څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار:
کاپيسا په توزک بابري يا بابرنامه کې
توزک بابري یا بابرنامه د افغانستان او سیمې هېوادونو د یو معتبر او با ارزښته ماخذ په توګه پېژندل شوی دی .
توزک بابري یا بابرنامه د ۹۰۱هـ ق – ۱۴۹۵زکال نه تر ۹۳۶هـ ق – ۱۵۲۹زکاله پورې د ظهرالدین محمد بابر له خوا لیکل شوی دی. بابر په دې کتاب کې د خپل ژوند نږدې ۳۵ کاله واقعات ثبت کړي دي . په بابرنامه کې د بابر د شخصي ژوند، سیاسي او پوځي پېښې همدارنګه د منځنۍ آسیا، افغانستان او هند د جغرافیايي وضعیت په اړه په زړه پورې معلومات وړاندې شوي دي. په بابر نامه کې د افغانستان د هغه مهال د تاریخي، جغرافیايي، سیاسي او پوځي واقعاتو په څنګ کې د کاپیسا او د هغه د شاوخوا سیمو په اړه هم ډېرې لیکنې تر سترګو کېږي. په دې مقاله کې د کاپیسا او د هغه د شاوخوا سیمو په اړه چې په بابرنامه کې يې یادونه شوې ده، تحلیلونه او تبصرې به وړاندې شي.
په پېل کې غواړم د بابر د اصل او نسب او کورنۍ شجرې په اړه لنډ معلومات وړاندې کړم : « ظهیر الدین محمد بابر د شیخ عمر زوی او شیخ عمر د میرزا ابو سعید زوی، سلطان ابوسعید د محمد میرزا زوی، محمد میرزا د میران شاه زوی او میران شاه د امیر تیمور زوی دی.
د ظهیر الدین بابر مور قتلق نګار نومېږي، چې د یونس خان لور ده او یونس خان د مغلستان حاکم و، چې د بابر دمور نسب په پنځلسم پشت کې چنګیز خان ته رسېږي».(۱)
ظهیرالدین محمد بابر د مور له خوا مغول او د پلار له خوا ترک دی ځکه چې د بابر د مور نسب سلسله چنګیز خان ته رسېږي، چې هغه مغول دی اود پلار سلسله یې امیر تیمور ته، چې امیر تیمور ترک دی.
« د ۱۵۰۴زکال په مني کې بابر د کابل دیوالونو ته لښکر را ورساوه په همدې وخت کې سره له دې، چې بابر د ځوانۍ په سپرلي نوی داخل شوی و، بریالی شو، چې دماتې او بري د جګړو او آواره ګیو لومړنۍ ښوونځی ووايي، په فعال ډول دا په منځنۍ آسیا کې په جګړو او سیاسي پېښو کې برخۍ واخلي.
کلـــه چې بابـــر کابــل ونیولو او خپل لاس یې تر غزني پورې وغځاوه، په دې وخت کې بابر د
یوې پراخې سیمې خپلواک واکمن شو».(۲)
تردې مهال پورې بابر د افغانستان ډېرې مرکزي سیمې ونیولې هغه دکاپیسا ولایت او ددې ولایت شاوخوا سیمې هم ونیولې او غوښتل یې، چې د افغانستان نورې سیمې هم ونیسي په همدې مهال هغه د کاپیسا ولایت د ځینو سیمو او خلکو په اړه په بابرنامه کې خپل ځینې خاطرات لیکلي دي .
د بابرنامې په یوه برخه کې د کاپیسا ولایت د نجراو ولسوالۍ د حیواناتو په اړه معلومات وړاندې شوي، وايي چې دنجراو په غرونو کې د « روبا پران» په نوم یو حیوان دی، چې د پیشو په اندازه ده او لکه شوپرک غوندې وزرونه لري . دغه حیوان اوس په افغانستان کې نه پیدا کېږي. په ځینو افریقايي هېوادونو کې اوس هم پیدا کېږي، همدارنګه په نجراو کې د لوچه یا بوقلمون ( فیل مرغ) په نوم یووحشي مرغه پیدا کېږي ددغو حیواناتو په اړه په بابرنامه کې داسې یادونه شوی ده :
« در کوههای نجراو روبا پران نیز وجود دارد چنان جانوری است که از گربه بزرگتر بوده در میان هر دو دست و پایش مانند بال شب پره پرده دارد. دایم آنرا می آوردند و می گفتند که از درختی به درختی دیگر به صورت نشیب بقدر پرتاب یک گز می پرد. من خودم پرواز آنرا ندیدم. بالای شاخ گذاشتم،. به چستی خزیده بالا شد. از آنجا پراندند، بال خود را به شکلی که بخواهد پرواز کند، گشود و بی آزار پایین آمد. درین کوهها پرنده لوچه هم وجود دارد که آنرا بوقلمون می گویند از سر تا دمش پنج شش رنگ بوده، مانند گردن کبوتر براق است. جثه اش به اندازه کبک دری است. شاید کبک دری هندوستان باشد. آن مردم روایت کردند، بدینگونه که در زمستان این پرنده به دامنه کوهها پایین می شود، اگر آنرا به پرواز آورند و از باغ انگور بگذرد، قدرت پرواز را از دست میدهد و آنگاه می گیرندش.
همچنان در نجراو یکنوع موشی وجود دارد بنام مش مشکین که از او بوی مشک می آید من آنرا ندیده ام».«۳»
د کاپیسا د مرکز محمود راقي په مربوطاتو کې دوه کلي دي، چې اوسمهال ورته کره تاز او دشت شاد خان بابا وايي او په بابرنامه کې د « کره تازیان» او « دشت شیخ» په نومونو یاد شوي دي . دغه سیمه دښته ده. په دې دښته کې د حیواناتو لپاره واښه او همدارنګه د پسرلي په موسم کې رنګارنګ د لاله ګلونه پیدا کېږي، په بابرنامه کې ددې سیمې د دوه دیرش ډولو لاله ګلونو نه یادونه شوې ده.
« در دامنه پایین تر ازین قریه ها و در بین کوه و آب باران دو پارچه دشت هموار افتاده است که یکی را کره تازیان و دیگر آنرا دشت شیخ می نامند. چون در تابستان ها علف « چیگین تاله» آن بسیار خوب می روید اتراک و ایماق در انجا می آیند. درین دامنه هر نوع لاله های رنگارنگ وجود دارد.
یکبار شمار کرده شد، سی و دو، سی و سه نوع لاله متنوع بود. یکنوع ازین لاله ها اندکی بوی گل سرخ میدهد و آنرا لاله گلبوی می نامند. این نوع لاله جز در یک پارچه زمین دشت شیخ، در هیچ جای دیگر نمیروید. همچنان پایینتر از پروان در همین دامنه یکنوع لاله صد برگ می روید که آنهم فقط در یک پارچه زمین که در محل برآمدن تنگی غوربند واقع است، وجود دارد».(۴)
په بابرنامه کې یادونه شوې ده، چې د کره تازیان او دشت شیخ ترمنځ یوه غونډۍ پرته ده، ددې غونډۍ په لمنو کې یوه ټوټه د ریګستان میدان دی، چې د خواجه ریګ روان په نوم یادېږي . اوسمهال دغه سیمه یوازې د ریګ روان په نوم یادېږي اود کاپیسا ولایت د کوهستان ولسوالۍ په دويمې برخې پورې مربوطه ده.
د ظهیر الدین بابر په زمانه کې د کاپیسا، پروان او پنجشیر ټولې ولسوالى د کابل ولایت پورې مربوطې وي د بابر نامې په یوه برخه کې د کاپیسا ولایت، د اله سای ولسوالۍ د کابل ولایت د یوې ولسوالۍ په توګه معرفي شوی دی او لیکي، چې د نجراو او اله سای ترمنځ کوتل کوره ته نږدې یو بل کوچنۍ کوتل دی، چې د پسرلي په موسم کې ددې کوتل څخه وحشي مرغان تېرېږي. په دې کوتل کې پچغان خلک ډېر مرغان ښکار کوي په بابرنامه کې ددغو مرغانو د ښکار طریقه هم ذکر شوې ده، چې اوسهال هم خلک د هماغه طریقې نه کار اخلي او مرغان ښکاروي.
بابرنامه د اله سای ولسوالۍ د انارو او انګورو په اړه يې هم یادونه کړې ده او وايي، چې ددې سیمې انار هندوستان ته ځي او له انګورو څخه یې شراب جوړوي.
په بابرنامه کې د کاپیسا ولایت د تګاو ولسوالۍ د «بدراو» کلي په اړه هم معلومات وړاندې شوي دي . وايي، چې د «بدراو» په سیمه کې دومره میوه نه پیدا کېږي او غله په کې ډېره پیدا کېږي. د «بدراو» په سیمه کې هزاره او پښتانه قومونه ژوند کوي او زیاتره د پښتنو مهمند قوم په دې سیمه کې اوسېږي.
په بابرنامه کې د کاپیسال ولایت د اله سای، تګاو، نجراو او بدراو په اړه داسې معلومات وړاندې کوي :
« از بلوک های کابل یکی هم بلوک اله سای است که از نجراو بقدر دو – سه فرسنگ فاصله دارد. از نجراو به طرف شرق، راه مستقیم بوده، به مجرد رسیدن به کوره، کوتل کوچکتری به سوی اله سای می براید که حد فاصلی است بین گرمسیر و سردر سیر. کوتل کوره در اوایل بهار گذر گاه پرنده گان است، از توابع نجراو مردم پچغان درین کوتل فراوان پرنده شکار میکنند. در جاهای مختلف معبر کوتل پناه گاه هایی از سنگ درست کرده اند و کسانیکه میخواهند پرنده شکار کنند، درین پناه گاهها می نشینند، یکطرف تو را پنج – شش گز دور تر محکم می نمایند، یکطرف تور را در زمین زیر سنگ می سازند، و در طرف دیگر تور تا نصف آن سه – چهار گز چوب می بندند. کسی که در پناهگاه نشسته یک سر چوب را بدست می گیرد و از سوراخ های پناهگاه چشم می دوزد، به مجرد اینکه پرنده گان نزدیک شدند، تور را بر می دارد، و پرنده گان خود بخود داخل تور می گردند.
با این تدبیر خیلی پرنده شکار می کنند. آنقدر مبالغه مینمایند که گاهی بقدری پرنده شکار میشود که برای سربریدن آن فرصت باقی نمی ماند. در آن ولایت انار اله سای مشهور است. اگرچه انار اعلی نیست، اما در آن ولایت بهتر از آن پیدا نمی شود، وتمام انار آنجا را به هندوستان می برند. انگورش هم بد نیست. شراب های اله سای نسبت به نجراو تند تر و خوشرنگ تر می باشد.
یکی دیگر بلوک بدراو است که در جوار اله سای واقع است و میوه هم ندارد. کارنده آن کافر بوده، غله می گیرند. آنچنان که صحرا نشینان خراسان و سمرقند مردم اتراک وایماق اند، صحرانشینان این ولایت هم هزاره و افغان اند.
عمده ترین این هزاره ها، هزاره سلطان مسعودی وعمده ترین افغان ها، افغان های مهمند است»،(۵)
په بابرنامه کې د کاپیسا ولایت د نجراو، لغمان، باجوړ او سوات د غرونو د لړۍ په اړه یادونه شوې ده او لیکي چې په دې غرونو کې دناجو، چلغوې، بلوط او زیتون ونې پیدا کېږي وايي، چې په دې غرونو کې د حیواناتو لپاره ښه واښه اوخوراک نشته.
همدارنګه په دې غرونو کې ځینې وحشي حیوانات او مرغان لکه طوطی - طاووس، بیزو، نیله ګاو او نور حیوانات پیدا کېږي. بابرنامه ددې غرونو د لړۍ په اړه لیکي :
« یکی دیگر کوه های نجراو و لمغانات و بجور و سواد است که دارای درختان ناجو و جلغوزه و بلوط و زیتون و خنجک بوده، علف آن مثل علف آن کوه ها نیست. اگر چه انبوه و بلند می روید، ولی علف بی فایده یی بوده برای آسپ و گوسفند سازگاری ندارد. اگر چه بقدر آن کوه ها بلند نیست و در نظر حقیر می نماید، ولی کوه های بسیار دشوار گذاری است و اگرچه در آن پشته های هموار به چشم می خورد، ولی همه پشته ها و کوه های آن سنگلاخ بوده، از هر جای آن نمیتوان با اسپ گذشت. درین کوه ها علاوه بر پرنده گان و جانوران هندوستان مانند طوطی و شارک و طاووس و لوجه و میمون و نیله گاو و کوته پای، آنچنان پرندهگان و جانوران مختلف دیگر نیز وجود دارد که حتی نام آن هم در هندوستان شینده نشده است».(۶)
ظهیر الدین محمد بابر په ۱۵۰۴زکال کې کابل او د هغه شاوخوا سیمې ونیول د همدې کال نه تر ۱۵۱۹زکاله پورې دهغه فتوحات د پنجاب تر سرحداتو پورې ورسید. کله چې بابر د پنجاب مهمې سیمې ونیولې په هغه ځایونو کې خپل نږدې خپلوان او ملګري مقرر کړل او دى بېرته کابل ته راغى نوموړى په کابل او شاوخوا سیمو کې په خپلو عیاشیو باندې مصروف شو.
« بابر د ۹۲۵هـ ق کال د صفر په ۱۶مه د پنجشنبې په ورځ، چې د ۱۵۱۹م کال د فبروری له ۱۷مه نېټې سره سمون خوري، د ابهیر او کاټلنګ د کوتل له لارې د سند سیند خواته ځیر شو او کله چې د سند له سیند څخه تېر شو، دغه وخت د لومړی ځل لپاره یې د هند په خاوره پښه کېښودله او د پنجاب د بهیره ولایت یې په خپل تصرف کې راوست، چې ددې ولایت د حاکم علي خان د دولت خان زوی و. بابر خپل پیغامونه ملا مرشد ایلچي په واسطه د هندوستان پادشاه سلطان ابراهیم بن سلطان سکندر افغان ته او د لاهور حاکم دولت خان بن تاتار ترکانو ( د تیمور اولادونو) پورې مربوط و، ونیول شو او ددې ځای خلکو د څلور سوه زرو شاهرخي ( تقریباً ۲۰ زره سترلنګ پونډ) د ورکولو په مقابل په امان کې پاتې شول او د ۹۲۵هـ ق کال د ریبع الاول په پنځمه د دوشنبې په ورځ ( د ۱۵۱۹م کال د مارچ اوومه) د بهیره ولایت یې هندو بیګ ته اود چناب ولایت یې حسین اکزاک ته تسلیم کړ او ضمناً یې دګهکر په قبیلې باندې، چې د سند او بهیره په منځ کې د کشمیر تر غرونو پورې و، حمله وکړه اود پرهاله د قصبې مرکز چې هلته تاتار ګهکر او هاني ګهکر حکمراني کوله، له خزانو او مالونو سره چور او تالان کړل او د ۹۲۵هـ ق کال د ربیع الاول په ۱۱مه د يکشنبې په ورځ ( د ۱۵۱۹م کال د مارچ په ۱۳مه) له بهیره څخه د کابل په لور روان شو او د بهیره او سند ترمنځ حکومت یې محمد علي جنګ ته وسپاره بابر د پېښور له لارې خیبر درې ته او له هغه ځایه د ګندمک له لارې تېر شواو د ۹۲۵هـ ق کال د ریبع الاخر په میاشت ( د ۱۹۱۵م کال په اپریل کې) یې کابل ته ځان ورساوه او د کابل په ارګ کې یې د شراب څښلو مجلسونه جوړ کړل».(۷)
څرنګه چې مخکې وویل شو، بابر کله چې د پنجاب د نیولو نه پس کابل ته راغي هغه په کابل اوشاوخوا کې په عیاشي باندې مصروف شو.
خواجه سه یاران چې اوسمهال د خواجه سیاران په نوم یادېږي د پروان ولایت مرکز د چاریکار په ښار کې یوه سیمه ده. سنجد دره هم د پروان ولایت یو سیمه ده. ظهیرالدین محمد بابر په ۱۵۱۹زکال په دغو سیمو کې ګرځیدلی او په بابر نامه کې په نوموړي سیمو کې د شراب څښلو او معجون خوړولو قیصې بیان کړي دي. همدارنګه هغه په دغو سیمو کې د یو لوی او اوږد مار د وژلو او د ماهیانو د ښکار قصې هم بیان کړي دي. بابر په دغو سیمو کې د خپلو عیاشو په اړه داسې وايي :
« پنجشنبه، نماز عصر برای سیر خواجه سه یاران و باران ودامن کوه سوار شدیم. نماز خفتن در ماما خاتون فرود آمدیم. فردایش به استالیف آمده توقف کردیم. آنروز معجون خورده شد.
روز شنبه در استالیف مجلس شراب دایر گردید. صباحی از استالیف سوار شده، از میان سنجد دره گذشته، نزدیک خواجه سه یاران رسیده بودیم که یک مار کلان بقطر ساعد و درازی یک قولاچ را کشتیم. از درون این مار بزرگ یک مار باریکتر برآمد که همه اعضایش درست بود و غالباً در همان نزدیکی بلعیده بوده است. این مار باریک اندکی کوتاهتر از مار کلان بود. از درون این مار باریک یک موش کلان برآمد که آنهم درست مانده، هیچ جايش حل نشده بود، در خواجه سه یاران آمده، مجلس شراب بر پا نمودیم. بولجارو فرمان ها نوشته، توسط کیجکینه تونقطار به بیگهای آنطرف فرستادیم که لشکر حرکت خواهد کرد، به بولجار مقرر شده اهتمام نموده، به مجرد رسیدن بیایند.
صباحی سوار شده، معجون خورده، در محل یکجا شدن دریای پروان طبق دستور این مردم، داروی ماهی را به دریای پروان انداخته، ماهی بسیار گرفتیم، میر شاه بیگ آش و آب کشید».(۸)
ګلبهار هم په پخوانیوزمانواوهم په اوسمهال کې دکاپیساولایت د مهمو ځایونو څخه شمېرل کېږي. کوه بچه او خم زرګر دکاپیسا ولایت دکوهستان ولسوالۍ د مهمو سیمو څخه شمېرل کېږي. بابر په خپله بابر نامه کې ددغو سیمو یادونه کړې ده او لیکلي یې دي چې هغه په دغو سیمو کې د شراب څښلو مجلسونه جوړکړى وو، ددې سیمې نه هغه بیا د چاریکارو سیمو ته سفر کړي او د هغه ځای نه بیا کابل ته سفر وکړو زه فکر کوم چې بیا يې د کاپیسا خواته کوم سفر نه دی کړى ځکه چې ددې نېټې نه وروسته د هغه سفرونه د هندوستان خواته پېل شو. بابر دکوهستان د خم زرګر اوګلبهار سیمې د سفرونو په اړه په بابرنامه کې داسې معلومات وړاندې کړي دي:
« ازینجا حرکت نموده، به گلبهار رفتیم. پس از نماز شام مجلس شراب دایر گردید. درین مجالس، درویش محمد ساربان شرکت می نمود. اگرچه جوان و سپاهی بود، ولی شراب نمی نوشید و تایب بود. قوتلوق خواجه گوکلتاش مدت مدیدی بود که ترک سپاهی گری نموده، درویش شده بود. عمرش هم زیاد و ریشش کاملاً سفید شده بود، (ولی) همیشه درین مجالس حریف شراب بود. من به درویش محمدگفتم : از ریش قوتلوق خواجه خجالت بکش . درویش پیر و ریش سفید، همیشه شراب مینوشد، ولی تو که سپاهی و جوانی و ریش کاملاً سیاه داری هرگز نمی نوشی. این چه معنی دارد؟ چون راه و روش من چنان نبود که به کسی که شراب نمی نوشد تکلیف شراب نوشی نمایم، لذا با همین قدر مزاح اکتفا نموده تکلیف شراب ننمودم صباحی صبوحی نمودیم.
روز چهارشنبه از گلبهار سوار شده، در دهکده آبون فرود آمده غذا خورده حرکت کردیم و به باغات خم (زرگر) رفته پایین شدیم پس از نماز پیشین مجلس شراب شد. فردایش از آنجا حرکت کرده مزار خواجه خاوند سعید را طواف نموده، آمدیم و از قلعه چینه در جاله نشستیم. در محل یکجا شدن رود پنجهیر، جاله به پوزه کوه خورده، شروع به غرق شدن نمود، به مجرد بر خورد جاله باکوه، روحدو تینگری قلی و میر محمد جاله بان در آب افتادند. با تشویش بسیار، روحدم وتینگری قلی راکشیده به جاله نشاندند. پیاله چینی و قاشق ودایره بزیر آب رفت. ازین جا گذشته روبروی سنگ بریده رسیده بودیم که جاله درمیان آب به کدام شاخ یا میخی که برای بند کوبیده شده بود، برخورد. شاه حسین شاه بیگ به عقب افتاده، میرزا قلی کوکلتاش را نیز با خود در آب انداخت. درویش محمد ساربان نیز در آب افتاد. میرزا قلی طوری افتاد، هنگام افتادن، کاردی را که برای بریده خربوزه در دست داشت. در بوریای بالای جاله خلانده افتاد. میرزا قلی به جاله نیامده. با چپان و لباس شنا کرده، برآمد. از جاله برآمده، آن شب درخانه جاله بانان ماندیم درویش محمد پیاله یی را که عیناً مانند پیاله هفت رنگ غرق شده در آب بود پیشکش نمود».(۹)
د پورتنیو لیکنو او څېړنو څخه څرګندېږي چې دکاپیسا ولایت او شاوخوا سیمې د هماغه زمانې نه تر اوسه پورې یوه مهمه سیمه ده دکاپیسا سیمه ددې دورې نه مخکې هم دمختلفو پاچاهانو دمرکز، په توګه پېژندل شوی .
په بابر نامه کې نه یوازې د کاپیسا او شاوخوا سیمو په اړه معلومات وړاندې شوي دي، بلکې دافغانستان د نورو مهمو سیمو او ښارونو په اړه هم په زړه پورې معلومات وړاندې شوي دي.
له همدې کبله بابرنامه د افغانستان او سیمې د منځنۍ پیړۍ د یو با ارزښته او غوره ماخذ په توګه پېژندل شوى دى .
منابع او ماخذونه
(۱) پوهاند عبدالحی حبیبی، ظهیر الدین محمد بابر، کابل، ۱۳۵۰هـ ل کال، ۱۰مخ.
(۲) د. و. م. ماسون او و . ا. رو مودین، (د نوی زمانې په برخه کې) کابل مجله، د ۱۳۵۵هـ ل کال، د چنګاښ میاشت، څلورمه ګڼه ( ۳۵- ۳۶مخونه).
(۳) ظهیرالدین محمد بابر، بابرنامه، مترجم معاون سرمحقق دکتور شفیقه پارفین، انستیتوت دیپلوماسی وزارت امور خارجه، کابل، ۱۳۸۸هـ ش، (ص ۴۸).
(۴) پورتنی ماخذ، ۴۸۱مخ.
(۵) پورتنۍ ماخذ، ۵۵مخ.
(۶) پورتنۍ ماخذ، ( ۵۶مخ).
(۷) محقق عبدالرحیم بختانی، بابر او پښتانه، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، ۱۳۸۶هـ ل کال، پېښور، (۹۷مخ).
(۸) ظهیر الدین محمد بابر، بابرنامه، (۲۱۷مخ).
(۹) پورتنۍ اثر، (۲۱۷- ۲۱۸مخونه).
(۱) پوهاند عبدالحی حبیبی، ظهیر الدین محمد بابر، کابل، ۱۳۵۰هـ ل کال، ۱۰مخ.
(۲) د. و. م. ماسون او و . ا. رو مودین، (د نوی زمانې په برخه کې) کابل مجله، د ۱۳۵۵هـ ل کال، د چنګاښ میاشت، څلورمه ګڼه ( ۳۵- ۳۶مخونه).
(۳) ظهیرالدین محمد بابر، بابرنامه، مترجم معاون سرمحقق دکتور شفیقه پارفین، انستیتوت دیپلوماسی وزارت امور خارجه، کابل، ۱۳۸۸هـ ش، (ص ۴۸).
(۷) محقق عبدالرحیم بختانی، بابر او پښتانه، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، ۱۳۸۶هـ ل کال، پېښور، (۹۷مخ).