څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

د اخلاص هديه

 

دا کتاب په ١٣٦٦ هـ ل کال کې د افغانستان دقبايلو اوسر حدي چارو وزارت دنشراتو او فر هنگي چارو رياست لخوا د کابل په دولتي مطبعه کې په ١٠٦ مخونوکې  د بابآ د څلوېښتئ په مناسبت چاپ شوى دى .په دې  کتاب کې دخان عبدالغفار خان  اودهغه دمبارزو په اړه د لروبرو  ((٣٥ )) تنو شاعرانو شعرونه راټول شوي ده .ددې شعرونو ټولونه دسر محقق عبدالله خدمتگار بختاني لخوا شوى دى  . ددې کتاب په پيل کې دټولوونکى لخوا سريزه وړاندې شوې ده . دسريزې په يوه برخه کې دباچا خان دمبارزو په مهال کې د شاعرانو اود هغوى دشعرونو په اړه او دهغې دورې د شاعرانو په اړه دباچاخان دنظر په اړه معلومات وړاندې شوي دي چې ځينې برخې يې دلته را نقلوم : ((له شعراوشاعرئ ياله شعرونواو شاعرانو څخه دخان عبدالغفار خان ددې ډول تاثراتو او انتباها تولاندې دهغه مبارزه دوام کوي . پرمخ ځي اود ((انجمن اصلاح افاغنه )) دتنظيم په ذريعه شکل مومي .

          ددې انجمن په مو سسانوکې دهغه وخت خورالوى شاعران عبدالا کبر خان اکبر او محمد اکبر خادم ،مشهور پوه او مورخ قاضي عطاء الله خان اونورشاعران هم شامل وو: وروسته نوموړى انجمن انکشاف کوى او ((دخدايي خدمتگار )) حزب جوړيږي . ددې انجمن اوحزب دهلو ځلوپه لړکې ، دکليو اوښارونو په دير واو حجرو ،جوماتونو او بازارونو کې جرگې او مجلسونه ،جلسې او جلوسونه ، جوړيږي . په هره غونډه کې مشاعرې کيږي اوشاعران خپل شعرونه اوروي . په لويو تاريخي جلسوکې ډرامې هم په سټيژښودل کيږي ،دشاعرانو،اديبانو آثار په (( پښتون )) مجله کې هم خپريږي . په دې توگه شعر او ادب له عملي سياست سره يو ځاى پر مخ ځي ، ترقي کوي ، او په پښتو کې نوى آزادي بخښونکى ادب پراختيا مومي ، په خدايي خدمتگارو کې د شاعرانو اديبانو شمير بيخي زياتيږي . مونږ دا خبره منو ، چې د آزادۍ په دې ملي غور ځنگ کې زياته گرمي او توندي د ليکوالو او شاعرانو د ژبې او قلم نه پيدا شوه .

          پخپله خان عبدالغفار خان ددغو اديبانو شاعرانو خدمتونو ته په درانه نظر کتلي او په وار وار يې د هغو په باره کې ويلي دي : (( زه پخپله دوى ته حيران يم . شعرونه به دوى ويل . په حزب کې به جدوجهد دوى کاوه . قربانۍ دوى ورکولې . جيلونه او محرو ميتونه به دوى گالل . د بال بچ
 د ژوند د تامين لپاره  بۀ کسب او کار دوى کاوه او په ډيره خوارۍ غريبۍ  به يې گزاره کوله . رښتيا هم په دنيا کې دغه رنگه شاعران نشته او که وې هم ډير کم دي . . . . . ))

          ددې کتاب په شعرونو کې د مولانا قيام الدين خادم يو شعر هم راغلى دى  ، چې دلته وړاندې کيږي :

فخر افغان ته

را تگ دې پسرلى دى پرې چمن فخر کوي

د ناز په تش کتلو دې گلشن فخر کــــــــــوي

کولى شي په ښه ژبه تعريف ستا د کمـــــال

په ټول چمن کې نن ځکه سوسن فخر کــوي

چې ښکل يې شي نصيب د قدمونو د آشنا

هغه خاوره په مشکــو د ختن فــخـــر کــــــوي

په خير راغلې وطن لـره زمونږ فخر افغانه

په ياد ستا د نامه شعر و سخن فخر کــوي

خادم چې په اخلاص شي څوک د  قام او د ملت

وطن يې پس له مرگه په مدفن فــــخـــر کـــــوي

          څرنگه چې مخکې يادونه وشوه ،  دا کتاب په ١٣٦٦ هـ ل کال کې چاپ شوى دى . اوس يوازې په څو کتابتونونو کې ځينې نسخې يې پيدا کيږي . د خلکو ضرورت ورته ډير دى . دوهم ځل چاپ ته اړتيا ليدل کيږي . زما وړانديز دادى چې دا کتاب بيا د سرحدونو چارو وزارت او يا کوم بل علمي او فرهنگي مرکز لخوا چاپ شي .