څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
د بابر کورنۍ ته يوه لنډه کتنه
ظهير الدين محمد بابر ، د شېخ عمر زوى او شېخ عمر د ميرزا ابو سعيد زوى ، سلطان ابو سعيد د محمد ميرزا زوى ، محمد ميرزا د ميران شاه زى او ميران شاه د امير تيمور زوى دى . د ظهير الدين محمد بابر مور قتلق نگار نومېږي ، چې د يونس خان لور ده او يونس خان د مغلستان حاکم و ، چې د بابر د مور نسب په پېنځلسم پشت چنگيز خان ته رسېږي . (١)
په دې ډول د بابر نسب امير تيمور ته رسېږي . موږ په دې باندې بايد پوه شو ، چې امير تيمور څوک و ؟ د کوم ځاى و ؟ او څه کارونه يې وکړل ؟ او د دوى په کورنۍ کې څوک د پاچاهۍ رتبې ته ورسېدل .
تيمور د ( ترغاى ) زوى دى چې د برلاس ( تورک) د قبيلې يو نظامي مخور او د کش د ښار يا (شهر سبز ) اوسېدونکى دى تيمور په ١٣٢٣م کال کې زېږيدلى دى او په يوه نسبتاً متمدنه ټولنه کې تربيه شوى دى . نوموړى په دري ژبه باندې ښه پوهېده . تيمور په ديني چارو کې د کلکې عقيدې خاوند او يو متعصب مسلمان و تيمور روحانيون او مذهبي عالمانو ته عقيده او احترام درلود . هغه هم لمونځونه کول او هم يې صدقه ورکوله ، هم يې شراب څښل او هم يې وينې تويولې . (٢)
کله چې تيمور ماورالنهر ونيو ، له ١٣٧٢ څخه تر ١٣٥٧م کال پورې يې څلور ځلي په خوارزم باندې حملې وکړې او خوارزم يې ونيو . په ١٣٧٤م کال کې يې د شرق په جبهه کې کاشغرستان ونيو ، په ١٣٥٨م کال کې يې آذربيجان ، عراق او فارس ونيول . له ١٣٩١م څخه تر ١٣٩٤م پورې يې مازندران ونيو، له دې څخه وروسته تيمور گرجستان ونيو ، هغه ځاى يې لوټ او عام وژنه يې پکې وکړه او بيا اصفهان ته ولاړ او ٧٠ زره تنه عام خلک يې ووژل او د هغوى له کوپړيو څڅه يې منارې جوړې کړې . په ١٣٩٥م کال کې يې د ايران پاچاهي خپل زوى ميرانشاه ته وسپارله . تيمور په ١٣٩٨م کال کې د افغانستان له لارې سند ته ولاړ . هلته يې ډېر جنگونه وکړل او ډېرې وينې يې تويې کړې ، چې په نتيجه کې يې هندوستان هم ونيو تيمور په ١٤٠٤م کال کې کله چې د چين د نيولو لپاره ملا وتړله ، په لاره کې مړ شو . (٣)
له تيمور څخه څلور زامن ميرانشاه ، جهانگير ، امير شيخ او شاهرخ ميرزا پاتې شول ، چې شاهرخ ميرزا په ١٤٠٤م کال په هرات کې خپل سلطنت اعلان کړ .
ابو سعيد د سلطان محمد ميرزا زوى د ميرانشاه لمسى او د امير تيمور کړوسى کېږي . ده شپږ کاله په ماورالنهر کې پاچاهي وړه او بيا افغانستان ته راغى . د سلطان ابو سعيد ميرزا زامن دا دي : سلطان مراد ميرزا ، چې په گرم سير او کندهار کې حکمران و ، الغ بيک ميرزا ، چې د کابل او غزني حکمران و ، سلطان محمد ميرزا ، چې د استرخان حکمران و ، سلطان احمد ميرزا ، چې د سمرقند او بخارا حاکم و ، عمر شيخ ميرزا ، چې د فرغانې حکمران و . (٤)
ـ
١- پوهاند عبدالحى حبيبي ، ظهير الدين محمد بابر ، کابل ، ١٣٥٠ هـ ش (١٠) مخ .
٢- مير غلام محمد غبار ، افغانستان در مسير تاريخ ، جلد اول ، کابل ( ١٥٠ – ١٥١ ) مخونه .
٣- افغانستان در مسير تاريخ ، ( ٢٦٠- ٢٦١-٢٦٣ ) مخونه .
٤- ظهير الدين محمد بابر ، ١-٢ مخونه .
له عمر شېخ څخه درې زامن پاتې شوي دي : جهانگير ميرزا ، ناصر ايوبي ميرزا ، ظهير الدين محمد بابر .
په تواريخ خورشيد جهان کې راغلي کله چې سلطان ابو سعيد ميرزا په هرات کې په شهادت ورسول شو ، له هغې څخه يوولس زامن پاتې شول ، چې له هغې جملې څخه يې څلور زامن پادشاهۍ ته رسېدلي دي ، هر يو يې د خپل پلار په دور کې د يو مملکت پاچاهي کوله . الغ بيگ ميرزا په کابل کې ، سلطان احمد ميرزا په سمرقند کې ، سلطان محمد ميرزا په قندوز او ترکستان کې او عمر شېخ ميرزا په آذربيجان او فرغانه کې ، يونس خان ، چې د مغلستان حاکم و پرته له الغ بيگ ميرزا نه سلطان احد ميرزا ، سلطان محمد ميرزا او عمر شېخ ميرزا ته چې درې واړه د سلطان ابو سعيد زامن وو ، دغو درې واړو ته يې خپلې درې لورگانې په نکاح ورکړي دي ، چې د عمر شېخ ميرزا ښځه قتلق نگار نومېده . په ( ٨٨٨ هـ ق ) کې له همدغه قتلق نگار د يونس خان لور څخه زوى پيدا شو ، چې په هغه باندې يې باب نوم کېښود . (١)
د بابر نامې په هغې فارسي ترجمه کې ، چې د عبدالرحيم خان خانان له خوا شوې ده ، د سلطان ابو سعيد ميرزا چې د بابر نيکه کېږي ، د هغه د حکمرانۍ په باب ليکل شوي دي او د هغه د مرگ نه وروسته د هغه اولادونو په هکله په دې کتاب کې داسې ليکل شوي دي :
د سلطان ابو سعيد له مرگ څخه وروسته د هغه زامن پر مملکت باندې حاکم شوي او له هغې جملې څخه د هغه مشر زوى سلطان احمد ميرزا پر سمرقند او بخارا او سلطان محمود ميرزا په استراباد او الغ بيگ ميرزا په کابل او غزني کې او سلطان مراد ميرزا په گرمسير او قندهار کې او عمر شېخ ميرزا ( د بابر پلار ) د ابو سعيد څلورم زوى په فرغانه کې حکمراني کوي .
فرغانه د بابر په خپل قول باندې د پريمانې غلې او مېوې ځاى و ، چې د هغې په شرقي برخه کې کاشغر و ، په غربي کې يې سمرقند او په جنوبي برخو کې کوهستان او شمال کې اترار موقعيت درلود، چې اوه قصبې يې درلودې او د سيجون ( د خجند اوبه ) له اوبو څخه يې گته اخيستله او د هغې په جنوبي برخه کې انديان ددې مملکت پايتخت موقعيت درلود . (٢)
ظهير الدين محمد بابر د ١٤٨٣م کال د فبروۍ په ١٥ نېټه په اندجان کې زېږېدلى دى . کله چې بار وزېږېد ، حضرت خواجه احرار ورباندې ظهير الدين نوم کېښود . څرنگه چې ددې نوم تلفظ د مغولو په ژبه کې اسان نه و ، نو دى د بابر په نوم ياد شو .
عمر شېخ د ٨٩٩هـ ق کال د روژې په څلورمه د (٣٩) کالو په عمر په انديجان کې له بام څخه ولوېد او مړ شو او بابر په ١٢ کلنۍ کې د انديجان پاچا په حيث اعلان شو . (٣)
هغه د پاچاهۍ په لومړيو ورځو کې له ډېرو ستونزو او مصيبتونو سره مخامخ شو . هغه ښارونه او ولايتونه ، چې دده تر فرمان لاندې وو ، له لاسه ورکړل او په اخر کې مجبور شو ، چې له خپل وطن څخه تېښته وکړي او نژدې د دوو او درې سوو تنو سره له آمو سيند څخه تېر شو او د بدخشان او کـــابل
ـ
١- سيد محمد خان گنډاپور ابراهيم زى ، تواريخ خورشيد جهان ، ١٣١١ هـ ل ، ٩٩-١٠٠ مخونه .
٢- ظهير الدين محمد بابر ، بابر نامه ، مترجم عبدالرحيم خان خانان بيرم خان ، بمبيې هند ، ١٣٠٨هـ (٢) مخ .
٣- استاد خليل الله خليلي ، آرامگاه بابر ، کابل ١٣٣٤ هـ ش ، ( ٩-١٠-١١ مخونه ) .
خوا ته يې حرکت وکړ . (١)
په ځينو ځايونو او منابعو کې راغلي ، چې بابر په ١٢ کلنۍ کې پاچا شو ، مگر پوهاند عبدالحى حبيبي په خپل کتاب ( تاريخ مختصر افغانستان ) کې ليکلي دي ، چې بابر په ١١ کلنۍ کې پاچا شوى دى . په دې برخه کې په ( تاريخ مختصر افغانستان ) کې داسې راغلي دي :
( د هرات د تيموريانو د دورې په اخرو وختونو کې ظهير الدين محمد بابر د عمر شېخ ميرزا زوى ، د ابو سعيد گورگان د هرات د پخواني سلطان لمسى ، د روژې په پېنځمه ( ٨٩٩ هـ ق – ١٤٨٣م) د فرغانې په انديجان کې د ١١ کلونو په عمر په تخت کېناست . په دې وخت کې د هرات شهزادگان په خپل مېنځ کې په جنگونو بوخت وو او د هرات سلطان ډېر کمزورى شوى و . څرنگه چې بابر د پلار او مور له خوا نه په چنگېز خان او امير تيمور پورې مربوط و ، نو د همدې له امله دى په کوچنيتوب کې په دې بريالى شو ، چې خپله پاچاهي وساتي ، په دې وخت کې سلطان احمد دده تره په سمرقند کې حاکم و او دده بل تره سلطان محمود مېرزا په کندوز او بدخشان کې حکمراني کوله او دوى له بابر سره مخالفت درلوده او د بابر ورور جهانگير ميرزا هم د بابر دښمن و ، چې دغو مخالفينو او دښمنانو بابر د انديجان څخه ووېست . (٢)
ـ
١- ظهير الدين محمد بابر ، د يوان اشعار ، تدوين شفيقه يارقين ، اکادمى . علوم افغانستان ، کابل ١٣٦٢ هـ ش ، ٣ مخ .
٢- پوهاند عبدالحى حبيبي ، تاريخ مختصر افغانستان ، کابل ١٣