څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار:

بابرنامه او پښتانه

          ظهير الدين محمد بابر د امير تيمور گورگان کورنۍ څخه دى . هغه د پنځلسمې ميلادې پېړۍ په پاى کې د منځنۍ آسيا د ځينو برخو ، افغانستان او هندوستان پاچا شو . بابر د خپلې واکمنۍ پر مهال خپل يادښتونه ليکلي دي ، چې له هغو يادښتنو څخه وروسته يو مشهور کتاب يعنى د توزک بابري يا بابر نامه په نوم جوړ شو .

          توزک بابري (بابرنامه) هغه معتبر او با ارزښت کتاب دى ، چې د پنځلسمې مېلادي پېړۍ په پاى کې ظهير الدين محمد بابر ليکلى دى . په دې کتاب کې بابر د خپل ژوند ټول واقعات په ډېره ساده او ريښتنې توگه بيان کړي دي . د بابر ژوند او کړه وړه ټول په ماورا النهر ، افغانستان او هندوستان پورې تمرلي دي . دا معتبر ماخذ ددې سيمې د تاريخ يوه برخه ده .

          په دې مقاله کې به لومړى د بابر د کورنۍ ، ژوند ، جنگونو او پاچاهۍ په اړه لنډ معلومات وړاندې کړو . بيا به د بابر نامې په او په پاى کې به په بابر نامه کې د هغو ليکنو په اړه څېړنه ترسره کړو چې د پښتنو او د پښتنو د سيمو په اړه ذکر شوي دي .

          ظهير الدين محمد بابر د شيخ عمر زوى او شيخ عمر د ميرزا ابو سعيد زوى ، ميرزا ابو سعيد د محمد ميرزا زوى ، محمد ميرزا د ميران شاه زوى او ميران شاه د امير تيمور زوى دى . د بابر مور قتلق نگار نومېږى، چې د يونس خان لور ده او يونس خان د مغلستان حاکم و ، چې د بابر د مور نسبي سلسله په پنځلس واسطو چنگيز خان ته رسيږي . (١)

          ظهير الدين محمد بابر د ١٤٨٣ز کال د فېبرورى پر ١٥ مه نېټه په آذربايجان کې زېږېدلى دى . کله چې هغه وزېږېد حضرت خواجه عبيدالله اصرار رحمة الله عليه ورباندې ظهير الدين نوم کېښود، څرنگه چې ددې نوم تلفظ د مغولو په ژبه اسان نه وو ، نو دى د بابر په نوم ياد او وروسته په همدې نامه مشهور شو . عمر شيخ د ٨٩٩ هـ ق کال د روژى په څلورمه – ١٤٨٣ز کال کې د ٣٩ کالو په عمر په انديجان کې له بام څخه ولوېد او مړ شو او بابر په ١٢ کلنۍ کې د انديجان د پاچا په حيث اعلان        شو . (٢)

          کله چې بابر د فرغانې په انديجان کې پاچا شو ، د هغه د خپلو خپلوانو ترمنځ د پاچاهۍ او حکمرانۍ پر سر ډېرې جگړې وشوې . د دغو جگړو له امله بابر ونشو کړى، چې خپله پاچاهي په انديجان کې ټينگه کړي . د بابر پاچاهۍ له ١٤٨٣ز کال نه وروسته په انديجان کې پيل کيږي او تر ١٥٠٤ز کاله پورې دغلته په ډېرو ستونزو او جنجالونو پاچاهي کوي او له همدې کال نه وروسته مجبوريږي، چې له فرغانې څخه افغانستان خواته حرکت وکړي . بابر له ١٥٠٤ز کال نه وروسته له آمو سيند څخه تېرېږي او د افغانستان خاورې ته داخلېږي . له همدې کال نه تر ١٥١٢ز کاله پورې تر کابل او پېښوره پورې رسيږي او دغه سيمې تر خپل کنترول لاندې راولي ، او بيرته د ماورالنهر خواته ځى . په ماورالنهر کې د مخالفتونو او جنگونو له امله مقاومت نشي کولى ، بيا د دوهم ځل لپاره په ١٥١٤ز کال کې د کابل په لور روانېږي او په کابل ، ننگرهار، باجوړ، سوات ، هشنغر، د افغانستان په جنوبې برخو ، کندهار، د شينوارو ، افريدو او وزيرو په سيمو کې ، په پنجاب او لاهور کې ډېر مهم جنگونه او قتلونه کوي او ځان هندوستان ته رسوي او په هندوستان کې له لودي پاچاهانو سره جنگونه پيلوي ، چې مهم او آخرنى جنگ يې د پاني پت جنگ و ، چې په ١٥٢٦ز کال کې پيل شوى وو ، په دې جنگ کې سلطان ابراهيم لودي ماتې وخوړه، بابر د افغانستان او هندوستان پاچا شو او د مغولي دولت اساس يې کېښود ، چې نژدې دوه سوه کاله يې دوام وکړ .

          دا کتاب (بابرنامه) د توزک بابري يا واقعات بابري په نومونو باندې هم مشهور دى . په دې کتاب کې له ٨٩٩ هـ ق کال نه تر ٩٣٥ هـ ق کاله پورې د بابر د جنگونو ، لشکر کشيو او د ژوند دحالاتو کيسې پکې بيان شوي دي . همدارنگه په بابرنامه کې ځينې هغه موضوعات شامل دي چې بابر پخپلو سترگو ليدلي . د سيمې جغرافيايي حالات د کليو ، ښارونو ، سيندونو او غرونو نومونه پکې راغلي دي . په دې کتاب کې د بابر ځينې ډېرې شخصي خصوصي او ځانگړې خبرې او خاطرې هم راغلي دي، لکه د شرابو څښلو مجلسونه او نور . د کتاب زياتره برخه جنگونو ته وقف شوې ده ، چې د جگړو کيسې او د نورو نويو ځايونو نيول ، په جنگونو کې د ورانولو ، سوزولو او وژلو کيسې په ډير عادي شکل سره ذکر شوي دي .

          بابر نامه د بابر په مورنۍ ژبه يعنى ترکي چغتايي ليکل شوى او د زمانې په تېرېدو سره په ډيرو بهرنيو ژبو لکه دري ، پښتو ، انگريزي ، روسي ، چاپاني ، فرانسوي ، تاجکي او نورو باندې ژباړل شوى دى . په افغانستان کې د بابر نامې دري ژباړه د معاون سرمحقق شفيقه يارقين لخوا په ١٣٦١ هـ ل کال شوې ده . دغه درى ژباړه په ١٣٨٦ هـ ل کال کې د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو مرکز لخوا چاپ شوه .

          د بابر نامې د نورو فارسى ژباړو په اړه ډاکټر محمد يعقوب واحدي داسې ليکي : ((دغه قيمتي اثر د نژدې څلورنيمو پېړيو په اوږدو کې ، څلور ځلې په دري ژبه ژباړل شوې ده ، چې په لاندې ډول دي:

          ١- د شيخ زين الدين خوافي ژباړه ، چې وفايي يې تخلص کاوه . دغه ژباړه د بابرنامې د هندوستان برخې پورې تړلى ده .

          ٢- د مېرزا پاينده محمد حسن غزنوي او محمد قلي مغولي حصاري ژباړه ، دا ژباړه په ٩٩٤ هـ ق – ١٥٨٦ز کال کې د جوناگر د حاکم بهروز خان په امر پيل شوه .

          ٣- د عبدالرحيم خان خانان ژباړه ، چې دا ژباړه د بابرنامې مکمله ژباړه ده او په ٩٩٨ هـ ق کال کې شوې ده .

          ٤- د طغاي مراد آخوند ختلاني البابخواني ژباړه ، چې د بخارا واکمن امير عالم خان ته اهدا شوې ده . دا ژباړه په ١٩١٢ ز کال کې پاې ته رسېدلې ده (٤) .

          د بابرنامې پښتو ژباړه : د بابر نامې پښتو ژباړه د بابري نظام په نوم په ١٣٨٣ هـ ل کال کې په پېښور کې د دانش خپرندويې ټولنې لخوا په ٢٠٨ مخونو کې چاپ شوې ده . ددې کتاب ژباړه                د ښاغلى  سيد عبدالله پاچا لخوا شوې ده . په دې کتاب کې د بابر د باچا کېدو کال ٥٩٩ هـ ق ښودل شوى دى ، حال دا چې بابر په ٨٩٩ هـ ق کې پاچا شوى دى . په دې کتاب باندې چا تقريظ نه دى ليکلى ، لازم و چې په دې ژباړه باندې د يويا دوه پوهانو او د نظر خاوندانو لخوا تقريظونه وړاندې شوى واى ، ځکه چې د تقريظ ليکونکي لخوا د کتاب ښېگڼې او تېروتنې په گوته کيږي او د کتاب علمي ارزښت نور هم زياتيږى ، زما هيله له ښاغلي ژباړونکي او خپرونکي څخه دا ده چې د کتاب په دوهم ځل چاپ کې دغو مسايلو ته جدي پاملرنه وکړي . (٤)

          ظهير الدين محمد بابر د شپاړلسمي پېړۍ په سر کې افغانستان ته داخل شو او ځان يې د کابل ديوالونو ته ورسوه. له بابر نه مخکې په کابل کې د امير تيمور د کورنۍ نورو واکدارانو حاکميت درلود.

          ((بابر د ٩١٠ هـ ق کال د ربيع الاول په اواخرو ، (١٥٠٤ز) کال کې له هندوکش څخه تېر شو            او د هوفيان له لارې د کابل خواته وخوځېد . محمد مقيم ارغوني په ښار کې محاصره شو، خو له څو ورځو نه وروسته د باقي چغانياني په وسيله له بابر څخه په امان کې شو او کندهار ته ولاړ او په دې ترتيب د کابل ښار د ٩١٠ هـ ق کال د ربيع الاول په اواخرو کې د بابر لاس ته ورغى )) (٥) .

          ((کله چې بابر کابل ونيو او خپل لاس يې تر غزني پورې وغځاوه . په دې وخت کې بابر د يوې پراخې سيمې خپلواک واکمن شو . خپل يو ورور ته يې چې جهانگير ميرزا نومېده ، ننگرهار او څه نور ځايونه ورکړل . هغه خانان چې له بابر سره له اوله په راتگ کې ملگري وو او اواره گۍ يې ورسره تيرې کړې وې ، چاته يې ولسوالي او چاته يې څو ټوټې ځمکه په واک کې ورکړه ، هېڅوک ځنى خپه نشول اونه يې ځينې شکايت کاوه (٦) .

          له پورتنيو ليکنو څخه په واضح ډول څرگنده شوه، چې ظهير الدين محمد بابر له ٩١٠ هـ ق کال – ١٥٠٤ز کال نه وروسته د پښتنو په سيمو کې حاکميت تر لاسه کړ او له همدې تاريخ نه وروسته د هغه اړيکې له پښتنو سره پيل شوې . د مقالې په دې برخه کې پر هغو موضوعاتو باندې څېړنه ترسره کيږي چې بابر د پښتنو په اړه په بابرنامه کې يادونه کړې ده .

          په کابل ښار او په شاوخوا سيمو کې يى له پخوا زمانو نه تر اوسه پورې د افغانستان مختلف قومونه ژوند کوي او په مختلفو ژبو خبرې کوي . د شپاړلسمې ميلادي پېړۍ په پيل کې کله چې بابر  د کابل ښار ونيو ، په هغه زمانه کې هم د افغانستان د نورو قومونو په څنگ کې پښتنو هم په کابل کې ژوندل کاوه او په پښتو ژبه يې خبرې کولې . ظهير الدين محمد بابر د کابل د مختلفو قومونو او ژبو په اړه وايي : ((په کابل کې مختلف قومونه ژوند کوي . په جلگو او درو کې ترکان ، ايماق او عربان، او په ښارونو او ځينو کليو کې د سارت قوم ژوند کوى ، او ځينو نورو کليو او ولسواليو کې پشه يي ، پراچي، تاجک ، برکي او افغانان (پښتانه) ژوند کوي . د غزني په غرونو کې هزاره او نکدري ژوند کوى . د دوى په منځ کې هغه کسان هم شته چې په مغولي ژبه خبرې کوي .

          په کابل کې خلک په لس – يوولسو لاندې ژبو باندې خبرې کوي :

          عربي ، فارسي ، ترکي ، مغولي ، هندي ، افغاني (پښتو) ، پشه يي ، پراچي ، گبري ، بره کي او لمغاني . تر اوسه دا څرگنده نه ده چې په کوم بل ولايت کې به هم دومره ډېر قومونه وى او په دومره مختلفو ژبو باندې به خبرې وکړي)) (٧) .

          بابر کله چې کابل ولايت او شاوخوا سيمې يې ونيولې ، د کندهار خواته يې حرکت وکړ ، غزني ، زابل او گردېز يې ونيول او د ننگرهار ، کنړ او لغمان په لور يى حرکت وکړ او له هغه ځاى نه يې د پېښور په لور خپلو يرغلونو ته دوام ورکړ . بابر پر ننگرهار او د پېښور په خيبر ، جم ، کوهاټ ، هنگو ، تهل او گومل علاقو باندې د خپلو يرغلونو په اړه په بابرنامه کې داسي ليکي :

          ((مونږ د ٩١٠ هـ ق کال د شعبان په مياشت کې له کابل نه د هندوستان د نيولو په نيت حرکت وکړ . د بادام چشمه او جيگده ليک سيمې ترمنځ مسافه مو په شپږ ځله دمه کولو کې پاى ته ورسول او بيا آدينه پورته ورسېدو . د گرمو سيمو ولايتونه او هندوستان ته نژدې سيمې مې هيڅ وخت نه وې لېدلي. نينگنهار ته په رسېدو سره مې نوې نړۍ وليده . ډول ډول بوټي ، ډول ډول ونې او ډول ډول مرغان مې وليدل . د خلکو رسم او رواجونه بل ډول وو ، ډېر حيران شوم . په واقعيت سره چې  د حيرانتيا وړ وو .

          ناصر ميرزا چې مخکې دغه ولايت ته رسېدلى و ، زما د خدمت لپاره آدينه پورته ورسېد . دوه، درې ورځې دلته مو دمه سره وکړ ، ددې سيمې سرتيري او هغه سرتيري چې وروسته پاتي وو، له مونږ سره يو ځاى شول . له شاهي نهر نه تېر شو او قوش گنبد سفلى (خوشگنبد سفالى) ته ورسېدو. د قوش گنبدنه مو حرکت وکړ او گرم چشمه ته ورسېدو . په دې ځاى کې زمونږ کسانو د گاگياني پيخى مشران د دوى له کاروان سره دير غمل په توگه نيولى وو . د لارو د لارښوونې لپاره مو پيخى له ځان سره ونيو . له يو دوه دمې کولونه وروسته له خيبر درې نه تېر شو او جام (جم) کې مو توقف وکړ .

          په نيمه شپه له دې ځاى نه حرکت وکړ ، سهار مهال د محمد پيخ کوتل نه تېر شو ، د غرمې په مهال مو په کوهاټ باندې حمله وکړه . په دې حمله کې ډېرې غواوې او مېښې زمونږ لاسته راغلې . په دې حمله کې يو زيات شمير افغانان (پښتانه) اسيران شول .

          له کهاټ (کوهاټ) نه مو حرکت وکړ ، د هنگو له لارى د بنگش پر لور وخوځېدو . د کهاټ             او هنگو ترمنځ يوه دره ده چې دواړو خواو ته پى غرونه دي . له دې لپاره چې ددې لارې څخه تير شو ، درې ته ننوتو. د کوهاټ او د هغه د شاوخوا سيمې ټول افغانان (پښتانه) د درې دواړو خواو غرونو ته ختلې وو. هغوى زمونږ پر ضد پاڅون کړى وو . په پاى کې د دواړو خواوو تر منځ جگړه پيل شوه . په يو وخت پر سل – يو سلو پنځو افغانانو (پښتنو) باندې حمله وشوه . د دوى يو شمير مو مړه او يو شمير مو ژوندي راوستل. فرمان مې ورکړ چې ټول اسيران ووژنئ او د دوى له سرونو څخه (کله منار) جوړ کړئ .

          په سبايې له دې ځاى نه وخوځېدو ، هنگو ته ورسېدو . ددې ځاى افغانانو (پښتو) د غره له يوې برخې نه ځان ته سنگر جوړ کړى و ، په کابل کې مې د سنگر نوم اورېدلى و . زمونږ د سر تېرو په رسېدو سره د پښتنو سنگرونه مو ونيول او نژدې د سل يا دوه سوو افغانانو ( پښتنو) سرونه موغوڅ کړل ، په دى ځاى کې هم يو کله منار جوړ کړ . له هنگو څخه مو حرکت وکړ يوې سيمې ته چې د تيل (تهل) په نوم يادېده ورسېدو . په دې سيمه کې هم ډېر سنگرونه مو ونيول ، د يو لوى تنگي نه تېر شو او بنو ته ورسېدو . کله چې بنو ته ورسېدو ، مونږ ته خبر راورسېد چې د شمالي غرونو په درو کې پښتنو قبايلو سنگرونه نيولي دي . د هغوى د ځپلو لپاره د جهانگير ميرزا په مشرۍ يو لښکر مې وليږه . دوى د کيوي پر سنگر بريد وکړ ، په يوه حمله مو د دوې سنگرونه ونيول او عام قتل يې پيل کړ. په دې جگړه کې يې د ډيرو پښتنو سرونه غوڅ کړل او په بنو کې هم مو يو کله منار جوړ کړ .

          د دغو غرونو له لمنو څخه مو کوچ وکړ ، لويديځ لورته چې د بنو او وشې، ترمنځ پروت دى ورسېدو. مازيگر مهال سپاره سر تيري د دشت کليو ته ورسېدل. جنگياليو سرتيرو په څو کليو کې حملې وکړې ، دوى د سوداگرو آسونه او رخت له ځان سره راوړل . له شپې نه تر سهاره او له سهار نه بيا تر شپې پورې دوى پر حيواناتو بار مالونه انتقالول . په دې ورځ چې مونږ په دې ځاى کې توقف وکړ ، جنگياليو بيا په کليو کې خپلو حملو ته دوام ورکړ ، د دشت له کليو څخه دوى غواگانې او پسونه په ولجه ونيولې . همدارنگه دوى له افغان سوداگرو سره هم مخامخ شول ، له دوى نه يډير ، رخت، قند ، نبات او تجارتي آسونه يې ونيول . زمونږ سرتيرو هندي مغول او خواجه خضر نوحانې چې نامتو افغان سوداگران وو ، ووژل .

          په سبايې له دې ځاى نه هم موکوچ وکړ او د دشت سيمې نورو کليو ته ورسېد و او له هغه ځاى نه د گومل اوبو ته ورسېدو . له گومل سيند نه مخ په جنوب لورو خپل سفر ته دوام ورکړ . له دشت څخه مو کوچ وکړ ، له جنوب لوري نه د مهتر سليمان غرونو لمنو ته نژدې شوو . له دريو دمه کولو نه وروسته يوه کوچني کلي ته چې ((بېله)) نومېده ورسېدو ، دغه کلى د ملتان ايالت يوه سيمه ده، چې د سند د سيند پر غاړه پرته ده . (٨)

          له پورتنيو ليکنو څخه په واضع ډول څرگند شول چې بابر د پښتنو په سيمو کې د هندوستان خواته د لارې د پيدا کولو لپاره او د پښتنو په سيمو کې د مال دولت د لوټولو لپاره يرغلونه پيل کړل او خپل هدف ته هم ورسېد . د پښتنو پر سيمو باندې د هغه د لومړنيو حملو په نتيجه کې هغوى ډېر مال او دولت ترلاسه کړ او د نورو يرغلونو لپاره ولى ښه ځان آماده کړ . همدارنگه په دغو بريدونو کې هغوى ته د سيمې حالات او د پښتنو مقاومت او زور هم معلوم شو . د پښتنو په سيمو کې د بابر د لومړنيو عملياتو د بيان په برخه کې څو ځايه د افغانستان د نوم ذکر هم راغلى دى . په بابر نامه کې د افغانستان د يادولو موخه د پښتنو هغه بېلابېلې سيمې دي، چې پورته يادونه وشوه . د بابر په دې عملياتو کې د سيمې يو ملک له دوى سره د لارښوونکي په ډول گرځېدل . ددغه سيمه ييز لارښود په اړه بابر داسي ليکي : ((ملک بوسعيد چې په ټول افغانستان کې بلد و او ټول ځايونه يې ښه پيژندل او ددې لښکر لارښوونکى او مشاور هم و، يو وړانديز يې وکړ او ويې ويل، چې لږ مخکې ښې خواته يو غر پروت دى . که افغانان (پښتانه) د دغه څخه بل غر ته تېر شي ، بيا مخې ته بل غر راځې . مونږ کولى شوه چې وړاندې هغه درېيم غر محاصره کړو او دغه ټول پښتانه ژوندي ونيسو )) (٩) .

          د بابر نامې په ازبکي متن کې هم د افغانستان نوم په همدې معنى ذکر شوى دى . زما نظر دا دى چې په هغه زمانه کې په کومو سيمو کې چې پښتانه اوسېدل هغو سيمو ته افغانستان ويل کيده په ټوله بابرنامه کې پښتانه د افغان او افغانانو په نوم ذکر شوي دي .

          ظهير الدين محمد بابر له ٩١٠ هـ ق کال نه تر ٩١٣ هـ ق کال پورې په کابل ، لغمان ، کنړ ، ننگرهار او پېښوره پورې خپلو يرغلونو ته دوام ورکړ . له پيښور نه يى د افغانستان د جنوبي ولاياتو خواته حرکت وکړ . لومړى يې خوست او گردېز ونيو او د غزني خواته يې حرکت وکړ . تر غزني پورې له بابر سره کوم قوي جنگ او مقاومت نه دى شوى . د غزني د کټواز په سيمو کې د بابر او پښتنو ترمنځ سخت جنگونه وشول . په بابر نامه کې د دغو جگړو په اړه داسې ليکل شوي دي : (( له سرده نه مو حرکت وکړ، د شپې په تياره کې د کټواز دښتې ته ورسېدو ، د شپې تياره ، چې ځمکه هم اواره وه او کومه غونډۍ او غر هم له تر سترگو نه کېده ، او لاره هم هېچا ته معلومه نه وه . هېڅ څوک نه پوهېده چې کوم خواته ولاړ شي ، په پاى کې ما لاره پيدا کړه . حرکت مو وکړ ، خداى (ج) مونږ ته لاره برابره کړه او د قياقتو او اولابه تو سيندونو ته ورسېدو ، د شپې مو دلته دمه او خوب وکړ ، سهار وختى له دغه ځايه مو حرکت وکړ ، لمر ختلى و ، چې د غونډيو له منځ نه اوارو سيمو ته ورسېدو ، په دې ځاى کې د افغانانو (پښتنو) د اوسېدو ځايونه ښکاره شول ، په دوى باندې مو عمومي يرغل پيل کړ . په دې يرغلونو کې ډېر شمېر پسونه زمونږ لاسته راغلل تر دې وخت پورې په هيڅ حمله کې دومره پسونه مونه وو ترلاسه کړي . کله مو چى پسونه ځاى په ځاى کړل له هر لوري پښتنو پر مونږ باندې حملې پيل کړې، جگړه پيل شوه ، په دې ځاى کې ټول پښتانه مو ووژل او د دوى له سرونو نه مو کله منار جوړ کړ . (١٠)

          له ٩١٣ هـ ق کال نه تر ٩٢٥ هـ ق کال پورې بابر په هرات ، کندهار ، غزني او د افغانستان په نورو ولاياتو کې په جگړو بوخت وو . په دغو کلونو کې له پښتنو سره په ځينو ځايونو کې څو جگړې شوې دي ، چې ډېر مهم جنگونه دي . په ٩٢٥ز کال کې بابر د کونړ له لارې نه پر باجوړ باندې حمله وکړه ، د باجوړ خلکو ته يې ډېر مالي او ځاني تلفات ورسول . بابر په بابرنامه کې ليکي (( د ٩٢٥ هـ ق کال د محرم په څلورم تاريخ د پنجشنبې په ورځ امر وشو، چې ټول سرتيري ، پوځې جامې واغوندي ، وسلې واخلي او سپاره حرکت وکړي . په همدې ورځ دوى د باجوړ کلا ته ورسېدل ، د کلا په شاوخوا کې پښتنو د اوبو ډندو نه جوړ کړي وو ، کله چې زمونږ سرتيري له اوبو څخه تېر شول غوښتل يې چې کلا ته ننوزي ، په دې وخت کې د پښتنو سل – يو نيم سل تنه پياده له کلا څخه ل باندې، ووتل او جگړه پيل شوه ، له لنډې مودې جگړې نه وروسته سرتيري بېرته کلا ته ننوتل ، تر ماښام پورې جگړه روانه وه، فرمان مې ورکړل چې اوس ماښام دى ، ټول پوځونه بايد ، سهار د حملې لپاره ځانونه تيار کړي .

          د جمعى په ورځ د محرم په پنځم تاريخ د سهار د فرض لمانځه پر مهال امر وشو، چې د جگړې نغاره دې وغږول شي ، د نغارې په غږولو سره ټول سرتيري له خپلو ځايونو څخه پورته شول او کلا خواته يي په يرغل پيل وکړ. د دوه – درى ساعتونو په موده کې ټول کلا ته داخل شول او د باجوړ کلا فتحه شو.

          څرنگه چې د بجور (باجوړ) خلک ياغي وو ، پر ياغي توب سربېره د دوى په منځ کې د کفارو رواجونه ډېر شوي وو ، او د اسلام دين په دوى يې کمزورى شوى و ، له همدې امله دوى ماتې وخوړه او ټول ووژل شول او د دوى ماشومان او کورنۍ يرغمل شوې . په دې جگړه کې نژدې درې زره پښتانه ووژل شول ، د کلا په ختيځه برخه کې دومره جگړه نه کېده له همدې کبله ډېر خلک له همدغې لارې نه په تيښته بريالي شول .

          د بجور (باجور) له جگړې نه زما زړه بى غمه شو ، دسه شنبې په ورځ د محرم په نهمه نيټه د باجوړ نورو درو ته ولاړو ، او فرمان مې ورکړ چې په يوه لوړ ځاى کې ددې سيمې د مړو شو يو خلکو له سرونو څخه يو کله منار جوړ کړي)) (١١) .

          د باجوړ له جگړى نه وروسته بابر د پښتنو په سيمو کې خپلو يرغلونو ته دوام ورکړ . لومړى بابر پر سوات او هشنغر باندې خپلو يرغلونو ته دوام ورکړ او په سوات کې د ملک شاه منصور له لور سره يې واده وکړ . ددې سيمې له نيولو نه وروسته بېرته کابل خواته وخوځيده او ځينې کسان يې د پښتنو په سيمو کې پاتې شول . هغه په کابل کې د هند د نيولو لپاره پلانونه جوړول .

          بابر په بابرنامه کې له ملک شاه منصور يو سفزيي سره د خپلو اړيکو په اړه داسي ليکي : ((ملک شاه منصور د ملک سليمان شاه زوى ، يو سفزى پښتون دى ، د يو سفزيو قوم د خپلو خلکونو مشرانو په مشوره له مانه غوښتنه وکړه، چې د ملک شاه منصور له لور سره واده وکړم )) (١٢)

          ظهير الدين محمد بابر په ٩٢٦ هـ ق کال کې د کاپيسا، لغمان، ننگرهار او کنړ ولايتونو په مهمو ځايونو کې سفرونه وکړل . د بابر په دې سفرونو کې کوم خاص جگړه نه ده پيښه شوى. ددې سيمې خلکو له بابر شاه سره د ملاتړ او همکارۍ اعلان وکړل . بابر ددې سفر په اړه په بابرنامه کې داسى يادونه کړې ده : (( د ٩٢٦ هـ ق د محرم مياشتې په لومړۍ نېټه د شنبې په ورځ خواجه سياران ته ورسيد . د نوې ويالې ترڅنگ چې د يوې کوچنۍ غونډۍ په سر کې جوړه شوې وه د شراب څښلو مجلس جوړ شو . په بله ورځ رېگ روان خواته مو حرکت وکړ ، د بلبل سيد قاسم کورته لاړو او د شراب څښلو مجلس موجوړ کړ . د پنجشنبې په ورځ د نجر او د تاجکانو کلي ته ورسېد . د جمعې په ورځ د ښکار لپاره هغه غره ته ولاړ، چې د چهل قلبه او آب باران کليو ترمنځ پروت دى . په دې ځاى هوسيو ښکار وکړو . بيا په بله ورځ د نجراو خلکو شپېته مثقاله زره زر د تحفې په ډول مونږ ته راولېږل .

          د دوشنبې په ورځ د لمغان د سياحت لپاره مو تيارى ونيو . په همدې ورځ او لوغ ته ورسېدو. ښکاريانو د آب باران په سيمه کې کبان ونيول . مازديگر مهال په جاله کې کښېناستو او شراب مو وڅښل ، نا وخته ماښام له جالې څخه ښکته شو ، په ((خرگاه سفيد)) کې و هم شراب وڅښل . حيدر علي علمدار مونږ د داورتين کافرانو سيمو ته لارښونه وکړه ، د بادپخ مشرانو مونږ ته څو خيکه شراب د تحفې په ډول راولېږل او زمونږ خدمت يې وکړ . د جمعې په ورځ له مندراور څخه ښکته د غرونو لمنو ته ورسېدو . په دې ځاى کې د شپې لخوا د شراب څښلو مجلس مو جوړ کړ . د شنبې په ورځ په جاله کې سپاره شوه ، د ډرونټې له تنگې نه تېر شوو، له جهانمانه پورته له جالې څخه کوز شو . بيا باغ وفاته چې ادينه پور سره مخامخ پروت دى ولاړو . له جالې څخه د کوزېدو پر مهال د نينگنهار د تومان حاکم قيام اردو شاه زمونږ هر کلي ته راغى او زمونږ خدمت يې وکړ . د شنبې په ورځ د ښکار لپاره هغه غره ته ولاړو چې د اليشنگ او الينگار ترمنځ پروت دى . د يوې خوانه د الينگار خلکو او بلې خوانه د اليشنگ خلکو په ښکار کې له مونږ سره مرسته وکړه . ډېرې هوسۍ مو ښکار کړلې . په الينگار کې د ملکانو باغ ته ورسېدو ، او د شراب څښلو مجلس مو جوړ کړ . د سه شنبې په ورځ بيرته کابل خواته وخوځيدو )) (١٣)

          له پورتنيو ليکنو څخه څرگنده شوه چې بابر د پښتنو په پورتنيو ولايتونو او سيمو کې د گرځېدو په وخت کې له کومې ستونزې سره مخامخ نشو او د هغه د گرځېدو په وخت کې کومه جگړه هم پېښه نشوه . له دې نه څرگنده شوه، چې تر دې نيټې پورې په دغو سيمو کې ټولو خلکو د بابر حاکميت منلى و، او حتى له هغه سره د همکارۍ لپاره هم حاضر شوي وو .

          بابر په ٩٣٢ هـ ق کال کې د هندوستان د نيولو لپاره د کابل نه حرکت وکړ. هغه د کابل نه ننگرهار، بيا پېښور او له پېښور نه سند ته ځان ورسوه ، خو په دې باندې بريالى نشو، چې هندوستان ته ځان ورسوي ، بېرته کابل خواته وخوځېد . بابر ددې سفر په اړه په بابرنامه کې مفصل معلومات وړاندې کړي دي چې دلته ترې د بېلگې په ډول څوټکى وړاندې کوم : (( د ٩٣٢ هـ ق د صفر لومړۍ نيټه د هندوستان د سفر په نيت د کابل نه مو حرکت وکړو . بلې جمعې ته چې د صفر د مياشتې اتمه نېټه وه گندمک ته ورسېدو ، د شنبې په ورځ باغ وفا ته ورسېدو ، د همايون او عسکر پخاطر په باغ وفا کې څو ورځې پاتې شوو . د دوشنبې ورځ په هغه نوى باغ ته چې د سلطان پور او خواجه رستم ترمنځ جوړ شوى ، ورسېدو . د چهارشنبې په ورځ له هغه ځاى نه په جاله کې سپاره شو او قوش گنبد ته ورسېدو ، د شپې مو له هغه ځاى نه حرکت وکړ او على مسجد ته ورسېدو . د همدې مياشتې په ٢٨ مه نېټه د سند سواحلو ته ورسېدو )) . (١٤)

          د بابر په دغه سفر کې هم د پښتنو په سيمو او د کابل نه تر سند پورې کوم مهم جنگ پيښ نشو . خو هغه خپل هدف چې د هند نيول وو تر لاسه نکړ او بيرته کابل خواته وخوځېد او د هند د نيولو لپاره يې بيا تيارى ونيوه .

          بابرنامه يا توزک بابري په دريو برخو وېشل شوى دى . يوه برخه يې د ماوراء النهر برخه ده، چې په هغه کې ماوراء النهر پورې اړونه واقعات ثبت شوي دي ، بله برخه يې د هندوستان برخه ده چې په هغه کې هندوستان پورې اړوندى پيښى ثبت شوي دى . درېيمه برخه يې د افغانستان برخه ده، چې په دري ژبه ژباړل شوى دى . د بابرنامې د هندوستان په برخه کې له د پښتنو سره د بابر د اړيکو په اړه ډير موضوعات ثبت شوي دي . په دې برخه کې زما وړانديز او نظر دا دى، چې د بابرنامې نورې برخى هم د افغانستان د علومو اکاډمۍ د علمي غړو لخوا په پښتو او دري ژبو وژباړل شي. زما بل وړانديز دا دى چې د بابر نامې اوسنۍ دري ژباړه هم بايد په پښتو ژبه وژباړل شي .

          په دې مقاله کې کوم موضوعات چې په بابرنامه کې د پښتنو او د پښتنو د سيمو په اړه ثبت شوي وو ، تر يوې اندازى پورې په لنډه توگه ورباندې څيړنه او تحليلونه وړاندى شول . که په دې برخه کې ژوره او هر اړخيزه څېړنه ترسره شي د پښتنو د تاريخ په برخه له دې نه يو ښه څيړنيز کتاب لاسته راځي. په دې برخه کې هم زما وړانديز دا دى ، چې په بابر نامه کې د بابر او پښتنو اړيکې د يوې علمي پروژې په بڼه په ژوره توگه وڅيړل شي .

منابع او ماخذونه

          ١- پوهاند عبدالحى حبيبي ، ظهير الدين محمد بابر ، کابل ، ١٣٥٠ هـ ل ، (١٠ مخ) .

          ٢- استاد خليل الله خليلي ، آرمگاه بابر ، کابل ، ١٣٣٤ هـ ش ، (٩-١٠ مخونه) .

          ٣- واحدى ، کتابشناسى آثار ادبي ظهير الدين محمد بابر ، مجموعه مقالات سيمينار بابر ، کابل ، ١٣٦٣ هـ ش .

          ٤- پوهاند عبدالحي حبيبي ، ظهير الدين محمد بابر شاه ، د بيهقى کتاب خپرولو موسسه ، کابل، ١٣٥١ هـ ش . (صفحه ١١) .

          ٥- دو. م. ماسون ، او و. ١. رومودين ، ( د نوى زمانې په برخه کې) ، کابل مجله ، د ١٣٥٥ هـ ل کال د چنگاښ مياشت ، څلورمه گڼه ( ٣٥ مخ) .

          ٦- ظهير الدين محمد بابر ، بابرنامه ، مترجم : معاون سرمحقق دکتور شفيقه يارقين، اکادمى علوم ، مرکز زبانها و ادبيات ، ١٣٨٦ هـ ش ( ص ٤١) .

          ٧- پورتنى اثر ، (٦٤- ٧٠ مخونه ) .

          ٨- پورتنۍ اثر ، (٦٥ مخ ) .

          ٩- پورتنۍ اثر ، (١٥٥ مخ ) .

          ١٠- پورتنۍ اثر ، (١١٧ مخ) .

          ١١- پورتنۍ اثر ، (١٨٢ مخ) .

          ١٢- پورتنۍ اثر ، (٢٣٤- ٢٣٥ مخونه) .

          ١٣- پورتنۍ اثر ، (٢٤٠- ٢٤١ مخونه) .