کولې نو د اسلام په اړه به مې نوي څیزونه زده کول. کوم ارزښت چې هغوی کورني نظام، شرف، پاکۍ او د ناروا کارونو نه د لريوالي لپاره ورکاوه، زه به يې د انګلستان د خلکو دپنځوس کاله د مخه د کورني نظام او معاشرت په یاد کې اچولم . هر څومره به چې مې د اسلام سره اړیکې زیاتېدې، هغومره به مې اسلام نور هم درک کولو او نور به هم پرې باوري کېدمه . همدارنګه په دې هم پوهېدمه چې ټول هغه ارزښتونه چې عیسی علیه السلام خپلو پېروانو ته د هغه امر او ښودنه کړیده ، اسلام د هغو ملاتړ کوي. او عیسی علیه السلام د خدای له لوري یو ستر پېغمبر مني او هغه د خدای د زوی په صفت نه مني او هغه یو د اوالعزم پېغمبرانو نه بولي لکه څنګه چې حضرت محمد ص د اوالعزم پېغمبرانو نه ګڼي. هرکله چې به کلیسا ته تلمه نو یو احساس به زه د اسلام لور ته رابللم. په پایله کې مې له ځانه سره وویل چې باید د داسې یو دین پېوري وکړمه چې زما ژوند تنظیم کړي. په همدې خاطر مې مسلمان محصلین د ناستي کوټې ته راوبلل او د هغوي پروړاندې مې د شهادت کلمه تېره کړه. یو عجیبه مګر ښکلی احساس وو، داسې احساس مې کوله چې ګوندي له ډېرو مودو روسته بېرته خپل کور ته راستنه شوې یمه. د اسلام راوړلو نه وروستو مې باید زیات څېزونه له ځانه لرې کړي وای او یا مې ورته تغیر ورکړی وای. باید چې د شرابو او د خنزیر د غوښې نه ډډه کړای وای. په حقیقت کې مې باید خپل د سودا بکس ته بدلون ورکړای وای، هغه غوښه چې اخسته به مې باید حلاله وای، ختی چې د قوطۍ ترشا به مې د خوراکي توکو ټولو ترکیباتو او د کانسروا د غوړو ډول به مې کاته چې هسې نه د خوګ د غوړو له ډلې نه په کښې کارول شوي وي. همدارنګه له کوره به هم د معززو جامو سره راوتم او په دې خاطر چې د خپلو پخوانیو جامو له شره خلاص شوی وای، ټول مې د اوکسفا خیریه موسسې ته ور وبخښه. زما لپاره دا ګرانه نه وه چې هغه جامې واغوندم چې ټول بدن مې وپوښوي، مګر باور وکړئ چې دا د یوې انګرېزې لپاره ډېره ګرانه ده چې خپل د سر ویښتان د خپل حجاب قرباني کړي. مخکې له اسلام راوړلو نه به مې تل د خپل سر ویښتو ته پام وو، هر وخت چې به راته اړین ښکار شو نو آرایشګا ته به تلم تر څو ویښتان راته جوړ کړي، تر څو له نورو نه وروسته پاتې نشم. مګر د حجاب په اغوستو سره اوس وینم چې دا کار ضرور ندی. البته باید ووایم چې په اوله کې له حجاب سره ډېره ارامه نه ومه، مګر کم کم ورسره عادت شوم، اوس داسې شوی دی چې ترې خوند اخلم. د غربي ټولنې خلاف، اسلام مېرمنو ته امنیت او ملاتړ وربخښي. مسلمانان مېرمنې نه مجبوروي چې خپل سینګار او ښکلا وښايي، یعنی تر کومه پورې يې چې درنې جامې یا سنګینې جامې په تن وي، پر هغې هیڅ ډول نیوکه نه کیږي. له اسلام راوړلو نه وروسته مې په ځان د رقیې ښکلی نوم کیښوده. البته مجبوره نه وم چې داکار وکړم، مګر د اسلام شور دېته وهڅولم چې دا کار وکړم. د نوم تلفظ مې مور ته لږه ګرانه ده، نو ځکه راته د ناځوانې په نوم غږ کوي. هغه او زوې مې په اولو کې راته ویل چې ګوندي ما د عیسی علیه السلام په حق کې خیانت کړی دی، مګر کله یې چې د اسلام په اړه معلومات زیات شو نو زما سره یې زما اسلام راوړل ومنل. کله چې پاکستان ته د یو کتاب د تالیف لپاره لاړمه چې په تالیف کې یې راته ستونزې پېدا شوې وې ، له وارث سره آشنا شوم او ورسته همدغه آشنایي ددې سبب شو چې دواړه سره واده وکړو. زمونږ واده د رمضان په مبارکه میاشت کې وشوه، هغه میاشت چې د ورځې له لخوا په کې خوراک، څښاک، جماع او نور حرام دي او دغه کار د نورو په نسبت زوم او ناوې ته لږه ستونزمنه وي. د بوزنیا په جګړه کې چې کله ډېری بوزنیایان زمونږ ښار ته راغلل، وارث به زیات بوزنیایان زمونږ کور ته راوستل. هغه ګمان کاوه چې زه په دې کار خوشحاله کېږم، مګر ماته لږ ستړی کوونکی وو، ځکه چې د کور کارونه ټول زما په غاړه ول او وارث د کور په کارونو کې هیڅ مداخله نه کوله. مګر باید په یو څه باندې اعتراف وکړم او هغه داچې مسلمانان تل د سختیو پر مهال تیار دي چې نورو سره مرسته وکړي. هغه توپير چې د غربي ټولنې په ودونو او د اسلام په واده کې شته دادی چې کېدای شي چې په اسلام کې سل په سلو کې له واده نه خوښ نه وې، مګر باید دغه ژوند ته دوام ورکړې، مګر په غربي ټولنه کې یوه وړه ستونزه په یو داسې طوفان اوړي چې د انسان ژوند نابودوي. کله کله شېطان ماته وسوسه په زړه کې اچوي او زړه مې کیږي چې بازار ته لاړه شمه او شراب وڅکم، مګر سمدلاسه دغه فکر له خپل سر نه وباسم او له رټل شوي شېطان نه خپل څښتن ته پنا وړمه. اسلام زما په ژوندانه کې د بسنټیزو بدلونونو سبب شوی دی او زما ژوند ځانته یو نوی معنی او مفهوم اخستی دی او ددې ترمنځ چې زه یوه انګرېزه یمه او مسلمانه شوې یمه، کوم توپیر نشته. داسې وړاندوینه کومه چې په راتلونکو شلو کلونو کې به په انګلستان کې د مسلمان انګریزانو شمېر د مهاجرو له شمېر سره یو شان شي. اوس داسې احساس کوم چې له اسلام راوړلو سره نه یواځې داچې وروسته نه یمه پاتې شوې، بلکه خپله پوره پوره ازادي مې لاس ته راړېده. والسلام |
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۲۳-۰۱-۲۰۱۰