په خاوره د افغان بیا کوم مغل ایښی قدم دی

راپورته شه خوشحاله که راځې دغه دې دم دی

 

ملالې ټپې نشته اکبر خان په خوب ویده دی

پامیر له غمه ژاړي اباسین خپه خپه دی

 

بکوا سور سیلاب وړی دی کابل پرهر پرهر دی

کوم چا درته په سرو لمبو سېځلی پیښور دی

 

کنړ دی تالا شوی نښترونه ځوانیمرګ شول

سپین غره کوترې تللي چنارونه ځوانیمرګ شول

 

خبر نه يې خوشحاله نن افغان دبل غلام دی

راځه توره راواخله ضرورت درته د قام دی

۱۷-۱۰-۲۰۰۹

کرخ هرات