افسوس

 

نه مې لبا س ، نه مې اندا زخپل دې

نه مې دې ترنګ او نه مې ساز خپل دې

بياهم نعرې كړم چې افغان يمه

دازما چغه، دا اواز خپل دې

لكه هنداره كړي پيښې د نورو

نه يې ده مينه ،نه يي ناز خپل دې

ګوته په خوله يم خپلې مينې ته زه

نه مې ريبار او نه غماز خپل دې

افسوس افسوس نن درحيم په حال چې

نه يې راز دار او نه يي راز خپل دې