د قصه خوانۍ خو نړۍ پيښه

          دا کتاب په ١٣٦٧ هـ ل کال کې د افغانستان د لوړو او مسلکي تحصيلاتو وزارت د نشراتو رياست لخوا د محمد انور شمسه خيلي په اهتمام په (١١٠) مخونو کې چاپ شوى دى . دا کتاب د اکاډيمسين پوهاند عبدالشکور رشاد لخوا په پښتو ژباړل شوى او حاشيې ورباندې ليکل شوي دي .  

          د کتاب په پيل کې د ژباړونکي لخوا يوه ليکنه وړاندې شوې ده. په دې ليکنه د ليکوال او ددې کتاب د اصلي متن او ددې کتاب د نورو موضوعاتو  په اړه رشاد ليکلي دي :
(( ... د آزادۍ د مجاهدو په تاريخ کې يو د فخر وړ فصل د قصه خوانۍ خونړۍ پېښه ده چې ښاغلي الله بخش يوسفي الغزنوي په نامه يو مستقل کتاب ورباندې  ليکلى دى .

          دا کتاب نوموړي مولف هغه وخت په انگلستان او هندوستان دواړو کې چاپ کړ خو برتانوي استعمار د خپرولو اجازه ورنه کړه او کتاب هم د حکومت له خوا ضبط کړاى شو .

          ماله څه وخته راهيسې ددغه کتاب لټه کوله ، خو په موندلو يې بريالى نشوم . د سږ کال په اوايلو کې زما محترم دوست مولانا عزيز الرحمان  سيفي  زيرى را باندې وکړ چې : د قصه خوانۍ خونړۍ پيښې په باب مې د کانگرس
د تحقيقاتي جرگه گۍ د رسمي رپوټ څرک ايستلى دى ، اوله زيرى سره يې د ډهلي د پيام مشرق مجلې د ١٩٦٠ کال د جولايى د مياشتې لومړى ګڼه راکړله .

          ما چې وکتله واقعاً د هغه رپوټ لومړى برخه په کې خپره شوې وه ،  چې دکانگرس تحقيقاتي جرگه گۍ تر نن ديرش کاله پخوا ترتيب کړى او هغه وخت د استعماري حکومت له خوا ضبط کړى شوى و . په ډير څوب سره مې د نوموړي مجلې د ورپسې ګڼو لار څارله . له ښه مرغه ټولې مطلوبې ګڼې چې اتوته يې شمير رسيدۀ يو په بل پسې را ورسيدلې ، ما يې په ترجمه د کلونو آرزو تر سره کړله او د افادې د تکميل له پاره مې څه حاشيې هم پر زياتې کړې . زه پښتني نړۍ ته ددې ترجمه شوي اثر په وړاندې کولو ځکه خوشاله يم چې گوندې په دې وسيله سره مې د پښتنو يوه پاکه او پر افتخاره

قرباني له هېري ژغورلې وي ))