لیکنه: اغلې لینا روزبه حیدري، د امریکا غږ ددري څانګي خبریاله

ژباړه: احسان الله شګیوال

یادونه: دالیکنه ښاغلي شګیوال ماسره د فیس بوک په پاڼه شریکه کړې وه ـ داچې ډیره مې خوښه شوه ، د هغه د اجازې نه وروسته یې دادې تاسې سره د ګهیځ د وړانګو په څیر شریکومه ـ غوښتنه مې له تاسې نه داده چې له نورو ملګرو سره یې شریکه کړئ ـ

مونږ نه شو کولای چي تاریخ و نه منو او یا ورڅخه سترګي پټي کړوـ په دي کې هیڅ شک نه شته چي په افغانستان کې هر قوم په بل قوم باندي ظلم روا ګڼلی دی او د نسل وژني او ټول وژنې څخه نیولې بیا د تبعیض، برترۍ او بي عدالتۍ پورې ټول يې پر یوبل روا ګڼلي، په دي کې هیڅ شک نه شته چي دغه ظلمونو او دردونو څو نسلونه اغیزمن کړي دي ـ بي له شکه چي زما په شمول مونږ ټول ددغه تبعیض او برترۍ د ظلمونو څخه متأثر شوي یاستو، ولي ایا ددغو ستونزو د حل لاره او ددغه بربریت د سلسلي د ختمولو لپاره باید انتقام اخیستلو ته ادامه ورکړل شي او ایا ددي لپاره باید د تعصب دغه ناورین له یو نسل څخه بل نسل ته انتقالولو ته دوام ورکړل شی، او دغه سخت دریزي باید د یو بل به مقابل کې بیا له سره پیل شي که نه د حل لاره يي دا ده چي راتلونکی نسل ددغه کرغیړنو فاجعو څخه لري وساتل شي او ورسره مرسته وشي ترڅو یو روښانه اینده ولري. هیڅ یو هیواد حتی په خپله امریکا هم ددغه رنګه تاوتریخوالي او داخلي جنګونو څخه په امان نه ده پاتي شوي او د اتلسم قرن په وروستیو لسیزو کې د امریکایانو تر منځ په خپل منځي جنګونو کې په زرګونو خلک ووژل شوي دي، د سویلي امریکا خلکو د ابراهام لینکن په مشرۍ د وخت د حکومت پرضد او د رئیس جمهور جفرسن دیوس چي په هغه وخت کې یي د جنوبي امریکا پر یوولسو ایالتونو باند واک درلو د جګړي پیل وکړ، سویل او جنوب تر هغه خپلو جګړو ته دوام ورکړ چي اردو (پوځ) يي له منځه ولاړه ولي جنګ، ویره او تاوتریخوالی په همغه ځاي له پاي ته ورسیده او اوس مهال سویلي او جنوبي امریکا د یو بل سره هیڅ کومه دښمني، ستونزه او تربګني نه لري هیڅوک د سویل یا جنوب څخه نه وايي چي تا فلاني د فلاني ایالت څخه زمونږ نیکونه وژلي دي ـ امریکا په ډیره لنډه موده کې د نړي پرمخ تللي او غني هیواد باندې بدله شوه، او همدارنګه د هسپانیي او نورو هیوداونو د داخلي جنګونو مثالونه هم شته.

ولي کله چي دغه جګړي او شخړي د یوګوسلاویا په شان هیواد کې ددغه هیواد د اوسیدونکو له خوا نه هیریږي او نژادي نفرت تعصب او تبعیض له منځه نه ځي نو باید چي اندیښمن ووسو ځکه چي دغه تبعیض، نفرت او نژادي شخړي یو هیواد په څو برخو ویشي، لکه څرنګه چي د یګوسلاویا هیواد چي اوس مهال په څو کمزورو هیوادونو بدل شوي لکه د مثال په توګه کاساوو او یا هم صربیا چي دغه نوي تاسیس شوي هیوادونو هر یو يي د اقتصادي پلوه د افغانستان سره تقریبا په یو وضعیت کې قرار لري او همدارنګه د سوډان هیواد چي د ګاونډیو هیوادونو د مداخلي او د نژادي شخړو او تاوتریخوالي په نتیجه کې په دوو بیلابیلو هیوادونو تقسیم شول.

لاکودر وايي: «که غواړئ چي د یو دقیقي لپاره خوښ اووسې نو انتقام واخله او که غواړې چي تل خوښ اووسې نو بخښنه وکړه او هیر يي کړه» نو اوس همدغه تصمیم ستاسي په خپل لاس کې دی یا خو کولای شي چي د هغه ظلمونو چي پر یوبل مو روا ګڼلي دي د یو تجربي په بڼه ګټه پورته کړئ او د خپلي ټولنې د ښیګڼې او پرمختګ لپاره تري ګټه پورته کړئ او یو بل ته د یو وطنوال په سترګه وګورئ او یا هم دغه ظلمونو، بدبختیو او په یو بل باندي ځان جګ ګڼلو ته دوام ورکړئ او نورو شخړو او تاوتریخوالي شاهد ووسیږئ تر څو تل تر تله د نورو مرستو ته اړ (محتاج) او د پرمختللو هیوادونو په هیله پاتي شئ. هیڅ کله هم پاکستان، ایران یا کوم بل هیواد ستاسې په ګټه ستاسې لپاره کار نه کوي، هغوي د هغو خرڅو شوو قومي مهرو په وسیله ستاسې په هیواد کې له تاسې څخه استفاده کوي او د خپلو هیوادونو د پرمختګ لپاره کار کوي. دا چي نوې او راتلونکې نسل په کوم طرف خپله تګلاره وټاکي دا ټول ستاسي په لاس کې ده، یا خو به همغه پخواني نژادي وژني او جګړي بیاځلي تکرار شي او ډیرې بي ګناه او بې خبره به يي قرباني شي او یا هم تاسي د خپل تیر څخه زده کړه وکړئ او تبعیض او پر یو بل باندي ځان جګ ګڼل په کراره کراره له منځه یوسئ او دغه هیواد د راتلونکي نسل لپاره د یو ښه ژوند او د تحمل ځاي وګرځوئ. خپلو بچیانو ته مه ورزده کوئ چي پښتون، تاجک یا هزاره دی بلکه ورته ووایاست چي افغان یاستئ، خپلو بچیانو ته مه ورزده کوي چي په خپله ژبه او لهجه باندي افتخار وکړي بلکه ورزده کړي چي د انسانانو افتخار د هغوي په عقیدو، انسانیت، ترحم او خپل هیواد ته په خدمت کې دې، په یاد ولرئ چي د کور کنجي (کليد) ستاسي د ټولو په لاس کې ده، ټول افغانان یاستئ او یو ځانګړې قوم یا نژاد په یواځې ځان هیڅ یو کار پرمخ نه شي بیولای. د افغانستان د خلاصون او ژغورنې یواځنۍ لار د ټولو لپاره د عدالت، برابرۍ، اتحاد، ورورولۍ او ملي یوالي لار ده، د څلویښتو کلونو تجربه باید ټولو ته په ډاګه کړي وي چي هیڅ یو افراطي او سخت دریزه لاره په افغانستان کې د تاوتریخوالي پرته بله هیڅ نتیجه نه ورکوي  ـ که تر اوسه مو دغه موضوع نه وي درک کړي نو ګومان نه کوم که تر ابده يي درک کړای شو.

 

نوټ: دغه لیکنه آغلي لینا روزبه حیدري (د امریکا غږ د اشنا ټلویزون د دري څانګي د خبرونه ویاندي) په خپله فیسبوک پاڼه باندي لیکلی ده ورسته د لوستلو څخه مي د یوالي بوي تر حس کړ او ډیره مي خوښه شوه نو ځکه يي ژباړه له تاسي سره شریکوم. که کوم ځاي کې په ژباړه کې خطا شوي وي نو مخکي له مخکي د آغلي او تاسو ټولو دوستانو څخه بخښنه غواړم.

په درناوي

شګیوال