په پښتو ویاړم

زه خو پښتون يم په پښتو وياړم

زه آدم خان يم په درخو وياړم

 

لكه مجنون زه دليلې مينه كې

په غرو رغو او په ميرو وياړم

 

كه وي په لره او يا بره خاوره

زه يې په كور او په ديرو وياړم

 

دا د ملالې میوندوالې د غږ

زه په شعرونو او ټپو ویاړم

 

چې په جنت کې هم پښتو واي

په غیرت منو ننګیالو ویاړم

 

که پدې کړنه دوزخي هم شمه

پښتون رحیم یم، په دې کړو ویاړم