څېړنوال عبدالرحيم بختاني خدمتگار :
کابل ته د سلطان ابراهيم لودي د تره سفر
په دې زمانه کې د افغانستان زياتره برخې د ظهير الدين محمد بابر په لاس کې و ، او د بابر مرکز د کابل ښار و . په هندوستان کې د لودي کورنۍ وروستي پاچاه سلطان ابراهيم لودي حاکميت درلود . د لودي کورنۍ او ددې کورنۍ ځينې حکمرانان کله چې د لوديانو د حکومت سره د ځينو سياسي مسايلو پر سر شخړه پيدا کيدل دوى د کابل حکومت خوا ته راتلل . په دې لړ کې د سلطان ابراهيم لودي د کورنۍ مهم غړې ، د سلطان ابراهيم لودي تره علاء الدين عالم شاه هم د ځينو سياسي او کورنۍ مسايلو پر سر د خپل وراره په مرور شو او کابل خوا ته يې حرکت وکړ .
له لودي کورنۍ سره د بابر د نښتو او مقابلې او د سلطان ابراهيم لودي د تره علاء الدين عالم شاه بن بهلول لودي د کابل د سفر په اړه بهادر شاه ظفر کاکا خېل په خپل کتاب (پښتانه د تاريخ په رڼا کې ) په زړه پورې او مفصله څېړنه کړې ده ، چې ځينې برخې يې دلته وړاندې کوو :
( د ابراهيم لودي په واقيعاتو کې د دولت خان لودي او علاء الدين عالم خان ذکر هم اهميت لري، ځکه چې د ابراهيم د مخالفت په لړ کې دې دواړو اميرانو داسې اقدام وکړ ، چې د هغې په نتيجه کې په هند کې د پښتنو سلطنت سقوط وکړ .
دولت خان لودي د هغه دريا خان لودي زوى و ، چې د هغه ذکر د بهلول لودي په واقيعاتو کې شوى دى . دولت خان لودي د ابراهيم لودي په وخت کې د پنجاب د صوبې گورنر او د لوديانو د کورنۍ يو نوميالى سپه سالار و او د دېر شو کالو راهيسې د لودي خاندان د پاچاهانو يو اعتباري امير و . ابراهيم اوس هغه ته نيت بدل کړو او ډهلي ته يې وبللو . ډهلي ته د تلو نتيجه څرگنده وه ، نو هغه پخپله لاړ نه شو ، خپل زوى دلاور خان يې ډهلي ته ولېږه . په دې خبره ابراهيم ډېر خپه شو او دلاور خان يې د ډهلي جېلخانې ته د سيل په نيت په دې غرض ولېږو ، چې د قيدي اميرانو حال په خپلو سترگو وويني او د پادشاه د مخالفت نه خپل پلار ووېروي .
د دولت خان زوى په جېلخانه کې قيدي اميران په داسې حالت کې وليدل ، چې د دېوالونو پورې ځوړند وو او تش د هډوکو پنجرې يې پاتې وې . هغه چي هلته څه وليدل ، د هغې نه هغه ته د خپل پلار او د خپلې کورنۍ انجام څرگند شو . ابراهيم خو هغه په دې غرض جېلخانې ته لېږلى و ، چې دى به ووېرېږي او خپل پلار به زما لاس ته کښېنوئ ، ولې د دولت خان زوى په څه چل ول د ډهلي نه په تېښته کې کامياب او چې څه يې ليدلي وو د هغې نه يې پلار خبر کړ . اوس د دوى لپاره د بغاوت نه بغېر بله لار نه وه .
ولې دولت خان لودي دا خيال وکړو ، چې که په څرگنده بغاوت وکړم ، نو د نمک حرامۍ داغ به ورباندې ولگي او که بغاوت نه کوم ، نو ابراهيم لودي مې په خير کې نه پرېږدي . نو هغه دا غوره کړه ، چې په ابراهيم لودي بل څوک بدنام شي او زه هم د بغاوت د الزام نه بچ شم . په دې سلسله کې هغه د ابراهيم لودي يو تره علاءالدين عالم شاه سره غوږ نږدې کړو. علاءالدين هم د ابراهيم دلاسه در په ديکو وو او په گجرات کې د يو پناگزين په ډول استوگن وو . دولت خان لودي هغه راوغوښتلو او هغه يې د ابراهيم لودي پرخلاف د بابر د مرستې په غرض کابل ته ولېږلو . د علاءالدين په تلو او د هغه په دعوت د بابر مړاوي اميدونه بيا تاند شول . د علاءالدين دا غرض و ، چې د بابر په مرسته به د ډهلي تخت حاصل کړم او د بابر دا اراده وه ، چې که علاءالدين بادشاه شي ، نو د پنجاب صوبه به زما شي . ولې د علاءالدين د دعوت باجود بابر په هند باندې په حمله کولو کې دوجاله و ، ځکه چې د بابر پوځي طاقت دومره نه و ، چې هغه د ابراهيم د بې شماره پوځ مقابله کړى وى او د علاءالدين د اثر رسوخ او اقتدار نه د هغه څه خاصه تمه نه کېدله . دغه وجه وه ، چې په دې موقع د درباى وعدو او لوظونو نه بغېر بابر څه عملي اقدام کولو ته تيار شو .
په بل لور دولت خان لودي اگر چه د نمک حرامۍ له خوفه له ابراهيم لودي سره مخ په مخ مقابله نه خوښوله ، ولې هغه چې د ابراهيم نه بدل اخيستو دپاره کومه لاره غوره کړه ، هغه هم په خپل نوعيت کې لويه غداري وه ، صرف شکل يې بدل و . هغه دا غلطي وکړه ، چې د ابراهيم نه د بدل اخيستو ذريعه يې د بابر حمله وگڼله . بابر ته د حملي د دعوت ورکولو په نتايجو هغه قطعي غور نه وکړى . د هغه دا خيال و ، چې بابر په حشر راولم او چې د ابراهيم د سلطنت پټى لوټي ، نو بابر به خپله برخه گېډى واخلي او پخپله مخه به لاړ شي او پټى به ماته او علاءالدين ته پاتې شي او هغه دې خبرې ته هډو فکر نه و کړى ، چې د بابر غوندې يو تزنېدلى او سختو نرمو وهلى سپاهي ، چې د هندوستان غوندې وسيع او زرخېز ملک فتح کولو ته تږى ناست وي ، په دې ځمکه خپلې وينې تويې کړي او د ابراهيم غوندې جابر او مقتدر دښمن زېر کړي ، نو هغه به د تيمور په شان صرف په لوټ تالان صبر وکړي ؟ . دا درسته ده ، چې په هندوستان باندې د تيمور حمله د مال او دولت په تلاش کې يو حېرانوونکى جبيټه وه ، چې په هغې کې حمله اور د ډهلي د ښار نه په نوي هاتيانو د لوټ مارو سامان بار کړى سمرقند ته وړى وو او دغه شان يې د ډهلي ښار تباه کړى و . د تيمور دا حمله د بابر نه سل کاله اگاهو په هند باندې شوې وه او هغه ددې په اصليت او نوعيت ښه پوه و . ولې د بابر او تيمور په طاقت او حيثيت کې ډېر فرق و . دغه وجه ده ، چې په ابتداء کې د هندوستان د فتحې خيال د هغه په تصور کې راغلى نه و او نه راتلى شو . دا جدا خبره ده ، چې هغه د هندوستان د فتحې اراده زما په زړه کې په کال کې د حکومت د اغاز سره پيدا شوې وه . ولې هر کله چې علاءالدين د هغه په خدمت کې حاضر شو او د هند د حملې دعوت يې ورکړ او په دې پسې سم د دولت خان لودي له خوا هم دغه شان دعوت ورکړ و ، نو د بابر تلوسې بيا راژوندۍ شوې او د پښتنو د بې اتفاقۍ په وجه هغه دې لوى قسمت آزمايۍ ته تيار شو او دا ځل قسمت د بابر ښه مرسته هم وکړه .
لکه چې مو وويل د بابر ددې حملې نه څه کم و زيات سل کاله اگاهو تيمور د مال و دولت او لوټ په غرض په هندوستان حمله کړې وه او د تيمور نه وړاندې هم په مختلفو زمانو کې د بابر نورو اسلافو (مغولو) د لوټ او تالان په غرض په پنجاب حملې کړې وې ، ليکن ددې حملو غرض د څه علاقو په خپل سلطنت کې شاملول نه وو ، ځکه چې تيمور او د هغه نه وړاندې مغول هم د ډېر لوى وسيع سلطنت خاوندان وو ، ليکن د بابر حالت د خپلو اسلافو نه جدا وو . بابر د خپل ابايي رياست نه محرومه شوى و او ددې رياست د حصول نه قطعي مايوسه و . د هغه په قبضه کې په افغانستان کې يوه مختصره علاقه وه او دا لنډ تنگ رياست د بابر د تلوسو او ارزوگاناو لپاره کافي نه و ، ليکن ددې باوجود ترڅو چې په هند کې د سلطان سکندر لودي حکومت و ، بابر په هند باندې د حملې تصور هم نه شو کولى . تر دې چې د ابراهيم لودي د حکومت په ابتدايي کلونو کې هم هغه نه په خپل ځان کې دا وس ليدو او نه يې دا توقع کېدله ، چې د هندوستان سلطنت ترلاسه کړي . اگر چه د کال ١٥١٩م په دوران کې هغه د اباسين نه په لمرخاته د پنجاب په علاقو کې د تاختونو اغاز کړى و او يو کال يې د باقاعده ماليې او محصول په غرض خپل څه معمولي پوځ هم په دې علاقو کې پرېښودلى و ، ليکن ددې ټولو خبرو نه د هغه غرض مال غنيمت حاصلول او په کابل کې پرې خپل ضروريات پوره کول وو ، ليکن هر کله چې د سلطان ابراهيم د پالېسۍ په نتيجه کې پښتانه په خپل مېنځ کې اخته شول او بابر يې هم په حشر راوبللو ، نو په دې شر کې هغه ته د خپل خير کلکه طمع پيدا شوه . بيا هم د بابر مقصد په خپل سلطنت کې صرف د پنجاب شاملول وو چې د هند په ټول سلطنت قبضه کول . ولې د بابر خوش قسمتي وه چې د بابر په حق کې حالات داسې موافق شول ، چې هغه يې د هند مالک وگرځولو . په هر حال دولت خان لودي هم خپل زوى دلاور خان کابل ته ولېږلو او بابر ته يې په هند د حملې دعوت ورکړو. ددې دعوت په ځواب کې بابر دولت خان لودي ته خلعت راولېږلو او په هند باندې يې د حملې تابيا شروع کړه او په کال ١٥٢٤م کې د کابل نه د هند په تکل راروان شو ، چې په اباسين راپورې وتو، نو دغه وخت دولت خان لودي هم د هغه په خدمت کې حاضر شو ، اوولس زره اشرفۍ او شل هاتيان يې د بابر په خدمت کې پېش کړل . له دولت خان سره د معاهدې نه پس بابر نوي پوځونه بهرتي کړل او خپل اعتباري اميران يې د ځان نه وړاندې د پنجاب د قبضې په غرض ولېږل او کوم وخت چې بابر لاهور ته ورسېد ، نو لاهور د چغتايي اميرانو په لاس فتح شوى و .
د بابر او علاءالدين ترمېنځ دا معاهده شوې وه ، چې که بابر د هند په فتح کولو کامياب شي ، نو د سرهند پورې علاقه به د بابر په حکومت کې شامله وي او د هند په نورو علاقو به د علاءالدين حکومت وي . په دې معاهده کې د دولت خان مطلب نه حاصلېده ، د هغه دا مطلب و چې د بابر په مرسته د ابراهيم معامله فيصله شي ، نو د پنجاب په صوبه کې به د هغه خودمختاري قاېمه شي . د بابر خپله اراده هم دا معلومېده ، چې هغه پنجاب په خپل رياست کې شاملول او د لاهور نه دويم کابل جوړول غواړي . دولت خان چې د بابر په اکرو پوه شو ، نو پخپله رويه پښېمانه شو . په دغه اثنا کې بابر ته په بلخ باندې اوزبکو د حملې خبر راغى ، نو هغه سمدستي په لاهور کې ښه حفاظتي پوځ پرېښود او پخپله په ډېره بيړه کابل ته لاړ . مقصد يې دا و ، چې د بلخ معامله به هم ختمه کړي او د پښتنو لوى پوځونه به هم بهرتي کړي او بيا به نوي سر نه د ابراهيم په تابيا لگيا شي .
چې بابر کابل ته لاړ ، نو دولت خان لودي او د هغه وراره غازي خان پوځونه جمع کړل او دا اراده يې وکړه ، چې په پنجاب کې د بابر له خوا متعين پوځونه بېرته وتړي . هغوى دا بندوبست هم کړى و ، چې د بابر پوځونه به دوو حصوکې گير کړي ، ليکن د دولت خان زوى دلاور خان د خپل پلار پرخلاف د باپر په مرسته په کلکه ولاړ و . هغه مغول پوځونه د وخت نه آگاهو خبردار کړل او دغه شان هغوى د تباهۍ نه بچ شول ، چې دولت خان د بابر د مرستې نه انکاري شو ، نو علاءالدين ته خپله معامله نرمه ښکاره شوه . هغه بيا کابل ته لاړ او بابر ته يې خواست وکړ ، چې د دولت خان او غازي خان د تباه کولو نه علاوه د ابراهيم تابيا هم ضروري ده . په دې صورت کې چې ابراهيم د منځ نه وځي او د ډهلي په تخت علاءالدين متمکن شي ، نو بابر دى په ډېرې خوشحالۍ د پنجاب صوبه په خپله سلطنت کې شامله کړي . ددې په هکله بابر داسې وايي :
عالم خان په کابل زما نه رخصت واخيست او اگر چه د گرمۍ موسم و او د هغه ملگرو ته ډېر تکليف و ، بيا هم هغه د ورځې دوه دوه منزلونه ووهل او لاهور ته په ډېره بيړه راورسېد . په دې ورځو کې ازبک سردارانو په بلخ کې پېش قدمي کړې وه ، نو زه د هغوى د مدافعت په غرض هورې لاړم . عالم خان په لاهور کې زما سردارانو ته وويل ، چې دوى د غازي خان په ملگرتيا کې په اگره حمله وکړي . دا د بادشاه حکم دى ، خو زما سردارانو ورته وويل موږ په غازي خان څنگه اعتبار وکړو . موږ ته پاچا دا حکم راکړى دى ، چې ترڅو هغه د کابل دربار يا لاهور يرغمل ونه لېږي ، تر هغې د هغه مرسته نه ده پکار . بله دا چې هغه تاله شکست درکړى دى ، نو ته په کومو سترگو هغه سره ملگرتيا کوې ؟ او ددې ملگرتيا فايده به څه وي ؟ ددې نه پس عالم خان خپل زوى شيرخان ، دولت خان او غازي خان ته ولېږلو او په خپل مېنځ کې يې دا سازش وکړو ، چې دولت خان او غازي خان دې د پنجاب ټولې قلاگانې سمبالې کړي او عالم خان دې د نورو اميرانو په ملگرتيا په ډهلي او اگره قبضه وکړي . ددې تجويز مطابق عالم خان د خپلو اميرانو په ملگرتيا کې له دېرش زره پوځ سره د ډهلي په لور روان شو او ډهلي نه چاپېر پرېووت .
کله چې علاءالدين عالم خان د سلطان ابراهيم لودي تره په کابل کې له بابر سره وکتل او له هغې سره يې د هند د نيولو دپاره موافقه وکړه او له نورو اميرانو سره د ډهلي په لور روان شو ، نو په هند کې سلطان ابراهيم لودي ، چې ددې نه خبر شو نو هغه هم د مقابلې په نيت راووت ، اگر چه ابراهيم لودي له خپلو اميرانو سره ښه سلوک نه کولو ، ليکن په دې ناز که موقع چې د علاءالدين او د هغه ملگرو اميرانو چې کوم اقدام وکړو ، هغه هم انتهايي غداري او نمک حرامي وه او چونکه دې اميرانو ته ددې خپلې غدارۍ احساس و ، نو دوى دا غوره وگڼله چې د ابراهيم په پوځونو دې د شپې په تياره کې حمله وکړي ، ځکه چې د ورځې په رڼا کې دوى له ابراهيم سره سترگې نه شوى مخامخ کولى . په دې غرض هم د ابراهيم د پوځ ځينې اميرانو له هغه سره غداري وکړه او د باغي اميرانو ملگري شول . په وروستني پهر کې د علاءالدين پوځ په شاهي کېمپ شبخون ووهلو ، ليکن سلطان ابراهيم لودي د دوى ددې حملې هېڅ پروا ونه کړه او د سحر پورې د خپلې خيمې نه راونه وتلو . د علاءالدين پوځ په لوټ لگيا شو ، دغه وخت شاهي پوځ په دوى حمله وکړه او باغي اميران سره د عالم خان ټول وتښتېدل . دغه وخت بابر په دوه باره د هند د حملې په غرض پنجاب ته راغلى و ، د شکست نه پس علاءالدين عالم خان له خپلو ملگرو سره په ستليج پورې وتو او په يوه غرئيز قلا کې پنا ونيوله .
لکه چې مو وويل د پښتنو دې بې اتفاقۍ او د دولت خان او عالم خان ددې غدارۍ په وجه د بابر تلوسې راژوندۍ شوې وې او هغه تر پنجاب پورې د کړاوو نه بغير رارسېدلى و ، ليکن چې د دولت خان منصوبه ناکاميابه او هغه د بابر مخالف شو ، نو بابر دا غوره وگڼله چې په اخري وار قسمت آزمايي وکړي . چنانچه بابر د کال ١٥٢٥م د دسمبر په مياشت کې د کابل نه د هند د حملې په غرض را روان شو او خيبر ته راغى . دغه وخت کې د بابر ځينې فوځونه د پنجاب په ځينې قلاگانو کې د خپلو سردارانو ماتحت محصور وو او د هغوى خلاصول او ازادول د بابر ضروري فرض وو .
بابر په علي مسجد کې کېمب ولگولو ، ددې په هکله بابر داسې وايي :
زه همېشه په يوه ډبه خپله خېمه لگوم ، د شپې لاندې په کېمپ کې چې اورونه بل شول ، نو يو عجيبه رڼا وه چې د چراغان په شان مزه کوله . په داسې موقع کې زه ضرور شراب څښم ، دلته مې هم وڅښل د سحر کېدو نه اول مې معجون وخوړل او بيا مې روژه ونيوله . بله ورځ د کېمپ نه د گېنډيو ښکار ته لاړو . له بگرام (پېښور) سره نژدې په رو سپاه ( باړه ) پورې وتو ، په دغه اثنا په جاړو بوټو کې يو گېنډى ښکاره شو . همايون او د غرونو نورو خلکو گېنډى چېرته نه وليدلى ، د هغوى دپاره دا يوه ښه تماشه وه . يو کروه په هغې پسې تگ وشو او په غشو وويشتل شو ، هغه او دوه نور گېنډي ونيول شول .
د بابر اکثر پوځونه په پښتنو مشتعمل وو ، ددې خبرې يو ثبوت دا دى ، چې د لاهور په سويل د ستليج سيند په غاړه ، چې کوم خلک نن د افاغنه قصور په نوم يادېږي ، هغوى په اصل کې له خوېشکو قبيلې سره تعلق لري ، چې د مومندو د قبيلې يوه څانگه ده . د دوى قامي روايات دا وايي چې د دوى مشران د بابر په پوځونو کې د پېښور نه راغلي وو او د هغه د خدماتو په بدل کې کوم ، چې دوى د بابر لپاره د پاني پت په جنگ کې کړي وو ، دا ځمکې د جاگير په ډول دوى ته ورکړ شوي دي . له دې پرته د بابر په پوځونو کې د پښتنو زياتوالى د خوشال خان د يو شعر نه هم معلومېږي :
بيا له پاسه د ډهلي بادشاه بابر شه
چـــــې کار د پــــښتانه پــه برکت وو
او بابر پخپله هم په يو موقع په خپلو پوځو کې د پښتنو د شموليت ذکر کړى دى . د اباسين نه چې بابر پورې وتو ، نو په شپږم پړ او د يوې ورځې لپاره د سامان د حصول په غرض ايسار شو . په دې اړه بابر داسې وايي :
په دغه ورځ موږ غرق وڅښل (ملا پرغړي) رنگارنگ قيصې واورولې ، ددې نه وړاندې موږ دى دومره په خبرو نه وليدلى . (ملاشمس) هم دومره څښلي وو، چې د هوش نه وتلى و . بله ورح موږ په جهلم سيند په يو پاياو خانې پورې وتو ، په دې مقام (ولي قرمزي) چې موږ سيالکوټ د هغه په تحويل کې ورکړى و ، راغلو او د سيالکوټ د پرېښودلو عذر يې بيان کړو . ما ورته وويل ، چې تا سيالکوټ نه شو سمبالولى ، نو لاهور ته ولې له نورو اميرانو سره نه تلې ؟ ددې هغه څه معقول ځواب ورنکړى شو، ليکن د پوځ کشي موقع وه ، نو ما هغه له سزا ورنه کړه . ددې ځاى نه ما (سيد طوفان او سيد لاچين ) په ډېر تاکيد لاهور ته ولېږل او د هغه ځاى سردارانو ته مې د خپلو راتلو پورې د جنگ نه کولو پېغام ورولېږلو او ورته مې وويل ، چې هغوى دې له موږ سره په سپهرور يا سيالکوټ کې يو ځاى شي. دلته ما دا هم واورېدل ، چې غازي خان څلوېښت زره لښکر جمع کړى دى او دولت خان دوه تورې تر ملا تړلي دي او جنگ ته خبر شوى دى . بيا موږ د چناب په غاړه پړاو وکړو ، دا ځاى زما ډېر خوښ شو او دا مې اراده وکړه ، چې سيالکوټ واله دلته ابادول پکار دي . دلته ما په کشتۍ کې سيل وکړو، شراب مې وڅښل او معجون مې وخوړل .
د جمعې په ورځ موږ په سيالکوټ کې قيام وکړو ، هر ځل چې به زه هندوستان ته راغلم ، نو جاټ او گوجران به د خپلو غرئيزو څنگلونو نه راښکته شول او غوا ، مېښې به يې لوټلې ، دا بدبخت خلک ددې ملک لپاره يو نوى مصيبت دى . دا ځل ملک موږ په خپله قبضه کې اخيستى دى ، ولې دې موذيان بيا لوټ وکړو . ما غله ولټول او يو څو مې ټوټې ټوټې کړل .
د سيالکوټ نه ما لاهور ته يو قاضد ولېږلو ، چې هغوى د دښمن حالات معلوم کړي او دا هم چې موږ به د هغوى مقابله څرنگه کوو ؟ دلته په پړاو کې يو سوداگر دا خبر راوړو ، چې علاء الدين عالم خان د سلطان ابراهيم نه شکست وخوړلو .
د سيالکوټ نه بابر کوچ په کوچ لاهور ته ورسېدلو . دښمن له يو جمعيت سره د راوي سيند په بله غاړه موجود و ، بابر هم نېغ د هغوى مقابلې ته روان شو ، ليکن دولت خان او غازي خان د مقابلې کولو نه بغير وتښتېدل بابر د هغوى په تعقيب کې هغه سرداران ولېږل ، کوم چې د علاقې نه واقف وو. بوډا عالم خان خپلو چند روزه ملگرو په ځاى پرېښودلى و او هغه په يو غرئيزې قلا کې ناست و . بابر په دې اړه داسې وايي :
ما د هزاره او پښتنو يو لشکر د هغه د سفير په غرض ولېږولو د قلا استوگن په تياره کې تېښتې ته تيار شوي وو ، ولې د هغوى آسونه د قلا په دروازه کې داسې ونښتل ، چې وتلى نه شول . له بدې ورځې عالم خان پياده وتښتېدو او غازي خان ته يې ځان ورسولو ، ولې غازي خان د هغه څه خاطر مدار ونه کړو ، آخر زما په خدمت کې حاضر شو . (١)
د پورتنيو څيړنو څخه وروسته دى نتيجې ته رسيمو چې د سلطان ابراهيم لودي په زمانه کې د لودي کورنۍ په مينځ کې کورنۍ اختلافات خپل اوج ته رسيدلي و . په لودي کورنۍ کې دولت خان لودى او د هغه زوى دلاور خان ، علاءالدين عالم شاه عادى کسان نه وو . دوي د لودي کورنۍ د حاکميت په وخت کې نژدى ديرش کاله د دولت په لوړو پوستولو کې کار کړى و . په داسى نازکو حالاتو کې سلطان ابراهيم لودي ته لازم او ضروري و ، چې دغسي کسان بايد د ځانه سره ساتلاى واى او دې ته لازم و چې د لودې کورنۍ او نورو پښتنو ترمينځ وحدت ټينگ کړي واى . د لودي کورنۍ د ناکامۍ اصلى عامل د سلطان ابراهيم لودي خود خواهى او ددې کورنۍ ترمينځ بى اتفاقى وو .
ـ
١- پښتانه د تاريخ په رڼا کې ،( ٢٨٣-٢٩٠) مخونه .