څیړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتګار
د روهیلکهنډ نوابان:
د هند په تاریخ کې د روهیلکهنډ د پښتنو نوابانو دوره د پښتنو د تاریخ یوه ځلانده دوره تېره شوې ده. په هند کې د روهیلکهنډ د نوابانو سلسله د پاني پت له جګړې نه مخکې پیل شوې و. د تاریخي شواهدو له مخې د روهیلکهنډ د نوابانو مشر او بنسټ ایښودونکى نواب علي محمد خان دی. « نواب علي خان د روهیلکهنډ د پښتني ریاست باني دی. دی زړه ور او عاقل سړی و … د هندوستان د روهیلکهنډ سیمې د پښتني ریاست دغه باني او دهغې سیمې د پښتنو مشر د خپلو نورو حربي سیاسي او اجتماعي مهارتونو او ښو خواصو تر څنګ د پښتو ژبې شاعر هم و». (۱)
چارلس همیلتن په خپل کتاب (The Rohella Afghan)« په هندوستان کې د روهیله پښتنو د ترقي او زوال تاریخي داستان» کې د روهیلکهنډ دجغرافيايي موقعیت په باب داسې لیکلي دي : « دمغولو د سلطنت په ورانېدو، چې په هندوستان کې کوم مختلف واړه واړه آزاد حکومتونه جوړ شول، په دې کې یو حکومت د کوتاهر په سیمه کې هم جوړ شو، چې په وروستیو وختو کې بیا په عام طور دا حکومت د روهيلکهنډ په نوم مشهور شو، که څه هم د حکومت دخپل قوت او سرحدونو په لحاظ یو وړوکی حکومت نه و.
د روهیلکهنډ دا حکومت د ګنګا د سیند ختیځې غاړې ته د اودهـ صوبې او د شمالي غرونو د لومړۍ سلسلې په منځ کې پروت و، دغه غرونه، چې عموماً د کماوون غرونو په نامه يادېږي . د روهیلکهنډ د حکومت د خاورې نقشه که مونږ جوړه کړو، نو ددې نه یوه بې قاعده غوندې درې ګوټیزه نقشه جوړېږي، چې دوو غاړو ته ترې د ګنګا سیند او دکماوون د غرونو سرحد پروت دی. مطلب دا چې د نوموړي مملکت د اوږدولي او پلن والي صحیح اندازه ټاکل ګرانه غوندې خبره ده، التبه په سرسري طور د دوی منځنى اوږدوالى تقریباً (۱۸۰) میله او له ټولو څخه زیات پلنوالى یې تقریباً (۹۰) میله دی. کوم پلنوالى، چې بیا ورو ورو کمېږي او د هردوار په اخیر سر کې ختمېږي، او هلته چې د ګنګا سیند یې د شمالي غرونو په منځ کې بهېږي.
د روهیلکهنډ د حکومت دا خاوره چونکې د معتدلې آب و هوا په منځ کې پرته او مختلف ښکلي سیندونه په کې تېرېږي نو له دې امله په عام طور یو غني او زرخېزه مملکت دى او ډېر مشهور ښارونه په کې آباد دي چې اولاه، بریلا، مراد آباد او رامپور په کې د ستاینې وړ دي» . (۲)
نواب علي محمد خان د روهیلکهنډ دنوابانو مشر او موسس دی. په روهیلکهنډ او د هغه شاوخوا سیموکې دغه حاکمیت په ۱۷۳۷ز کال کې رسماً پېل شو او ددغو نوابانو حاکمیتونو تر ډېرو کلونو پورې دوام وکړ. د روهیلکهنډ دنامتو پښتنو نوابانو له جملې څخه نواب علي محمد خان، نواب حافظ رحمت خان، نواب محبت خان او نور پښتانه نوابان دي، په لاندې ډول د هر یو دحاکمیت او واکمنۍ په اړه لنډ معلومات وړاندې کېږي :
نواب علي محمد خان ( ۱۷۳۷ز – ۱۷۴٨ز) :
د وروستیو گورگاني پاچاهانو په زمانه کې په تېره بیا د محمد شاه د حاکمیت په وخت کې د هند په مختلفو برخو کې د پښتنو اونورو قومونو خپلواک اوخود مختار حاکمیتونه پېل شول، په دې لړ کې په روهیلکهنډ او د هغه په شاوخوا سیمو کې په ۱۷۳۷زکال کې نواب علي محمد خان د نورو پښتنو په ملاتړ یو خپلواک ریاست جوړ کړو.
د نواب علي محمد خان پلار داودخان نومېده، هغه د مغلو په پوځ کې یو پوځي سړى و، ګورګاني دولت د هغه د پوځي خدمتونو په بدل کې ورته په بدایون سیمه کې یو جاګیر ورکړی و. د نواب علي محمدخان او د داود خان د اړیکو په اړه لنډ معلومات وړاندې کېږي : « کله چې داود خان د بدایون د واکمن ( مدار سنګهـ ) په گومارنه پرچو محله برید وکړ، هغه سیمه یې ونیوله او دهغې سیمې په یوه کلي کې، چې بانکولي نومېده، پر یویتیم یسیر کوچني هلک پېښ شو، هغه یتیم یسیر یې له ځان سره خپل جاګیر ته راوست او په زوی والي یې ومانه، علي محمد خان نوم یې پرې کېښود، دغه علي محمد خان په پاى کې ته نواب علي محمد خان روهیله شو».(۳)
لکه څنگه چې مخکې وویل شول په روهیلکهنډ کې د نواب علي محمد خان ریاست د ۱۷۷۳ز او ۱۷۴۸زکلونو ترمنځ وو. پورتني کلونه د پاني پت له جګړې نه مخکې کلونه دي. څرنګه چې دا موضوعات او حوادث د پاني پت له جګړې نه وروسته کلونو سره مستقمې اړیکې لري، نو د همدې اړیکو په نظر کې نیولو سره ددې دورې څېړنه هم ضروري بولم. د نواب علي محمد خان دنوابۍ دوره نږدې یوولس کاله دوام وکړ. د نواب علي محمد خان د یوولس کلن حاکمیت په اړه ښاغلي څېړنپوه زلمي هېواد مل د هندي او افغاني معتبرو منابعو په استناد ژوره څېړنه کړې ده، چې ځینې برخې یې دلته وړاندې کېږي :
«علي محمد خان د داود پر ځای تر سردارۍ وروسته د څلورو پېنځو سوو سپرو او پلو روهیله لښکرو سره د کمایون د غرو له لمنو څخه وخوځېد او د مراد آباد حاکم عظمت الله خان ته ورغى او بیا یې له هغه ځایه څخه رخصت واخیست او د داود خان جایداد یې تصرف کړ.
څو کاله وروسته د علي محمد خان مقبوضه ځمکې د صالح محمد خواجه سرا په جاګیر کې راغلې او خواجه سرا علي محمد خان يې دې ته اړ کاوه چې داځمکې پرېږدي. علي محمد خان لومړی زیار ویوست، چې د مصالحت له مخې موضوع حل کړي، اما پوه شو چې له دې لارې خبره کوم حد ته رسي نو ژر یې د جنګ تیارى ونیولو خواجه سرا په منونا کې و، پرده یې له برید وروسته هغه وټکاوه. ټوله پرګنه یې له شتو او وسلو سره ترلاسه کړه، بیا آنولې ته متوجه شو. د آنولې له زمیندار سره تر جګړې وروسته یې دا سیمه هم ونیوله، او ددې سیمې په نیولو سره یې ثروت زیات شو. داخبار الصادید د کښنو پر اساس علي محمد خان آنوله د خپل دارالحکومت په توګه وټاکله او بیا یې خپل سړي ډيلي ته واستول او له وزیر ممالک قمرالدین خان او د ډيلي له دربار سره یې روابط ټېنګ کړل. د آنولې او بریلي پر شاوخوا سیمو کې د قبضې اسناد یې د ډيلي له درباره حاصل کړل او د وزیر ممالک د یو لیک په اساس یې د عظیم الله خان مرستې ته ودانګل اوکوم کار چې ورسپارل شوی و، هغه یې په موفقیت سرته ورساوه، د تاریخ روهیلکهنډ د لیکنې له مخې وزیر ممالک چې په دې مهم کې د علي محمد خان له کارنامو خبر شو، نو ډېر خوښ شو او په ۱۷۳۷زکال کې یې د ډيلي له درباره ( محمد شاه پادشاه) نه د نوابۍ خطاب وموند، نوبت او بیرغ ور عطا کړل او په شاهي دربار کې څه کالنى معاش هم ور مقرر کړى شو.
له راجه هرنند سره له جګړې وروسته یې د کټهیر ګردې سیمې ونیولې او تردې فتحې وروسته یې پر شاه آباد، مراد آباد، سنبهل، شاه جهانپور او بریلي پرګنو یې خپله قبضه ټېنګه کړه او څو ورځې وروسته یې ددغو ځمکو سند هم له بادشاهي دربار حاصل کړ، کله چې د بریلي له نظم و نسقه فارغ شو، نو یې پاینده خان له یو جمعیت سره پیلي بهیت ته واستاوه. نو معډي پاینده خان مقامي زمیندارو ته ماتې ورکړه اودغه سیمه هم دعلي محمد خان په ولکه کې شامله شوه. تردې وروسته نواب علي محمدخان د کمایون راجه ته متوجه شواو له څه پوځي کارواییو وروسته په ۱۱۵۴هـ ق (۱۷۴۱ز) کال کې نواب علي محمد خان دکمایون دغرونو ټول راجه ګان د ځان تابع کړل. پر الموړه او نورو غرنیو سیمو د دوی کامله قبضه وشوه. پر الموړې د روهیله وو د پوځ کښیو وخت ۱۱۰۰ هـ ق ( ۱۷۴۲ز) یا ۱۱۵۶هـ ق ( ۱۷۴۳ز) ښوول شوی دی.
تر دغو بریواو په روهیلکهنډ کې د یو پښتني ریاست تر قایمېدو څه موده وروسته د ډيلي دربار کې د ایراني امراوو د یو سازش له امله دنواب علي محمد خان او د ډيلي د دربار ترمنځ روابط خړ پړ شول او ددغې خړپړتیا له امله د کټهیر د پښتنو پر سیمو څه پوځي کاروايي هم وشوې. پر روهیله پښتنو دغه بادشاهي تاړاک په ۱۱۵۸هـ ق ( ۱۷۴۵ز) کال کې واقع شوی و، اما لږ وروسته یې د وزیر ممالک قمرالدین خان اود فرخ آباد د پښتون نواب قایم خان بنګښ په وساطت له بادشاه سره روابط بیا جوړ شول او محمد شاه مغلي باچا دی خپل دربار ته وباله، منصب یې بېرته ورته برحال کړ اوخلعت و فیل و اسپ اونوبت و نشان هرڅه یې بېرته ور حواله کړل. مګر په روهیلکهنډ کې د پښتنو د زیات قوت له ویرې یې دې پنجاب ته واستاوه او د سرهند صوبه دار یې مقرر کړ، او د نواب علي محمد دوه زامن عبدالله خان اوفیض الله خان یې د یرغمل په توګه وزیر ممالک ته وسپارل.
نواب علي محمد خان چې سرهند ته ولاړ، ددې سیمې او شاوخوا ګرده سرکش زمینداران يې وټکول . نواب علي محمد خان لا د سرهند صوبه دار و چې لوی احمد شاه بابا د ۱۱۶۱هـ ق ( ۱۷۴۸ز) کال د ربیع الاول په لومړۍ نېټه له لاهوره وخوځېد او سرهند ته متوجه شو.
لوی احمد شاه بابا مخکې له مخکې نواب علي محمد خان ته یو لیک لېږلى و چې ځان تسلیمۍ ته آماده کړي او ورسره یې ده ته دا وعده هم ورکړې وه، چې تا به دهند تر فتحې وروسته د هند وزیر مقر ر کړم. نواب علي محمد خان د بابا ددې لیک په باب له خپلو سردارانو سره مشوره وکړه. سرداران په دې راضي وو، چې بابا ته تسلیم شي. مګر نواب خپلو سردارنو ته دا ښووله چې ښايي احمد شاه بابا په هندوستان کې پاتې نه شي او مونږ ته نه ښايي چې د هندوستان له امپراتورانو سره دښمني وکړو.
د ډيلي له باچا محمد شاه سره هم دا ویره وه چې مبادا علي محمد خان له احمد شاه بابا سره ملګرى نه شي، نو یې د وزیر قمرالدین خان په مشوره ده ته د کټهیر د ملک سند له خپل فرمان سره واستاوه. علي محمدخان هم داموقع غنیمت وګڼله او په یوه هفته کې یې ځان تللو ته آماده کړ او له سرهند نه کټهیر ته ولاړ.
مورخان د نواب علي محمد خان له دې عمل څخه دا نتیجه اخلي، چې نواب د سرهند په بې دفاع پر یښودلو سره په غیر مستقیمه توګه له احمد شاه بابا سره مرسته وکړه.
نواب علي محمد خان کټهیر ته په راستنېدو سره خپلې ټولې ځمکې اوملکونه لاندې کړل. پر خپلو پخوانیو ځمکو او سیمو دنواب د قبضې لا یو کال تېر نه و، چې د استسقاء په ناروغۍ اخته شو. حال یې مخ په ښه کېدو نه و، بلکې د خرابېدو خواته روان و. دى د ملک د آینده انتظام په فکر کې و، تر خپلې مړینې دمخه یې خپل سرداران راوغوښتل او د خپلې نوابۍ پګړۍ یې د حافظ رحمت خان پر سر کېښوده، مګر حافظ رحمت خان ته ژړا ورغله اوپګړۍ یې له سر کښته کړه او د اسدالله خان پر سر یې کېښوده دا وخت د نواب دوه مشران زامن عبدالله خان او فیض الله خان په کندهار کې وو. دنواب علي محمد خان دا دواړه زامن، لکه چې دمخه یې بیان تېر شو، د ډيلي باچا د یرغمل په توګه قمر الدین خان وزیر ممالک ته حواله کړي وو. کله چې نواب علي محمد خان له سرهنده څخه روهیلکهنډ ته روان شو،نو وزیر قمر الدین خان دادواړه نوابزاده ګان له ځان سره سرهند ته بوتلل، د سرهند له فتحې سره سم دوی دواړه د احمد شاه بابا پوځ ته په لاس ورغلل او دواړه یې کندهار ته بوتلل .
لنډه دا چې نواب علي محمد خان روهیله بړیڅى د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۱۱۶۲هـ ق ( ۱۷۴۹ز) د شوال په درېیمه نېټه په آنوله کې وفات شو، او هورې خاورو ته وسپارل شو».(۴)
له پورتنیو واقعاتو او حوادثو نه څرګندېږي، چې هند ته د احمد شاه بابا له تګ نه مخکې د پښتنو نوابانو محلي حکومتونه جوړ شوي وو. په دې وخت کې د پښتنو لپاره ډېر ښه مناسب وخت و، چې یو ځل بیا په هند کې خپل حاکمیت اوتسلط ته عمومي بڼه ورکړې وای او یو عمومي مرکزي حکومت يې رامنځته کړى وای. دا د ټولو پښتنو او په ځانګړې توګه د روهیکهنډ د پښتنو یوارمان وو، خو په دې وخت کې په سیمه کې یو عمومي سیاسي بحران رامنځته شوى و، له یوې خوا په سیمه کې د خارجي استعماري قوتونو ترمنځ رقابتونه او جنګونه روان وو او له بلې خوا په سیمه کې داخلي قوتونه دخپلو شخصي اغراضو د لاسته راوړلو پر سر په جنګونو اوجګړو اخته وو. دهمدغو داخلي اوخارجي سیاسي بحرانونو له امله د پښتنو محلي حاکمیتونه په عمومي او سرتاسري حاکمیتونو باندې بدل نه شول او په خپل حال پاتې شول .
ځینې وختونه دهمدغو سیاسي بحرانونو، خارجي رقابتونو او جنګونو له امله پښتنو ته ډېر مالي او ځاني زیاتونه هم ورسېدل او د دوی همدغه محلي حاکمیتونه له ګواښ سره مخامخ شول.
نواب سعدالله خان
( ۱۷۴۸ز- ۱۷۶۲ز)
د روهیلکهنډ په نوابانو کې حافظ رحمت خان یو پوه، عالم او سیاسي شخصیت و او ددې توان او لیاقت يې درلود، چې خپل قوم او ټولنې ته خدمت وکړي او د دوی مشرتوب په غاړه واخلي. دحافظ رحمت خان همدې پوهې او لیاقت ته په کتوسره سره نواب علي محمد خان د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې ډېر ه ښه او پر ځای پرېکړه وکړه، چې د خپلې نوابۍ پګړۍ یې د حافظ رحمت خان پر سر کېښوده. مګر حافظ رحمت خان دا دنده دنواب علي محمد خان زوی نواب سعدالله خان ته وسپارله، په دې ترتیب سره د نواب علي محمد خان له وفات نه وروسته دهغه زوی نواب سعدالله خان د روهیلکهنډ دحکمران په توګه وټاکل شو، څرنګه چې هغه ځوان هلک و، نو دهغه دحکمرانۍ په وخت کې ډېر کارونه د نواب حافظ رحمت خان له خوا ترسره کېدل. په دې برخه کې څېړنپوه نصر الله سوبمن داسې یادونه کړې ده : « همدا پوه، مصنف، شاعر، ادیب او دتورې د ډګراتل و چې د روهیلکهنډ سمسوره سیمه یې د فرهنګ لوړې پوړۍ ته وچته کړه.
دغه نامتو حافظ رحمت خان چې د علي محمدخان د زوی نوا ب سعدالله خان دواکمنۍ په دوارن ( ۱۷۴۸ز- ۱۷۶۲ز) کې هم د روهیلکهنډ د سیاسي استحکام او فرهنګي لوړتیا لپاره پراخې هلې ځلې کولې او له هغې وعدې سره سم چې له خپل تره د زوی علي محمدخان سره یې د هغه په ژوند کې کړې وه، دسعدالله خان کلک ملاتړ وکړ».(۵)
د نواب سعدالله خان په څوارلس کلن حاکمیت کې د روهیلکهنډ ټولې سیاسي او پوځي چارې د نواب حافظ رحمت خان پر غاړه وې . څرنګه چې په دې دوران کې نواب سعدالله خان ځوان هلک و، په سیاسي او پوځي چارو کې دومره د تجربې خاوند نه و نو هغه یوازې په رسمي توګه د روهیلکهنډ حاکم و او په عملي چارو کې دنواب حافظ رحمت خان برخه ډېر وه. په دې چارو کې نه یوازې نواب حافظ رحمت خان خپل قوم او ولس ته د خدمت په لاره کې مالي او ځاني قربانۍ ورکړې، بلکې دهغه کورنۍ هم په دې لاره کې د قدر وړ خدمتونه ترسره کړي دي په دې اړه د پښتونخواه یو تاریخ پوه میا سید رسول رسا لیکي : « د روهیلکهنډ د پښتنو یوه درنه د مشرۍ، نوابۍ، او د خانۍ کورنۍ دنواب حافظ رحمت خان کورنۍ وه، نواب حافظ رحمت خان هغه ننګیالى دى، چې د پانې پت په درېیم فیصله کن جنګ کې داحمد شاه بابا په پره، د اسلام او پښتنو په نوم جنګېدلی او د خپلې اسلامي پیروۍ او پښتونوالي حق یې په ښه شان ادا کړی دی.»(۶)
له احمد شاه بابا سره د نواب حافظ رحمت خان او د روهیلکهنډ د نورونوابانو داړیکو او مرستو په اړه محقق عبدالطیف طالبي داسې لیکي : « د ۱۷۶۱زکال د جنورۍ پر شپږمه له مرهټه وو سردارانو سره سلا مشوره وکړه او د جګړې له ډګر نه د تللو نیت یې وکړ او د جنورۍ په اوومه نېټه « سدا شیور او بسهار» د مرهټه وو پوځونه ترتیب او منظم کړل او په ډېر پرتم پر هاتي سپور شو او د دراني لښکرو خواته یې د خپل پوځ د ورتلو حکم وکړ. دراني پاچا د هندوستاني پښتني امیرانو پوځي لیکې په دې ډول تنظیم کړې چې نجیب الدوله او شجاع الدوله یې د ملهار، هلکر اوجهنکو د مورچو په وړاندې او حافظ الملک او نواب احمد خان بنګښ او نور یې د ابراهیم خان کردي او د مرهټه وو د څو تنو سردارانو د مورچو په مقابل کې وټاکل . دمورچو ددغه ډول وېش له مخې هغه وخت چې د مرهټه وو د پوځ له لوري ابراهیم خان کردي له خپلې توپخانې سره حرکت وکړ نو لومړى د حافظ الملک حافظ رحمت خان د مورچې خواته متوجه شو او په یوه وخت کې يې د خپلو ټولو توپونو خولې پرانیستلې او د اورغورځوونکو ګولیو په ویشتلو یې پېل وکړ. دحافظ رحمت خان له لوري عنایت خان، دوندي خان، فیض الله خان او نورو روهیله پښتنو ځوانانو د مورچو قیادت کاوه.(۷)
له پورتنیو معلوماتو نه څرګندېږي چې د نواب سعدالله خان دحاکمیت په کلونو کې په هند کې ډېر مهم واقعات لکه د پانې پت تاریخي جګړه او نور تېر شوي دي. له دغو ټولو واقعاتو او حوادثو سره د روهیلکهنډ په سیمه کې سیاسي، اقتصادي او پوځي پرمختګونه منځته راغلل په دغو ټولو پرمختګونو کې د نواب حافظ رحمت خان او د هغه د کورنۍ برخه ډېره وه. په دې دوران کې د روهیلکهنډ سیمه د نواب علي محمد خان د زامنو د بې اتفاقیو له امله د روهیلکهنډ د نوابانو ترمنځ ووېشل شوه . ددغو حوادثو په اړه څېړنپوه عبدالرحیم ځدران لیکي : « له علي محمد خان نه شپږ نا بالغه زامن پاتې شول، د زامنو نومونه یې دادي : عبدالله خان، فیض الله خان، سعدالله خان، محمد یار، الله یار او مرتضی خان.
څه وخت چې د علي محمد خان زامن ژڼي شول، نو یو څه د خپلې بې عقلۍ، خو د خواهۍ له کبله او یو څه د نورو په لمسون او شیطانت په خپلو کې سره ولوېدل. د یوه بل په مخالفت یې پېل وکړ دغه کار د روهیلکهنډ آزادي په خطر کې واچوله. د روهیلکهنډ د بچ کولو او آزاد ساتلو لپاره د روهیلکهنډ مشورتي ډلې او مشرانو دا غوره وبلله چې د روهیلکهنډ اداره په مستقیمه توګه په ځانونو پورې وتړي هغه و چې د روهیلکهنډ مځکه یې په خپلو کې په دې توګه ووېشله، چې بریلي او پیلي بهیټ یې حافظ رحمت خان ته ورکړل، مراد آباد د دوندي خان په برخه شو، بدایون، او سټي کوټ او آهرات نومې ځایونه فتح خان، سردار خان او خان زمان په خپلو کې سره ووېشل دوی ټول روهیله مشران وو خو په ټولو کې حافظ رحمت خان او دوندي خان د خپلو زیاتو کار رواییوله له مخې د پوره یادونې وړ دي».(۸)
په روهیلکهنډ کې د نواب سعدالله خان په څوارلس کلنه واکمنۍ کې هر چا غوښتل چې دا لویه او مهمه سیمه په خپل کنټرول کې وساتي نو له همدې کبله په دې لنډه دوره کې ددې سیمې د ترلاسه کولو پر سر ډېر جنګونه او جګړې وشوې په دې ټولو شخړو کې نواب حافظ رحمت خان او د هغه کورنۍ اوملګرو ښه رول ولوبولو او روهیلکهنډ يې له <