څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار :

زر او زور د پښتون په پوله

          (( زر او زور د پښتون په پوله )) د هغه کتاب نوم دى ، چې څه باندې شپيته کاله پخوا د عبدالقيوم خان لخوا په انگريزى _ ژبه تاليف شوى دى . دا کتاب په لومړى ځل په ١٩٤٥ ز کال په انگريزي ژبه چاپ شوى و ، او بيا د ډاکتر ياسين اقبال يوسفزي لخوا په پښتو ژبه وژباړل شو،  پښتو ژباړه يې په ٢٠٠٨ ز کال کې د يونيورسټي بک ايجسني لخوا د پيښور په خيبر بازار کې چاپ شو . په دې کتاب کې لاندې موضوعات شامل دي :

          _ د پښتون وطن عمومي خدو خال ، د سرحد کاروان په بيلا بيلو زمانوکې ، دا خلک ، د آزادۍ د خو ځښت پاڅون ، د ننۍ زمانې ځينې روانه فارو ډپاليسي ، اقتصادي پس منظر ، د راتلونکو پيښو بڼۀ ، آخري فکرونه .

          د کتاب په پيل کې د کتاب د ژباړونکې لخوا يوه ليکنه وړاندې شوې ده . ددې ليکنې په يوه برخه کې د کتاب د پيژندنې په اړه داسې ليکل شوي دي : (( دا کتاب ( زر او زور د پښتون په پوله ) يو داسې کتاب دى چې د خپل چاپ نه شپيته کاله پس هم زوړنه ښکاري او
د هغه وخت د پښتون قام مسئلې پکې ډير په ښه شان په گوته شوي دي  او ددې مسئلي د خلاصي په لاروهم د ليلونو سره بحث شوي دي . نه دا کتاب پښتنو لوستى دى او نه د پښتون حال ، جغرافيه او اقتصاد کې په تيرو شپيتو کالو کې څه داسې لوى بدلون راغلى دى . ددې کتاب د لوستونه پس داسې محسوسيږي لکه چې نن هم پښتون په هغه ځاى ولاړ دى ، چيرته چې شپيته کاله پخوا و . دې کتاب کې د پښتون وطن په حقله ورکړي شوي تجويزونه نن هم د ځينې قام دوسته سياسي ډلو د تگ لارې برخه ده او د مسلې حل گڼلى شي .

          د کتاب د ژبې نه اندازه لگي چې ليکوال په انگريزۍ ژبه د کمال تر حده پوهيدو . د سيمې په سياسي ، قانوني او اقتصادي مسئلو ژوربحث ئې ددې خبرې دليل دي ، چې ليکوال هم د سياست او قانون
 د ميدانونو ميړنى و ، او هم د اقتصاد د ميدان . ليکوال دا خبره دې کتاب کې په ډاگه کړې ده ، چې ډاکتر خان صيب ، عبدالغفار خان او
د هغوى ملگري ددغې زمانې د ټولونه غټې او مخلصې څټې وې او 
د ليکوال ورسره بې کچه مينه وه )) .

          د ژباړونکې د ليکنې نه وروسته د کتاب فهرست دى ، او بيا
د کتاب د ليکوال سريزه ده . په سريزه کې ليکوال د کتاب د محتوياتو او موضوعاتو په اړه ليکي : (( په دې مختصر کتاب کې ما د سرحد
 د مسئلې د څه مخصوصو اړخونو د خدوخال د ذکر هڅه کړې ده . دې کې ددې صوبې يو لنډ تاريخ دى ، ددې سيمې د خلکو او ځينو مخوريزو څټو ذکر دى ، د آزادۍ د خوځښت په سر خيل خدايي خدمتگار پاڅون بحث دى ، د قبايلې سيمې مسله ، د سيمې اقتصادي پس منظر او د راتلونکو پيښور بڼۀ بيان شوې ده ))

          انگريزانو او د هغوى پلويانو په پښتو نخوا کې د خدايي خدمتگارو پر ضد د هر ډول د سيمې نه کار اخستل تر څو پخپلو چارو کې بدنام او ناکام کړي . هغوى په خان عبدالغفار خان باندې او د هغه پر پلويانو رانگارنگ تورونه لگول . په دې کتاب کې ددغو مسايلو په اړه پوره مفصل علمي او مستند معلومات وړاندې شوى دى . په دې برخه کې ددغو موضوعاتو په اړه ددې د محتوياتو نه څو کرښې رانقلوم :      (( د برطايني ډنډو چيانو دا خوره کړه چې سر خپوش د شوروي تنظيم برخه ده او وخت په وخت به پرې تورونه پورې کولى شول ، او ځينې وخت به دا د برطاينې غټو افسرانو هم وئيل چې قبايلې سيمه کې هر مصيب راځي نو د عبدالغفار لاس پکې وي . ددې تورونو چرې هم ثبوت نه وو ورکړى شوى . د صوبه سرحد معا ملو سره چې څوک نږدې پاتې دي د هر څه نه خبر وي ، چې دا ټول تورونه د ځانه جوړ کړي شوي وو . عبدالغفار خان ډير زر پوهه شو چې د پښتنو آزادي د هندوستان  د آزادۍ لوى لړ سره تړلې ده . د هندوستان د مسلمانانو مشرانو د خيال را اړولو د پاره د عبثوکوششونونه پس ، هغه په اگست ١٩٣١ ز کې ډير په هوښيار تيا انډين نشنل کانگرس سره د تړون فيصله وکړه )) .