څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

زما ژوند او جدو جهد

( دويم چاپ )

          دا کتاب د دوهم ځل لپاره په ١٣٨٧هـ ل کال په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودي ټولنې لخوا په ٧٨٨مخونو کې چاپ شوي دى . د کتاب په پيل کې د خپرندويې ټولنې يادښت وړاندې شوى دى . ددې يادښت څو کرښې دلته وړاندې کيږى : (( د فخر افغان باچا خان د ژوند ، هلو ځلو او اوږدو ستونزمنو مبارزو په اړه د هغه (( زما ژوند او جدوجهد )) هغه اثر دى ، چې مونږ ته لومړى لاس کره او خو را مهم معلومات راکوي . دغه اثر ډير کلونه وړاندې په افغانستان کې چاپ شو او له خپريدلو سره سم په لوى افغانستان ( افغانستان او پښتو نخوا ) کې ګڼ مينه وال پيدا کړل . د زياتې اړتيا له مخې دغه کتاب په پښتو نخوا کې بيا بيا چاپ شو )) .

          د خپرندو يې ټولنې د يادښت نه وروسته د (( بابا د ژوند کتاب )) تر عنوان لاندې د سر محقق عبدالله بختاني خدمتگار لخوا ددې کتاب په اړه يو تقريظ وړاندې شوى دى . دا تقريظ اصلاً پخپله د مولف په غوښتنه د لومړي چاپ لپاره ليکل شوى و ، مگر د ځينو بدنيقيو له مخه ، پاته کړى شوى و ، او بابا د بل چا تقريظ سره موافقه نه درلودله .

          ددې تقريظ نه وروسته د رحمت شاه سايل لخوا ددې کتاب د چاپ په اړه يو پيغام چاپ شوى دى او بيا د ځلاند مومند لخوا د مننې پيغام وړاندې شوى دى  او وروسته د کتاب متن پيليږي .