د مهر علي وطن دوست (د بي بي سې د نوي کور نوي ژوند ډرامې ناظر) د زړه خواله تاسې سره شریکومه ـ وطن دوست یو له هغه شاعرانو څخه دې چې تر اوسه افغان ټولنې په ټولیز ډول نه دې پیژندلې او همدا راز ددې تکړه شاعر یوازې هغه شعرونه چې د ډودۍ د ګټلو په موخه لیکل شوي د سندرغاړو له خولو اوریدل شوي دي ـ هڅه به وکړم چې نور شعرونه، چې په ریښتیا هم دده د زړه اواز دې درسره شریک کړم ـ 

 

خدایه دا څنګه محتاجۍ دي چې تیریږي په ما

غمجنې شپې د زندګۍ دي چې تیریږي په ما

 

ستا چې رضا ده نو زما هم پرې رضا ده ربه

د زمانې دا بې وسۍ دي چې تیریږي په ما

 

د خلکو باغ ډک د ګلونو او شنو پاڼو ښکاري

زما یو ګل پسې سلګۍ دي چې تیریږي په ما

 

یو امانت دی دې راکړې پرې خوشال دې نکړم

نه ختمیدونکي بیمارۍ دي چې تیریږي په ما

 

چې دې ژوند راکړو د یو څو سپرلو مزه هم راکړه

سپیره خزان دې او خوارۍ دي چې تیریږي په ما

 

که رحمت نه راکوې خیر دې نعمتونه راکه

خوګه یاري ده سوال زارۍ دي چې تیریږي په ما

 

مینه دې راکړه خو د مینې کور چې نه راکوې

شوې له ما کومې بدۍ دي چې تیریږي په ما

 

په وطن دوست دومره رحیم یې چه په چا هم نه یې

بس قافلې د شاعرۍ دي چې تیریږي په ما

 

د جمعې شپه د مشتاق رحیم کور – وطن دوست ۵ جنوري ۲۰۱۲